۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت عزرا کِتاب

نهم باب

د عزرا د غېر‌يهوديانو سره د ودونو نه خبرېدل

۱ کله چې دا هر څۀ وشول نو د بنى اِسرائيلو څۀ مشران راغلل او ما ته يې ووئيل چې خلقو، اِمامانو او ليويانو خپل ځانونه د ګاونډى مُلکونو يعنې عمون، موآب، مِصر، کنعان، حِتى، فرزى، يبوس او امورى مُلک د خلقو نه جدا نۀ ساتل. دوئ هم هغه حرام کارونه کول چې کوم هغه خلقو کول. ۲ يهوديانو سړو د پردى مُلک ښځو سره ودونه کول، نو په دې وجه د خُدائ پاک مقدس خلق پليت شول. د افسوس خبره دا ده چې مشران او آفسران په دې بدعملۍ کښې د هر چا نه وړاندې وُو. ۳ کله چې زۀ د دې نه خبر شوم نو ما د خفګان نه خپل قميص او چُوغه وشلوله، د سر او د ږيرې وېښتۀ مې وويستل او غم زپلے کښېناستم. ۴ نو څوک چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د کلام په وجه يرېدلى وُو ځکه چې هغوئ د جلاوطنۍ نه راواپس خلقو د نافرمانۍ نه خبر شول هغوئ ټول راغلل او زما سره کښېناستل. او زۀ هلته د ماښام د قربانۍ د وخت پورې سخت خفه ناست وم. ۵ کله چې د ماښام د نذرانې وخت راغلو نو زۀ چې د خفګان نه چرته ناست وم د هغه ځائ نه پاڅېدم، چې تر اوسه پورې مې شلېدلے قميص او چُوغه اغوستې وه سجده مې وکړه او بيا مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته مې لاسونه پورته کړل. ۶ ما وئيل، ”خُدايه پاکه، ما له په دې باندې ډېر سخت شرم راځى چې ستا په حضور کښې خپل لاسونه اوچت کړم. زمونږ ګناهونه زمونږ د سرونو نه پاس اوړېدلى دى او زمونږ ګناهونه تر آسمانه پورې رسېدلى دى. ۷ زمونږ د پلار نيکۀ د وخت نه واخله تر اوسه پورې مونږ يعنې ستا خلقو لوئې ګناهونه کړې دى. زمونږ د خپلې ګناه په وجه مونږ، زمونږ بادشاهان او زمونږ اِمامان د پردى مُلک بادشاهانو له په لاس ورغلى يُو او مونږ وژلے شُو، غلا رانه کيږى او د قېديانو په توګه بوتلے شُو. زمونږ ډېره بې‌عزتى شوې ده لکه څنګه چې تر اوسه پورې بې‌عزته يُو. ۸ خو اے مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه، تۀ د لږ وخت دپاره په مونږ مِهربانه يې چې زمونږ څۀ کسان دې ژوندى پرېښى دى چې د غلامۍ نه وتښتى او په دې مقدس ځائ کښې په حِفاظت سره اوسيږى. تا مونږ د غلامۍ نه آزاد کړى يُو او يو نوے ژوند دې راکړے دے. ۹ مونږ غلامان وُو، خو تا مونږ په غلامۍ کښې پرې نۀ ښودو. تا د فارس بادشاهان مونږ سره ښۀ کړل او دا اجازت دې راکړو چې خپل ژوند تېروو او ستا هغه کور بيا جوړ کړُو، کوم چې تباه شوے وو او دې ته دې هم پرېښودو چې په يهوداه او يروشلم کښې مونږ ته حِفاظت مِلاو شى. ۱۰ خو اے خُدايه پاکه، نو مونږ په دې کښې څۀ ووايو؟ مونږ ستا د حُکمونو بيا نافرمانى کړې ده، ۱۱ هغه حُکمونه کوم چې تا مونږ له د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه راکړى وُو. هغوئ مونږ ته ووئيل چې مونږ د کوم مُلک قبضه کولو له روان يُو هغه مُلک د هغه خلقو د بد عملى په وجه ناپاک وو کوم چې په کښې اوسېدل او هغوئ دا د يو سر نه تر بله سر پورې د بې‌شرمۍ او حرام کارونو نه ډک کړے وو. ۱۲ هغوئ مونږ ته ووئيل چې مونږ دې هيڅکله د هغه خلقو سره ودونه ونۀ کړُو او نۀ د هغوئ سره د ښۀ کېدو او کاميابېدو دپاره مدد وکړُو دا د دې دپاره چې هغه څيزونه مونږ ته مِلاو شى چې په هغه مُلک کښې پېدا کيږى او چې دا مُلک به زمونږ اولاد ته په ميراث کښې مِلاو شى. ۱۳ خو اوس چې مونږ ته زمونږ د ګناه او بدۍ په وجه چې کومه سزا مِلاو شوه، مونږ ته دا پته ده زمونږ خُدايه پاکه، چې تا مونږ له د هغې نه کمه سزا راکړې ده چې د څومره مونږ حقدار وُو او زمونږ څۀ خلق دې ژوندى پرېښى دى، ۱۴ نو بيا مونږ ستا حُکمونه څنګه مات کړُو او هغه حرام کاره خلقو سره ودونه وکړُو؟ کۀ مونږ داسې وکړُو نو تۀ به دومره غصه شې چې تباه به مو کړې او يو کس به هم ژوندے پرې نۀ ږدې. ۱۵ مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، تۀ صادق يې، خو تا مونږ پرېښودو چې ژوندى پاتې شُو. مونږ په ګناه کښې ستا په وړاندې ولاړ يُو، خو د دې ګناه په وجه زمونږ يو کس هم دا حق نۀ لرى چې ستا حضور ته راشى.“