مخکینۍ څپرکۍ

غلاتیانو ته د پولوس رسول لیک

لومړی فصل

سلامونه

۱دا لیک د پولوس رسول له خوا چې هغه نه د انسان له خوا ټاکل شوی او نه د انسان له خوا رالېږل شوی بلکې د عیسی مسیح او پلار خدای له خوا چې عیسی یې له مړو نه راژوندی کړ، رسول ټاکل شوی دی. ۲ټول ایمانداران چې دلته زما سره دي د غلاتیې ټولو کلیساګانو ته سلامونه وایي. ۳زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې. ۴هغه عیسی چې خپل ژوند یې زمونږ د ګناهونو په خاطر قربان کړ، ترڅو د خدای یعنې زمونږ د اسماني پلار د ارادې سره سم مونږ د دې اوسنۍ بدکارې زمانې څخه خلاص کړي. ۵د خدای جلال دې تل ترتله وي. امین.

یوازې یو زېری دی بل نشته

۶زه په دې ډېر حیران یم چې تاسو دومره زر د هغه چا نه مخ اړوئ چې د مسیح په فضل یې رابللي یئ او بل زېری منئ. ۷حال دا چې بل زېری نشته. خو ځینې خلک شته چې غواړي ستاسو فکرونه ګډوډ او د مسیح زېری بدل کړي. ۸خو که مونږ یا حتی د اسمان یوه فرښته بې له هغه زېري څخه چې مونږ تاسو ته ووراوه، کوم بل زېری واوروي، نو لعنت دې ورباندې وي. ۹لکه څنګه چې مخکې مې درته وویل، اوس یې یوځل بیا درته وایم: هرڅوک چې بې له هغه زېري نه چې تاسو قبول کړی دی، د کوم بل زېري وعظ درته وکړي، نو لعنت دې وي ورباندې.

۱۰ایا زه اوس کوښښ کوم چې انسان راضي وساتم یا خدای؟ که چېرې زما مقصد د خلکو خوشحالول وي، نو د مسیح خدمتګار به نه یم.

د پولوس زېری د مسیح له خوا دی

۱۱زما خویندو او ورونو! زه غواړم تاسو په دې پوه شئ چې هغه زېری چې ما تاسو ته ووراوه، هغه د انسان له خوا جوړ شوی زېری نه دی. ۱۲هغه ما د چا له خوا تر‌لاسه کړی نه دی او نه چا راته زده کړی دی، بلکې خپله عیسی مسیح راته ښکاره کړی دی. ۱۳تاسو به زما د تېر ژوند په هکله چې کله ما د یهودي دین څخه پیروي کوله، اورېدلې وي چې څنګه په بې‌رحمۍ سره به مې د خدای کلیسا ځوروله او کوښښ به مې کاوه چې هغه له منځه یوسم. ۱۴زه په یهودیت کې د خپل قوم د خپلو ډېرو همزولو نه مخکې وم او د خپلو نیکونو په روایتونو باندې ټینګ ولاړ وم. ۱۵خو د خدای رضا په دې کې وه چې زه یې د زېږېدلو نه مخکې د مور په ګېډه کې غوره کړم او د خپل فضل په وسیله یې راوبللم، ۱۶چې خپل زوی ماته راښکاره کړي، ترڅو غیریهودیانو ته د هغه په هکله زېری ورسوم. په دې کار کې ما د هېڅ انسان سره مشوره نه ده کړې ۱۷او نه اورشلیم ته لاړم، ترڅو د هغو خلکو سره ووینم چې زما نه مخکې رسولان وو، بلکې عربستان ته لاړم او وروسته بېرته دمشق ته راستون شوم.

۱۸درې کاله وروسته اورشلیم ته لاړم، ترڅو د پطروس سره وپېژنم او پنځلس ورځې د هغه سره پاتې شوم. ۱۹خو ما پرته د عیسی مسیح د ورور یعقوب نه نور رسولان ونه لیدل. ۲۰زه چې تاسو ته څه لیکم هغه رښتیا دي. خدای پوهیږي چې زه دروغ نه وایم. ۲۱وروسته بیا د سوریې او قیلیقیې سیمو ته لاړم. ۲۲په یهودیې کې د مسیح د کلیساګانو غړو زه نه پېژندلم. ۲۳هغوی یوازې اورېدلي وو چې خلکو به ویل: «هغه چا چې مونږ به یې ځورولو، اوس د هماغه ایمان په هکله وعظ کوي چې یو وخت یې د هغه د له منځه وړلو کوښښ کاوه.» ۲۴او هغوی زما په خاطر د خدای ثنا وویله.

مخکینۍ څپرکۍ