چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ په هغه وخت کې د شنعار پاچا امرافل، د الاسار پاچا اریوک، د عیلام پاچا کدرلاعمر او د قوییم پاچا تدعال ۲ لاړل چې د نورو پنځو پاچاهانو یعنې د سدوم د پاچا بارع، د عمورې د پاچا برشاع، د ادمه د پاچا شنعاب، د زبوییم د پاچا شمیبر او د بالع د پاچا سره (بالع هماغه صوغر دی) جنګ وکړي. ۳ دغو پنځو پاچاهانو خپل ځواکونه د سدیم په دره کې چې اوس د مړې بحیرې په نوم یادیږي سره یوځای کړل. ۴ هغوی دولس کاله د کدرلاعمر تر لاس لاندې وو، خو په دیارلسم کال هغوی یاغي شول. ۵ په څوارلسم کال کدرلاعمر د هغو پاچاهانو سره چې د ده سره ملګري شوي وو، لاړ او رفاییانو ته یې په عشتروت قرنین، زوزیانو ته یې په هام او ایمیانو ته یې په شاوه قیریتایم کې ۶ او حوریانو ته یې د ادوم په غرنۍ سیمه کې تر ایل فاران پورې چې دښتې ته نژدې دی، ماتې ورکړه. ۷ بیا هغوی بېرته راوګرځېدل او عین مشفاط ته چې وروسته د قادش په نوم یاد شو، راغلل او د عمالیقیانو ټوله خاوره یې فتح کړه او اموریانو ته یې چې په حززون تامار کې اوسېدل، ماتې ورکړه.
۸ په هغه وخت کې د سدوم، عموره، ادمه، زبوییم او د بالع (صوغر) پاچاهان ووتل او د سدیم په دره کې یې خپلې جنګي لیکې جوړې کړې ۹ ترڅو د عیلام د پاچا کدرلاعمر، د قوییم د پاچا تدعال، د شنعار د پاچا امرافل او د الاسار د پاچا اریوک په وړاندې جنګ وکړي، یعنې څلور پاچاهان د پنځو په وړاندې. ۱۰ د سدیم په دره کې د قیر ډېرې کندې وې. کله چې د سدوم او عمورې پاچاهان د جګړې څخه وتښتېدل، هغوی په دې کندو کې وغورځېدل او پاتې پاچاهان غرونو ته وتښتېدل. ۱۱ نو څلورو پاچاهانو د سدوم او عمورې ټول شیان چې په هغو کې د هغوی خواړه هم شامل وو، واخیستل او لاړل. ۱۲ هغوی د ابرام وراره لوط هم د هغه د ټول مال او جایداد سره د ځان سره یووړ، ځکه چې هغه په سدوم کې اوسېده.
۱۳ یو کس چې د هغو څخه تښتېدلی ؤ، عبراني ابرام ته خبر ورکړ. په دې وخت کې ابرام هغو لویو ونو ته نژدې چې د اموري ممري پورې یې اړه درلودله اوسېده. ممری او د هغه ورونه اشکول او عانر ټول د ابرام سره ملګري وو. ۱۴ کله چې ابرام خبر شو چې د هغه وراره نیول شوی دی، نو هغه خپل درې سوه اتلس جنګي کسان راوغوښتل او تر دان پورې په هغو څلورو پاچاهانو پسې شول.
۱۵ د شپې ابرام خپل کسان سره ووېشل چې په دښمن باندې حمله وکړي او هغوی ته یې ماتې ورکړه او تر حوبې پورې چې د دمشق په شمال کې ده، ورپسې شول. ۱۶ ابرام هغه ټول سامان چې هغوی لوټ کړی ؤ او د ځان سره یې وړی ؤ، بېرته راوګرځاوه. همدارنګه هغه خپل وراره لوط د هغه د شتمنۍ سره او ښځې او نور بندیان د ځان سره بېرته راوستل.
۱۷ کله چې ابرام کدرلاعمر او د هغه سره ملګرو پاچاهانو ته ماتې ورکړه او بېرته راستون شو، د سدوم پاچا د شاوه د درې پورې (چې د پاچا د درې په نوم هم یادیږي) د هغه د لیدلو دپاره راغی. ۱۸ ملکصدق چې د سالیم پاچا او د خدای تعالی کاهن ؤ، د ابرام دپاره ډوډۍ او شراب راوړل. ۱۹ هغه ابرام ته برکت ورکړ او ویې ویل: «خدای تعالی چې د ځمکې او اسمانونو پیدا کوونکی دی، تاته برکت درکړي. ۲۰ د خدای تعالی ثنا دې وي چې ستا دښمنان یې تاته تسلیم کړل.» نو ابرام ملکصدق ته د هغو شیانو چې هغه بېرته اخیستي وو، لسمه برخه ورکړه. ۲۱ د سدوم پاچا ابرام ته وویل: «زما ټول خلک بېرته ماته راکړه او شیان دې خپل ځان ته وساته.» ۲۲ ابرام ځواب ورکړ: «زه د څښتن یعنې خدای تعالی په حضور کې چې د ځمکې او اسمانونو پیدا کوونکی دی، په کلکه قسم خورم ۲۳ چې زه به ستا د شیانو څخه هېڅ شی حتی یو تار یا د څپلۍ تسمه هم وانخلم، هسې نه چې بیا ووایې چې ابرام ما شتمن کړ. ۲۴ زه به د خپل ځان دپاره هېڅ شی وانخلم. یوازېنی شی چې زه به یې قبول کړم دا هغه څه دي چې زما خلکو خوړلي دي او د هغه چا برخه چې زما سره تللي وو یعنې د عانر، اشکول او ممري برخه هغوی ته ورکړه.»