چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ نو د حضرت ابرام ښځه سارای شنډه وه او هیڅ اولاد یې نه درلود. مګر هغې یوه مصرۍ وینځه درلودله چې هاجره نومېدله. ۲ نو هغې حضرت ابرام ته وویل: <څښتن زه د اولادونو د راوړلو څخه بنده کړې یم. لاړ شه او زما د وینځې سره یوځای شه، کېدای شي چې هغه زما دپاره اولاد وزېږوي.> حضرت ابرام د سارای خبره ومنله. ۳ نو د حضرت ابرام ښځې سارای خپله وینځه هاجره خپل مېړه ته ورکړه چې د هغه ښځه شي. (دا کار هغه وخت وشو چې د کنعان په خاوره کې د حضرت ابرام د اوسېدلو لس کاله شوي ؤ.) ۴ حضرت ابرام د هاجرې سره یوځای شو او هغه امیدواره شوه او کله چې هاجره پوه شوه چې امیدواره ده، نو مغروره شوه او سارای ته یې په سپک نظر کتل.
۵ نو سارای حضرت ابرام ته وویل: <دا ستا ګناه ده چې دغه وینځه ما سپکوي. ما په خپله هغه تاته درکړه او له هغه وخت څخه چې هغه پوه شوه چې امیدواره شوه، نو زه د هغې په نظر کې سپکه ښکاره شوم. څښتن دې زما او ستا ترمنځ انصاف وکړي.>
۶ حضرت ابرام ځواب ورکړ: <ډېر ښه ستا وینځه ستا په لاس کې ده، نو څه چې غواړې د هغې سره یې وکړه.> نو سارای هاجره دومره وځوروله چې د هغې څخه وتښتېدله.
۷ د څښتن فرښتې د هاجرې سره په دښته کې د اوبو چینې یعنې هغې چینې ته نژدې چې د شور په لاره کې وه ملاقات وکړ. ۸ فرښتې وفرمایل: <ای هاجرې د سارای وینځې! له کومه ځایه راغلې یې او چېرته روانه یې؟>
هغې ځواب ورکړ: <زه د خپلې بادارې سارای څخه تښتېدلې یم.>
۹ د څښتن فرښتې هغې ته وفرمایل: <بېرته خپلې بادارې ته ورشه او د هغې غلامي کوه.> ۱۰ د څښتن فرښتې زیاته کړه: <زه به ستا اولاده دومره زیاته کړم چې هیڅوک یې ونه شمېرلی شي.> ۱۱ د څښتن فرښتې هغې ته وفرمایل: <ستا به زوی پیدا شي او په هغه باندې به اسماعیل نوم کېږدې، ځکه چې څښتن ستا د غم فریاد اورېدلی دی. ۱۲ ستا زوی به په خپل سر وي. هغه به د ټولو خلکو په ضد وي او ټول خلک به د هغه په ضد وي او د ټولو خپلو خپلوانو څخه به جدا اوسیږي.>
۱۳ هاجرې له خپل ځان څخه پوښتنه وکړه: <آیا په رښتیا مې خدای پاک ولیده او زه تر اوسه پورې ژوندۍ یم؟> نو هغې د څښتن نوم چې خبرې یې ورسره کړې وې هغه خدای پاک چې ما ویني وباله. ۱۴ په دې خاطر خلکو هغه کوهی د هغه ژوندي ذات کوهی چې ما ویني په نوم یاد کړ او هغه تر اوسه پورې د قادش او بارد په منځ کې دی.
۱۵ د هاجرې څخه د حضرت ابرام زوی پیدا شو او حضرت ابرام په هغه باندې اسماعیل نوم کېښود. ۱۶ حضرت ابرام د شپږ اتیاو کالو په عمر ؤ چې د هاجرې څخه هغه ته زوی پیدا شو.