۰:۰۰ / ۰:۰۰

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

شپاړسم باب

حضرت اِسمٰعيل او بى‌بى هاجِره

۱ د ابرام د ښځې سارۍ تر اوسه پورې بچى نۀ وُو شوى. خو د هغې يوه مِصرۍ وينځه وه چې نوم يې هاجِره وه، ۲ نو هغې ابرام ته ووئيل، ”مالِک خُدائ ما له اولاد نۀ دے راکړے. تۀ ولې زما د وينځې سره شپه نۀ تېروې؟ کېدے شى چې زۀ د هغې نه آباده شم.“ نو ابرام د سارۍ خبره ومنله. ۳ نو هغې خپله وينځه هاجِره ورکړه چې ښځه يې شى. (د ابرام په کنعان کښې د لس کاله اوسېدو نه پس داسې وشول.) ۴ ابرام د هاجِرې سره کوروالے وکړو، نو هغه اُميدواره شوه. چې کله هغې ته پته ولګېده چې اُميدواره شوه، نو خپلې بى‌بى ته به يې سپک کتل. ۵ نو سارۍ ابرام ته ووئيل، ”دا بد ستا په وجه وشول. ما خپله وينځه په خپله ستا په غېږ کښې کښېنوله او چې د کوم وخت نه هغې ته پته لګېدلې ده چې اُميدواره ده، نو هغه ما ته سپک ګورى. مالِک خُدائ دې اِنصاف وکړى چې په ما او په تا کښې څوک په حقه دى.“ ۶ خو ابرام جواب ورکړو، ”ډېر ښۀ، هغه ستا وينځه ده او ستا په اختيار کښې ده، چې څۀ دې خوښه وى نو ورسره يې وکړه.“ نو سارۍ د هاجِرې سره دومره ظلم وکړو چې هغه ترېنه وتښتېده. ۷ د مالِک خُدائ فرښتې په صحرا کښې د شور په لاره هاجِره په چينه وموندله ۸ او فرښتې وفرمائيل، ”هاجِرې، د سارۍ وينځې، تۀ د کوم ځائ نه راغلې يې او چرته ځې؟“ هغې جواب ورکړو، ”زۀ د خپلې نېکې نه تښتم.“ ۹ د مالِک خُدائ فرښتې هغې ته وفرمائيل، ”خپلې بى‌بى له واپس لاړه شه او د هغې د اختيار لاندې ژوند تېروه.“ ۱۰ بيا فرښتې هغې ته دا هم وفرمائيل، ”زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکړم چې هيڅ څوک به يې نۀ شى شمېرلے. ۱۱ تۀ اوس اُميدواره يې او زوئ به دې وشى او د هغۀ نوم به اِسمٰعيل کېږدې ځکه چې مالِک خُدائ په تکليف کښې ستا آواز اورېدلے دے. ۱۲ خو ستا زوئ به د يو ځنګلى په شان عُمر تېروى، هغه به د هر چا دشمن وى او هر يو به د هغۀ خِلاف وى. هغه به د خپلوانو نه بېل ژوند تېروى.“ ۱۳ هاجِرې د ځان نه تپوس وکړو، ”ما خو خُدائ پاک ليدلے دے او بيا هم لا ژوندۍ پاتې يم؟“ نو هغې مالِک خُدائ ته يو نوم ورکړو چا چې د هغې سره يې خبرې کړې وې، يعنې، ”هغه خُدائ پاک چې ګورى.“ ۱۴ دا ځکه د قادِس او بيرد په مينځ کښې کوهى ته خلق وائى چې، ”بير‌لحى‌روۍ“ يعنې، د هغه ژوندى خُدائ پاک کوهے دے چې ما ګورى. ۱۵ د هاجِرې نه د ابرام زوئ وشو او اِسمٰعيل نوم يې پرې کېښودو. ۱۶ ابرام په هغه وخت کښې د شپږ اتياو کالو وو.