چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ څښتن ابراهیم ته د ممري لویو ونو ته نژدې ښکاره شو. په هغه وخت کې هغه د ورځې په ګرمۍ کې د خېمې د دروازې په خوله کې ناست ؤ. ۲ ابراهیم پورته وکتل او ویې لیدل چې هلته درې کسان ولاړ دي او چې څنګه یې هغوی ولیدل، هغه په منډه د خېمې د دروازې څخه د هغوی د لیدلو دپاره ورغی او د درناوي په خاطر ورته په ځمکه باندې پړمخې پرېوت. ۳ هغه وویل: «ای بادارانو! مهرباني وکړئ ودرېږئ او زما د کور څخه مه تېرېږئ. زه حاضر یم چې ستاسو خدمت وکړم. ۴ که اجازه وي، تاسو ته به لږې اوبه راوړم چې خپلې پښې ووینځئ. تاسو کولای شئ چې د دې ونې لاندې ارام وکړئ. ۵ زه به یو څه خواړه هم راوړم. هغه به تاسو ته قوت درکړي چې خپل سفر ته دوام ورکړئ. تاسو زما کور ته په راتللو سره ماته عزت راکړ. نو اجازه راکړئ چې خدمت مو وکړم.» هغوی ځواب ورکړ: «ډېر ښه، لکه څنګه چې وایې همداسې وکړه.»
۶ ابراهیم په ډېرې چټکۍ سره خېمې ته ننوت او ساره ته یې وویل: «زر شه او د خپلو ښو اوړو څخه درې پیمانې راواخله او ډوډۍ ورڅخه پخې کړه.» ۷ بیا ابراهیم په منډه د پادې خواته ورغی او یو ښه ځوان او چاغ خوسی یې ونیوه او خپل نوکر ته یې ورکړ چې هغه ډېر زر پوخ کړي. ۸ بیا هغه یو څه مستې، شیدې او هغه خوسی چې پوخ کړی یې ؤ، راوړ او د هغوی په مخکې یې کېښودل. کله چې هغوی ډوډۍ خوړله، ابراهیم د هغوی ترڅنګه د یوې ونې لاندې ولاړ ؤ.
۹ نو هغوی د ابراهیم څخه پوښتنه وکړه: «ستا ښځه ساره چېرته ده؟» هغه ځواب ورکړ: «هغه په خېمه کې ده.» ۱۰ د هغو درېو کسانو څخه یو څښتن ؤ، هغه وویل: «زه به په راتلونکي کال کې په همدې وخت بېرته راشم او ستا د ښځې ساره به زوی پیدا شي.» ساره د خېمې په دروازه کې د هغه ترشا ولاړه وه او د هغوی خبرو ته یې غوږ نیولی ؤ. ۱۱ ابراهیم او ساره ډېر زاړه وو او ساره د اولاد د راوړلو نه وه. ۱۲ نو ساره د خپل ځان سره وخندل او ویې ویل: «اوس زه زړه یم او د کاره لوېدلې یم، ایا دا کېدای شي چې په ما باندې دا خوشحالي راشي؟ بله دا چې زما مېړه هم زوړ دی.» ۱۳ بیا څښتن د ابراهیم څخه پوښتنه وکړه: «ساره ولې وخندل او ویې ویل چې اوس خو زه زړه شوې یم، ایا دا کېدای شي چې زه اوس ماشوم وزېږوم؟ ۱۴ ایا داسې کوم کار شته چې د څښتن دپاره ګران وي؟ لکه څنګه چې مې وویل، زه به په راتلونکي کال کې په همدې وخت بېرته راشم او ساره به زوی ولري.»
۱۵ ساره ډېره ووېرېدله، نو منکره شوه او ویې ویل: «ما نه دي خندلي.» خو هغه ورته وویل: «هو، تا وخندل.»
۱۶ بیا هغه خلک پاڅېدل چې لاړ شي. هغوی ښکته د سدوم خواته وکتل او ابراهیم ورسره لاړ چې هغوی رخصت کړي. ۱۷ بیا څښتن د خپل ځان سره وویل: «څه چې زه غواړم ویې کړم هغه به د ابراهیم څخه پټ نه کړم. ۱۸ په یقین سره به د ابراهیم څخه لوی او زورور قوم جوړ شي او د ځمکې ټول قومونه به د هغه په وسیله برکت ومومي. ۱۹ ځکه چې ما هغه غوره کړی دی چې هغه به خپلو ماشومانو او خپلې کورنۍ ته داسې لارښوونه وکړي، ترڅو د هغه څخه وروسته زما اطاعت وکړي او هغه څه وکړي چې سم او عادلانه وي، ترڅو هغه وعده چې ما د ابراهیم سره کړې ده، سرته ورسوم.»
۲۰ بیا څښتن ابراهیم ته وویل: «د سدوم او عمورې په ضد زیات تورونه موجود دي او د هغوی ګناهونه ډېر زیات شوي دي. ۲۱ اوس به زه لاندې راښکته شم چې دا معلومه کړم چې ایا د هغو تورونو په اړه چې ما اورېدلي دي، هغه رښتیا دي یا نه.»
۲۲ هغه دوه کسان روان شول او د سدوم خوا ته لاړل، خو څښتن د ابراهیم سره پاتې شو. ۲۳ ابراهیم څښتن ته ورنژدې شو او ویې ویل: «ایا نېک خلک به د بدکارانو سره یوځای له منځه وړې؟ ۲۴ که چېرې په دې ښار کې پنځوس تنه نېک خلک وي ایا هغه ښار به په رښتیا له منځه یوسې او هغه ځای به د هغو پنځوسو نېکو خلکو په خاطر پرېنږدې؟ ۲۵ زه یقین لرم چې ته به نېک خلک د بدکارانو سره یوځای نه وژنې. دا نه شي کېدای! ته داسې نه شې کولای، که تا داسې وکړل، نو نېکو خلکو ته به د بدکارانو سره یوځای سزا ورکړای شي. دا نه شي کېدای. د ټولې دنیا قاضي به خامخا انصاف کوي.»
۲۶ څښتن ځواب ورکړ: «که چېرې زه په سدوم کې پنځوس تنه نېک خلک پیدا کړم، نو زه به د هغوی په خاطر ټول ښار معاف کړم.» ۲۷ ابراهیم یوځل بیا وویل: «څښتنه، ما وبخښه چې ستا سره په جرات سره خبرې کوم. زه یوازې یو عادي انسان یم او حق نه لرم چې څه ووایم. ۲۸ خو که چېرې هلته د پنځوسو تنو په ځای یوازې پنځه څلوېښت تنه نېک خلک وي، ایا ټول ښار به د هغو پنځو تنو په خاطر چې کم دي، له منځه یوسې؟» څښتن ځواب ورکړ: «که چېرې هلته پنځه څلوېښت تنه نېک خلک پیدا کړم، نو زه به ښار له منځه نه وړم.» ۲۹ ابراهیم بیا خبرې وکړې: «کېدای شي چې هلته یوازې څلوېښت تنه وي.» هغه ځواب ورکړ: «زه به د هغو څلوېښتو تنو په خاطر هغه ښار وران نه کړم.» ۳۰ ابراهیم وویل: «څښتنه، په ما باندې په قهر نه شې، اجازه راکړه چې خبرې وکړم. که چېرې هلته یوازې دېرش تنه وي؟» هغه وویل: «که چېرې هلته دېرش تنه پیدا کړم، زه به هغه ځای له منځه نه وړم.» ۳۱ ابراهیم وویل: «څښتنه، ما وبخښه چې په جرات سره ستا سره خبرې کوم. که یوازې شل تنه هلته پیدا شي؟» هغه وویل: «که چېرې شل تنه پیدا کړم، زه به ښار وران نه کړم.» ۳۲ ابراهیم وویل: «څښتنه، په ما باندې په قهر نه شې، زه به یوازې یو وار بیا خبرې وکړم. کېدای شي چې لس تنه هلته پیدا شي؟» هغه وویل: «که لس تنه هلته پیدا شي، نو زه به ښار وران نه کړم.»
۳۳ له هغې وروسته چې څښتن د ابراهیم سره خبرې خلاصې کړې، هغه لاړ او ابراهیم خپل کور ته ستون شو.