۰:۰۰ / ۰:۰۰

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

اووۀ دېرشم باب

حضرت يوسف او د هغۀ وروڼه

۱ يعقوب د کنعان په مُلک کښې اوسېدو، چرته چې د هغۀ پلار د مسافر په توګه اوسېدلے وو، ۲ او دا د يعقوب د خاندان قيصه ده. د اوولسو کالو ځوان زلمى، يوسف، د وروڼو سره ګډې او چېلۍ څرولې، چې هغوئ د هغۀ د پلار د نورو ښځو، زِلفه او بِلهاه زامن وُو. هغۀ خپل پلار د هغه غلطو کارونو نه خبر کړو کوم چې د هغۀ وروڼو کول. ۳ يعقوب د يوسف سره د نورو ټولو زامنو نه زياته مينه کوله، ځکه چې هغه د هغۀ د سپين سر زوئ وو. يعقوب د هغۀ دپاره د اوږدو لستُوڼو والا يوه ښُکلې چُوغه جوړه کړه. ۴ چې کله د هغۀ وروڼو دا وليدل چې د هغوئ پلار د يوسف سره د هغوئ نه زياته مينه کوى، نو په هغوئ باندې هغه دومره بد لګېدو چې هغوئ به د هغۀ سره په سمه خولۀ خبرې هم نۀ کولې. ۵ يو ځل يوسف خوب وليدو نو چې هغۀ خپل وروڼه د دې نه خبر کړل، نو د هغوئ کينه د يوسف سره نوره هم زياته شوه. ۶ هغۀ ووئيل، ”ما چې کوم خوب ليدلے دے هغه واورئ. ۷ مونږ ټولو په پټى کښې د غنمو ګېډۍ تړلې، ناڅاپه زما ګېډۍ پاڅېدله او نېغه ودرېدله. ستاسو ګېډۍ زما د ګېډۍ نه ګېرچاپېره تاو شوې او هغې ته ټيټې شوې.“ ۸ د هغۀ وروڼو ترې تپوس وکړو، ”ستا څۀ خيال دے تۀ به بادشاه جوړېږې او په مونږ به بادشاهى کوې څۀ؟“ نو د يوسف د خوبونو او چې هغۀ د وروڼو په حقله څۀ فرمائيلى وُو په دې وجه، د هغوئ ورسره کينه نوره هم زياته شوه. ۹ بيا يوسف يو بل خوب وليدو او خپلو وروڼو ته يې ووئيل، ”ما يو بل خوب ليدلے دے، چې په هغې کښې ما نمر او سپوږمۍ وليدل او يوولس ستورى هم چې ما ته ټيټېدل.“ ۱۰ هغۀ دا خوب خپل پلار ته هم ووئيلو او پلار هغه ورټلو، ”دا څنګه خوب دے چې تا ليدلے دے؟ ستا خيال دا دے چې ستا مور، ستا وروڼه او زۀ، مونږ به راځو او تا ته به په زمکه پرېوځُو؟“ ۱۱ يوسف په وروڼو بد لګېدو، خو د هغۀ پلار د هغۀ دا ټولې خبرې په خپل زړۀ کښې يادې ساتلې.

د حضرت يوسف خرڅېدل او مِصر ته بوتلل

۱۲ يوه ورځ چې کله د يوسف وروڼه د خپل پلار رَمې څرولو له شِکم ته تلى وُو، ۱۳ يعقوب يوسف ته ووئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ شِکم ته لاړ شې، چرته چې ستا وروڼه رمه څروى.“ يوسف ورته ووئيل، ”زۀ تيار يم.“ ۱۴ د هغۀ پلار ووئيل، ”لاړ شه او وګوره کۀ رمه او ستا وروڼه په خېر وى، بيا واپس راشه او ما خبر کړه.“ نو د هغۀ پلار هغه د حبرون مېدان نه ولېږلو او يوسف شِکم ته ورسېدو ۱۵ او هلته د څرن په ځائ کښې اخوا دېخوا ګرځېدو چې کله يو سړى هغه وليدو نو تپوس يې ترې وکړو، ”تۀ څۀ پسې ګرځې؟“ ۱۶ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ خپلو وروڼو پسې ګرځم، ما ته ووايه چې هغوئ خپله رمه چرته څروى.“ ۱۷ هغه سړى ورته ووئيل، ”هغوئ خو تلى دى. د هغوئ نه ما واورېدل چې دوئ دوتين ته ځى.“ نو يوسف په خپلو وروڼو پسې لاړو او هغوئ يې په دوتين کښې وموندل. ۱۸ هغوئ هغه د لرې نه وليدو او د هغۀ د رسېدو نه مخکښې يې د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او د هغۀ د وژلو فېصله يې وکړه. ۱۹ هغوئ يو بل ته ووئيل، ”ګورئ، د خوبونو اُستاذ راروان دے. ۲۰ نو اوس راځئ، چې وې وژنو او په يو اوچ کوهى کښې يې وغورزوو. مونږ به وايو چې هغه يو ځنګلى ځناور خوړلے دے. بيا به مونږ وګورو چې د هغۀ د خوبونو څۀ نتيجه راوځى.“ ۲۱ روبين د هغوئ خبرې واورېدې او د هغۀ د بچ کولو کوشش يې وکړو. هغۀ ووئيل، ”يوسف به نۀ مړ کوُو.“ ۲۲ هغۀ ووئيل، ”هغه په دې صحرا کښې دې کوهى ته وغورزوئ، خو د هغۀ وينه مۀ تويَوئ.“ هغۀ دا خبره د دې دپاره وکړه، چې د دوئ نه يې بچ کړى او هغه واپس خپل پلار له ولېږى. ۲۳ کله چې يوسف خپلو وروڼو له راغلو، هغوئ د هغۀ نه د اوږدو لستُوڼو والا ښُکلې چُوغه وويستله. ۲۴ بيا هغوئ هغه اوچت کړو او هغه اوچ کوهى ته يې وغورزولو. ۲۵ چې کله دوئ روټۍ ته ناست وُو، نو هغوئ د اِسمٰعيليانو يو کاروان وليدو چې هغوئ د جِلعاد نه مِصر ته په سفر روان وُو. د هغوئ په اوښانو خوشبودارې مصالحې او عطر بار وُو. ۲۶ يهوداه خپلو وروڼو ته ووئيل، ”زمونږ د ورور وژل او د هغۀ مرګ پټول به مونږ له څۀ فائده راکړى؟ ۲۷ راځئ چې هغه په دې اِسمٰعيليانو خرڅ کړُو. مونږ به هغۀ ته څۀ ضرر نۀ رسوُو، آخر بيا هم، هغه زمونږ ورور دے او زمونږ خپله وينه ده.“ د هغۀ وروڼه په دې راضى شول، ۲۸ او چې کله څۀ سوداګر هلته تېرېدل، د هغۀ وروڼو يوسف د کوهى نه بهر راوويستلو او هغه يې د سپينو زرو په شلو سيکو په اِسمٰعيليانو باندې خرڅ کړو، نو هغوئ مِصر ته بوتلو. ۲۹ چې کله روبين واپس کوهى ته راغلو او وې ليدل چې يوسف هلته نۀ وو، نو هغۀ د خفګان په وجه خپلې جامې وشلولې. ۳۰ هغه واپس وروڼو ته راغلو او ورته يې ووئيل، ”هلک خو هلته نشته. زۀ څۀ وکړم؟“ ۳۱ بيا هغوئ يو چېلے حلال کړو او د يوسف چُوغه يې په وينه کښې ډُوبه کړه. ۳۲ هغوئ هغه چُوغه خپل پلار له يوړه او وې وئيل، ”مونږ دا وموندله. دا وګوره چې دا ستا د زوئ ده او کۀ نۀ ده؟“ ۳۳ هغۀ دا وپېژندله او وې فرمائيل، ”آو، دا چُوغه هم زما د زوئ ده. څۀ ځنګلى ځناورو هغه خوړلے دے. زما زوئ يوسف به په رښتيا سره ټوټې ټوټې شوے وى.“ ۳۴ يعقوب د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او د ټاټ جامې يې واغوستلې. د زوئ په غم کښې هغه ډېرې ورځې غمژن وو. ۳۵ ټول زامن او لوڼه تسلۍ ورکولو له ورله راغلل، خو په هغۀ دې تسلۍ اثر ونۀ کړو او وې فرمائيل، ”زۀ به د خپل زوئ په غم کښې تر مرګه پورې ژاړم.“ نو هغه د خپل زوئ يوسف په غم کښې غمژن وو. ۳۶ په دې دوران کښې، سوداګرو يوسف په مِصر کښې، د فِرعون په يو آفسر، فوطيفار باندې خرڅ کړو، چې هغه د محل د فوجيانو مشر وو.