۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

دَ عبرانيانو په نُوم خط

ديارلسم باب

دَ خُدائے دَ خوشحالولو خدمت

۱دَ وروڼو په شان دَ يو بل سره مينه کوئ. ۲دَ ميلمستيا کولو نه غافله کيږئ مۀ، ځکه چه دَ دے په وجه ځنو خلقو دَ فرښتو ميلمستيا هم کړے ده خو پوهه شوى نۀ دى. ۳قيديان هم داسے يادوئ لکه چه تاسو ورسره په قيد کښے يئ، اَؤ چه دَ چا سره بد سلُوکى کيږى، هغوئ هم ياد لرئ ځکه چه تاسو هم وجُود لرئ. اَؤ تاسو سره هم داسے بد سلُوکى کيدے شى.

۴وادۀ دِ په تاسو ټولو کښے دَ عزت خبره وګڼلے شى، ښځه اَؤ خاوند دِ دَ يو بل سره وفادار پاتے شى ځکه چه خُدائے به په خپله دَ حرامکارو زِناکارو عدالت کوى.

۵دَ زرو دَ مينے نه ځان ساتئ اَؤ څۀ چه درسره دى په هغے صبر کوئ، ځکه چه خُدائے په خپله فرمائيلى دى چه : 

”زَۀ به هيڅ کله هم ستاسو نه بے پرواه کيږم نه،

اَؤ تاسو به هيڅ کله پرے نۀ ږدم.“

۶نو ځکه مُونږ ډير په زړه ورتيا سره دا وايُو چه : 

”مالِک زما مددګار دے، زَۀ به ويره نۀ کوم،

اِنسان به مے څۀ وکړى؟“

۷څوک چه ستاسو مشران وُو اَؤ چا چه تاسو ته دَ خُدائے کلام واؤروو، هغوئ ياد ساتئ اَؤ دَ هغوئ دَ ژوند په اَنجام غور وکړئ اؤ داسے ايمان ولرئ لکه چه هغوئ لرلو. ۸عيسىٰ مسيح پرُون، نن اَؤ تل تر تله په يو شان دے. ۹دَ مُخلتف اَؤ عجيبه تعليم نه بے لارے کيږئ مه، ځکه چه دا ښۀ ده چه زړۀ په فضل مظبُوط شى، نۀ چه په هغه خوراکُونو دَ کُومو اِستعمالوُونکو چه هيڅ فائده نۀ وه مُوندلے.

۱۰زمُونږ قُربانګاه يو داسے ځائے دے دَ کُوم نه چه دَ خيمے کاهنانو له دَ خوراک هيڅ اِختيار نِشته. ۱۱ځکه چه دَ کُومو ځناورو وينه چه مشر کاهن پاکترين مقام ته دَ ګُناه دَ کِفارے دَ پاره وړى، دَ هغوئ وجُودُونه دَ خيمه ګاه نه بهر سوزولے کيږى. ۱۲ځکه خو عيسىٰ هم دَ خپلے وينے په وجه دَ اُمت دَ پاکولو دَ پاره دَ ښار دَ دروازے نه بهر تکليف وزغملو. ۱۳نو راځئ چه دَ هغۀ په سپکاوى کښے شريک شُو اَؤ خيمه ګاه نه بهر هغۀ له لاړ شُو. ۱۴ځکه چه دلته زمُونږ يو ښار هم قائم پاتے کيدُونکے نِشته بلکه مُونږ دَ راتلُونکى ښار په لټُون يُو. ۱۵اَؤ مُونږ دِ دَ مسيح په وسيله هميشه دَ خُدائے په ثنا کولو دَ شکر ګذارئ قُربانى پيش کړُو، ځکه کله چه مُونږ په خپلے ژبے سره دَ هغۀ دَ نُوم اِقرار کوُو نو دا دَ خُدائے دَ پاره يوه نذرانه ده. ۱۶نيکى اَؤ سخاوت مه هيروئ ځکه چه خُدائے په داسے قُربانو خوشحاليږى.

۱۷دَ خپلو مشرانو خبره منئ اَؤ دَ حُکم تابعدارى ئے کوئ ځکه چه هغوئ ستاسو دَ رُوحُونو دَ فائدے دَ خاطره دَ هغوئ په شان بيدار اوسى چا ته چه به حساب ورکول وى، دَ پاره دَ دے چه هغوئ په خوشحالئ دا کار وکړى نۀ چه په خفګان، ځکه چه په داسے حال کښے به ستاسو دَ پاره هيڅ فائده نۀ وى.

۱۸زمُونږ دَ پاره دُعا کوئ ځکه چه زمُونږ يقين دے چه زمُونږ ضمير پاک دے اَؤ مُونږ په هر څۀ کښے په نيکئ ژوند تيرول غواړُو. ۱۹زَۀ دا نصيحت تاسو ته ځکه کوم چه تاسو دُعا وکړئ چه زَۀ تاسو ته زر بيا درشم.

برکت اَؤ آخرى سلام

۲۰مالِک عيسىٰ چه دَ ګډو لوئے شپُونکے دے چه هغۀ دَ خپلے وينے په وسيله دَ تل وعده تړلے ده، هم هغه خُدائے چه دَ سلامتئ سرچينه دے، له مړو نه بيا ژوندے پورته کړو. ۲۱اوس هم هغه خُدائے تاسو په هره خبره کښے تيار کړه چه دَ هغۀ مرضى پُوره کړئ، اَؤ هر څۀ چه هغه خوښوى دَ عيسىٰ مسيح په وسيله هم هغه په مُونږ کښے پيدا کړى. دَ هغۀ حمد و ثنا دِ تل تر تله وى. آمين.

۲۲اَئے ورُوڼو! زَۀ تاسو ته زارى کوم چه دَ دے کلام دَ نصيحت زغم ولرئ ځکه چه ما تاسو ته په لنډو وليکل. ۲۳زَۀ تاسو ته وايم چه زمُونږ ورور تيموتيوس آزاد شو. که هغه زر راغے نو زَۀ به دَ هغۀ سره تاسو ته مُلاقات له درشم.

۲۴خپلو ټولو مشرانو اَؤ ټولو پاکانو ته سلام ووايئ. دَ اِټلى اِيمانداران وروڼه درته سلام کوى.

۲۵اَؤ په تاسو ټولو دِ فضل وى، آمين.

بل څپرکۍ