د عبرانيانو په نوم خط

دوېم باب

لوئ خلاصون

۱په دې وجه مونږ له په کار دى چې په هغه څۀ ډېر غور وکړُو څۀ چې مونږ واورېدل، نو هسې نه چې مونږ د دې نه لرې لاړ شُو او ونۀ ښوئيږو. ۲ځکه کوم کلام چې د فرښتو په وسيله ورکړے شوے وو هغه قائم پاتې شو او هرې خطا او نافرمانۍ ته ټيک سزا مِلاو شوه، ۳نو مونږ څنګه د سزا نه بچ کېدے شُو کۀ مونږ د دې لوئ خلاصون نه بې‌پرواه شُو، د کوم چې اول مالِک اعلان وکړو او بيا هغه خلقو وکړو چا چې هغه واورېدلو؟ ۴خُدائ پاک هم د خپلو نښو، عجيبه کارونو او قِسما قِسم معجزو په کولو او د خپلې مرضۍ په مطابق د روحُ القُدس د نعمتونو په ويشلو د هغې تصديق وکړو.

د خلاصون بانى

۵نو خُدائ پاک هغه راتلونکې دُنيا چې مونږ يې بيان کوُو د فرښتو تابع نۀ کړه. ۶بلکې په صحيفو کښې يو ځائ وئيل شوى دى چې، ”انسان څۀ وى چې تۀ پرې نظر ساتې، نو بنيادم څۀ وى چې تۀ يې خيال ساتې؟ ۷تا هغه د فرښتو نه لږ کم کړے دے او ورته دې د جلال او عزت تاج ورپه سر کړے دے. ۸او تا په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے او هر څۀ دې د هغۀ د پښو لاندې کړى دى.“ نو چې خُدائ پاک ټول څيزونه د هغوئ تابع کړل نو هغۀ هيڅ څيز داسې پرې نۀ ښودلو چې هغه يې د هغۀ تابع کړے نۀ وى، خو مونږ تر اوسه ټول څيزونه د هغۀ تابع نۀ وينو. ۹خو مونږ عيسىٰ ګورو، څوک چې د لږ وخت دپاره د فرښتو نه کم کړے شو، خو اوس د مرګ د تکليف تېرولو په وسيله هغۀ ته د جلال او عزت تاج په سر شو، او داسې د خُدائ پاک په فضل هغۀ د ټولو دپاره مرګ وزغملو. ۱۰نو خُدائ پاک دا ټول څيزونه د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى او د هغۀ په وسيله پېدا شوى دى، نو هغۀ دا مناسب وګڼل چې ډېر زامن په جلال کښې داخل کړى، نو چې د تکليفونو په وسيله د خلاصون بانى کامِل کړى. ۱۱ځکه هغه څوک چې پاکوونکے دے او هغوئ څوک چې پاکيږى د ټولو پلار يو دے، نو په هم دې وجه عيسىٰ هغوئ ته په ورور او خور وئيلو نۀ شرميږى. ۱۲نو هغه فرمائى چې، ”زۀ به خپلو خلقو ته ستا د نوم لوئى بيان کړم، ستا ثناء صِفت به زۀ د جماعت په مينځ کښې وکړم.“ ۱۳او بيا دا چې، ”زۀ به په هغۀ باور وکړم.“ او، ”ګوره، زۀ د هغه بچو سره دلته موجود يم چې خُدائ پاک ما ته راکړى دى.“ ۱۴بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى ۱۵او هغوئ آزاد کړى څوک چې ټول عُمر د مرګ د يرې په غلامۍ کښې ګرفتار وُو. ۱۶ځکه چې په حقيقت کښې هغه د فرښتو دپاره نه، بلکې د اِبراهيم د نسل مدد دپاره راغلو. ۱۷هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى. ۱۸ځکه چې هغه په خپله په تکليفونو کښې وآزمائيلے شو نو هغه د دې قابل دے چې د هغوئ مدد وکړى څوک چې آزمائيلے کيږى.