۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ عبرانيانو په نُوم خط

اَتم باب

دَ نوے اَؤ بهترے وعدے مشر کاهن

۱اوس چه کُومے خبرے مُونږ کوُو په هغوئ کښے دَ ټولو نه لويه خبره دا ده چه زمُونږ يو داسے مشر کاهن دے څوک چه په آسمانُونو کښے دَ قادرِ مُطلق خُدائے دَ تخت ښى لاس ته کښناستو. ۲اَؤ دَ قُربانګاه اَؤ دَ هغه حقيقى خيمے خادم دے چه رب ودرولے ده، نۀ چه اِنسان.

۳اَؤ چه هر مشر کاهن دَ نذارانو اَؤ قُربانو ورکولو دَ پاره مقرريږى دَ دے دَ پاره ضرورى شوه چه دَ دَۀ سره هم دَ نذرانے دَ پاره څۀ وى. ۴اَؤ که هغه په مزکه وَئے نو هيڅ کله به کاهن نۀ وو ځکه چه نور کاهنان شته چه دَ شريعت په مُطابق نذرانے پيش کوى. ۵نو بيا هم هغه خدمت چه هغوئ په مزکه کوى، هغه دَ هغۀ دَ آسمانى خدمت نقل اَؤ عکس دے. هر کله چه مُوسىٰ خيمه جوړوله نو هغۀ ته دا هدايت وشو چه :  ”ګوره! کُومه نمُونه چه تا ته په غرۀ ښوولے شوى وه دَ هغے په شان ټول څيزُونه جوړوه.“ ۶خو عيسىٰ دَ هغوئ نه دومره غوره خدمت ومُوندلو څومره چه هغه وعده ده چه دَ چا هغه مينځګړے دے، اَؤ هغه وعده ځکه غوره ده چه هغه په غوره لوظُونو قائم کړے شوے دے.

۷ځکه چه که اول وعده بے نُقصه وے نو دَ بلے دَ پاره به موقعه لټولے نۀ شوه. ۸نو بيا خُدائے دَ هغوئ نُقص په ګوته کوى اَؤ وائى چه : 

”مالِک فرمائى چه ګوره، هغه ورځے راځى چه زَۀ به دَ اِسرائيل دَ کورنئ اَؤ دَ يهُوداه دَ کورنئ سره يوه نوے وعده کوم. ۹دا به دَ هغه وعدے په شان نه وى کُومه چه ما دَ هغوئ دَ پلارُونو نيکُونو سره هغه ورځ کړے وه کله چه مے په لاس نيولى، دَ مصر له مُلک نه راويستل، ځکه چه هغوئ زما په وعده ټينګ پاتے نۀ شول. اَؤ مالِک فرمائى چه ما دَ هغوئ پلو څۀ خيال ونۀ کړو. ۱۰بيا مالِک فرمائى چه کُومه وعده چه به دَ اِسرائيل دَ کورنئ سره دَ هغه ورځو نه پس کوم، هغه دا ده چه زَۀ به خپل حُکمُونه دَ هغوئ په ذهن کښے واچوم اَؤ دَ هغوئ په زړُونو به ئے وليکم، اَؤ زَۀ به دَ هغوئ خُدائے يم اَؤ هغوئ به زما اُمت وى. ۱۱اَؤ هيڅوک به خپل وطنى اَؤ خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چه تۀ مالِک وپيژنه، ځکه چه ورکوټے اَؤ لوئے به ټول ما وپيژنى. ۱۲ځکه چه زَۀ به دَ هغوئ په قصُورُونو رحم کوم اَؤ دَ هغوئ ګُناهُونه به هيڅ کله نۀ يادوم.“

۱۳اَؤ هر کله چه هغۀ نوے وعده وکړه نو وړُومبے ئے زړه وګڼله، اَؤ کُوم څيز چه زوړ اَؤ شليدلے وى هغه په فنا کيدو کښے وى.