چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ څښتن وایي: «هغه کارونه چې د اسراییلو خلک یې د سهار نه تر ماښامه پورې کوي، هغه بېګټې او خرابوونکي کارونه دي. په هغوی کې خیانت او ظلم زیاتې زیاتیږي. هغوی د آشوریانو سره تړونونه کوي او مصریانو ته د مرستې په خاطر د زیتون تېل ورکوي.»
۲ څښتن د یهودا خلک ملامتوي او اسراییلو ته د هغه د خلکو د عملونو په سبب سزا ورکوي. د هغوی څخه به د خپلو کارونو بدل واخیستل شي. ۳ د هغوی نیکه یعقوب د خپل غبرګوني ورور عیسو سره چې دواړه لا د مور په خېټه کې وو، جګړه وکړه. کله چې یعقوب لوی شو، هغه د خدای سره هم جنګ وکړ. ۴ هغه د فرښتې سره غېږه ونیوله او په هغې باندې بریالی شو. هغه وژړل او د برکت دپاره یې سوال وکړ. په بیتییل کې خدای زمونږ د نیکه یعقوب سره مخامخ شو او د هغه سره یې خبرې وکړې. ۵ څښتن هغه مطلق قادر خدای دی چې د هغه په نوم باندې عبادت کیږي. ۶ نو اوس ای د یعقوب اولادې، په خپل خدای باندې توکل کوئ او د هغه خواته راوګرځئ. وفادار او عادل اوسئ او په صبر سره خپل خدای ته انتظار کوئ چې هغه څه کوي.
۷ خو څښتن وایي: «د اسراییلو خلک هغه سوداګران دي چې د غلطو ترازوګانو څخه کار اخلي او دا خوښوي چې د خلکو سره ټګي وکړي. ۸ هغوی په غرور سره وایي: ‹مونږ شتمن یو او د ښه قسمت خاوندان یو. هېڅوک مونږ په دې نه شي ملامتولی چې مونږ په بېایمانۍ سره دولتمن شوي یو.› ۹ خو زه ستاسو څښتن خدای یم چې تاسو یې د مصر نه راوویستلئ. زه به تاسو مجبور کړم چې یوځل بیا په خېمو کې واوسېږئ، لکه څنګه چې تاسو په دښته کې اوسېدلئ او ستاسو سره مې لیدنه وکړه.
۱۰ ما د پیغمبرانو سره خبرې وکړې، دا زه وم چې هغوی ته مې ډېرې رویاګانې ورکړې او د پیغمبرانو په وسیله مې خپلو خلکو ته په مثالونو کې خبرداری ورکړ. ۱۱ خو بیاهم هغوی د جلعاد په ښار کې د بتانو عبادت کوي او هرڅوک چې د هغوی عبادت کوي، هغه به تباه شي. د جلجال په ښار کې غویان قرباني کېدل، نو هلته چې کوم د قربانۍ ځایونه دي هغه به په پټیو کې د تیږو په ډېریو باندې بدل شي.»
۱۲ زمونږ نیکه یعقوب سوریې ته وتښتېد. هلته د ښځې د پیدا کولو دپاره مجبور ؤ چې کار وکړي او پسونه وڅروي. ۱۳ څښتن یو پیغمبر ولېږه چې د اسراییلو خلک په مصر کې د غلامۍ نه خلاص کړي او په هغوی باندې پام وکړي. ۱۴ د اسراییلو خلکو څښتن ډېر سخت په قهر کړ. هغوی د خپلو جرمونو له امله د مرګ لایق دي. نو څښتن به هغوی ته د خپل سپکاوي په خاطر سزا ورکړي.