چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ ای د اسراییلو خلکو، د څښتن خبرو ته غوږ ونیسئ. څښتن د دې وطن په اوسېدونکو باندې تور لګوي، ځکه چې په دې وطن کې نه وفاداري شته، نه مینه او دا خلک خدای نه پېژني. ۲ هغوی په نورو باندې لعنت وایي، دروغ وایي، قتل کوي، غلا کوي او زنا کوي. جرمونه زیاتیږي او د یو قتل پسې بل قتل کیږي. ۳ نو له همدې امله به دا ځمکه وچه شي او هر ژوندی موجود، ټول ځنګلي حیوانات، مرغان او حتی ماهیان به هم مړه شي.
۴ څښتن وایي: «هېڅوک دې په خلکو باندې تور نه لګوي او نه دې هغوی ملامتوي. زما ګیله ستاسو کاهنانو څخه ده. ۵ تاسو او پیغمبران شپه او ورځ خطاګانې کوئ. زه به ستاسو مور یعنې اسراییل تباه کړم. ۶ زما قوم تباه دی، ځکه چې هغوی ما نه پېژني. تاسو کاهنانو زما د پېژندلو نه انکار کړی دی، نو زه به تاسو د خپلو کاهنانو په توګه ونه پېژنم. څرنګه چې تاسو زما قوانین هېر کړي دي، نو زه به هم ستاسو اولادونه هېر کړم.
۷ هرڅومره چې تاسو کاهنان زیاتیږئ په هماغه اندازه زما په وړاندې ستاسو ګناهونه زیاتیږي، نو زه به ستاسو عزت په بېعزتۍ باندې بدل کړم. ۸ کله چې خلک خپلې سوځېدونکې نذرانې راوړي، نو تاسو کاهنان ورباندې ځانونه مړوئ. کله چې خلک ګناه کوي، نو تاسو کاهنان خوشحالېږئ. ۹ کوم کارونه چې تاسو کاهنان یې کوئ، نو خلک یې هم کوي او تاسو دواړو ته به د هغوی د بدو عملونو سزا درکړم. ۱۰ تاسو به د قربانیو نه خپله برخه خورئ، خو بیا به هم وږي یئ. تاسو به زناکاري کوئ خو اولادونه به مو نه پیدا کیږي، ځکه چې زه مو پریښی یم. ۱۱ د نورو خدایانو پیروي کول او شراب څښل که نوي یا زاړه وي، زما د خلکو عقل له منځه وړي!
۱۲ زما خلک د لرګي د بتانو سره مشوره کوي! هغوی فکر کوي چې هغه د لرګي امسا کولای شي هغوی ته د راتلونکې په هکله یو څه ووایي! لکه د یوې فاحشې ښځې په شان چې بې لارې کیږي، دوی خپل ځانونه نورو خدایانو ته سپارلي دي او زه یې پریښی یم. ۱۳ هغوی د غرونو په سرونو کې قربانۍ وړاندې کوي او په غونډیو، د څېړۍ ، سپېدار او چنار د ونو لاندې خوشبویئ سوځوي، ځکه چې ښایسته سیوری لري! نو له دې امله ستاسو لورګانې فاحشې شوې او ستاسو انږورګانې زنا کوي. ۱۴ خو زه ستاسو لورګانو او انږورګانو ته د بدلمنتوب په خاطر سزا نه ورکوم. ځکه چې سړي د بتخانې فاحشو ته ورځي او د هغوی سره په زیارتونو کې قربانۍ وړاندې کوي. لکه چې یو متل دی: ‹کوم خلک چې عقل نه لري هغوی به تباه کیږي.›
۱۵ که څه هم تاسو اسراییلیان زنا کوئ، خو د یهودا د ګناه سبب مه کېږئ. جلجال یا بیتآون ته د عبادت دپاره مه ځئ او هلته د ژوندي څښتن په نوم قسم مه خورئ. ۱۶ د اسراییلو خلک د غویي په شان سرتمبه خلک دي. ایا څښتن کولای شي چې هغوی لکه د وریو په شان په څړځایونو کې ماړه کړي؟ ۱۷ د اسراییلو خلک د بتانو سره یوځای شوي دي. پرېږده چې هغوی په خپله لاره روان وي. ۱۸ کله چې هغوی زیات شراب وڅښي، نو فاحشو پسې ورځي او د عزت څخه بېعزتي غوره ګڼي. ۱۹ هغوی به داسې ورک شي لکه باد یې چې یوسي او بتانو ته د قربانیو په وړاندې کولو باندې به وشرمیږي.»