د هوشع نبي کتاب

اووم فصل

۱ څښتن وایي:«کله چې زه وغواړم خپلو خلکو اسراییلو ته روغتیا ورکړم او هغوی یوځل بیا نېکمرغه کړم، نو د اسراییلو د خلکو بدکاري به ښکاره شي او د سامریې د خلکو بد عملونه به څرګند شي. هغوی یو د بله سره ټګي کوي. د خلکو په کورونو باندې وراوړي او غلاګانې کوي او په کوڅو کې خلک لوټ کوي. ۲ هغوی په دې نه پوهیږي چې د هغوی ټول بد عملونه ماته په یاد دي، خو هغوی په خپلو ګناهونو کې راګېر شوي دي او زه هغه ټول په خپلو سترګو وینم.»

په ماڼۍ کې دسیسه

۳ څښتن وایي: «خلک په خپلو بدو کارونو باندې پاچا خوشحالوي او په خپلو بدو دسیسو باندې مامورین غولوي. ۴ هغوی ټول خاینان او بې‌وفا دي. د هغوی د شهوت لمبې د تنور د هغه اور په شان دي چې نانوای بل ساتلی دی، تر هغې چې خمیره د پخولو دپاره تیاره شوې نه وي. ۵ په کومه ورځ چې پاچا جشن جوړوي، نو هغوی پاچا او د هغه مامورین نشه کوي، په داسې حال کې چې پاچا د هغو خلکو سره یوځای کیږي چې په هغه باندې ملنډې وهي. ۶ د هغوی زړونه لکه د تنور په شان د خپلو دسیسو له امله سوځیږي. هغوی ټوله شپه په خپل قهر کې بې‌ لمبو سوځي او په سهار کې لکه د اور په شان لمبې کوي. ۷ هغوی ټول لکه د سوځوونکي تنور په شان دي، هغوی خپل مشران وژني. د هغوی پاچاهان یو په بل پسې وژل کیږي، خو هېڅوک هم ماته د مرستې دپاره دعا نه کوي.»

اسراییل او نور قومونه

۸ څښتن وایي: «د اسراییلو خلک د خپل شاوخوا قومونو سره یوځای شوي دي او د هغې ډوډۍ په شان دي چې یوازې یو مخ یې پوخ وي ۹ او په دې نه پوهیږي چې د پردیو خلکو سره په یوځای کېدلو سره یې خپل قوت له منځه وړی دی. د هغوی ویښتان سپین شوي دي، خو هغوی په دې نه پوهیږي چې دوی زاړه او کمزوري شوي دي. ۱۰ د اسراییلو د خلکو غرور د هغوی په خلاف شاهدي ورکوي، خو بیاهم هغوی زما یعنې د خپل څښتن خدای خواته راونه ګرځېدل. ۱۱ د اسراییلو خلک د یوې کم‌عقلې او بې‌شعوره کوترې په شان دي. هغوی کله د مصر نه مرسته غواړي او کله د آشور خواته منډې وهي. ۱۲ خو زه به یو جال خپور کړم او څنګه چې هغوی ځي او راځي، نو د مرغانو په شان به یې په کې راګېر کړم. لکه څنګه چې مې هغوی ته ویلي وو، هغوی ته به د هغوی د بدو کارونو په سبب سزا ورکړم.

۱۳ افسوس د هغوی په حال! هغوی زه پریښی یم. هغوی به برباد شي، ځکه چې زما په وړاندې یې سرکښي کړې ده. ما غوښتل چې هغوی وژغورم، خو هغوی ماته وفادار نه دي. ۱۴ هغوی ماته د زړه د اخلاصه دعا نه کوي، خو هغوی په کټونو باندې ژړا او انګولا کوي. کله چې هغوی د غلو دانو او شرابو په خاطر دعا کوي، نو د کافرانو په شان خپل ځانونه غوڅوي. هغوی زما په خلاف سرکښي کوي. ۱۵ که څه هم ما د هغوی روزنه وکړه او هغوی مې قوي کړل، خو هغوی زما په وړاندې دسیسه جوړه کړه. ۱۶ هغوی زما یعنې څښتن تعالی په ځای بې‌وسه بتانو ته رجوع کوي. هغوی د کږې لیندې په شان بې‌اعتباره دي. د هغوی مشران زما په خلاف د غرور نه ډکې خبرې کوي، نو هغوی به په توره باندې مړه شي او مصریان به هغوی پورې خاندي.»