د اشعیا نبي کتاب

یوولسم فصل

د یسي د اولادې څانګه

۱ د یسي د زوی داود شاهي کورنۍ د هغې ونې په شان ده چې وهل شوې وي، خو څنګه چې د هغې ونې له تنې څخه نوې څانګې راشنې کیږي نو همداسې به د داود د اولادې څخه «یوه څانګه» یعنې یو نوی پاچا راڅرګند شي.

۲ د څښتن روح به له هغه سره وي

هغه روح چې ورکوي خلکو ته پوهه او حکمت

هغه روح چې ورکوي مشوره او قوت

وي به د څښتن د پېژندنې او درناوي روح

۳ او خوشحالیږي به هغه د څښتن وېره کې

په ظاهري بڼه د چا به قضاوت نه کوي

او نه به کوي پرېکړه هسې خبرو باندې

۴ بلکې کوي به قضاوت د غریبانو د انصاف له مخې

او کړي دفاع به د بې وزلو د حقونو څخه

د هغه د کلام زور به ولړزوي ځمکه

یو پوکی به یې د خولې یوسي له منځه بدکاران

۵ وي عدالت به د هغه ملاتړ

وفاداري به یې وي کمربند

۶ د هغه په پاچاهۍ کې به لېوان

او وري یوځای اوسي

د سېرلو سره به یوځای وي پړانګان پراته

خوسیان به د زمریانو د بچو سره

یوځای خوراک کړي

او دوی به پیایي یو وړوکی ماشوم

۷ خوراک به یوځای کوي اېږې او غواګانې سره

او د هغوی بچیان به یوځای وي په امن پراته

زمریان به خوري بوس د غویانو په شان

۸ کړي د شیدو ماشوم به لوبې د چمچه مار سوړه کې

له شیدو څخه بېل شوی ماشوم

وهي سوړه کې به لاس د زهرجن مار

۹ زما په سپېڅلي غره صهیون باندې به

هېچا او هېڅ شي ته به ونه رسي زیان

او نه به له منځه لاړ شي

لکه چې څنګه دي بحرونه د اوبو څخه ډک

نړۍ به دغه شان وي ډکه د څښتن د پېژندنې څخه

د جلاوطنو خلکو بېرته راستنېدل

۱۰ داسې ورځ به راشي چې د یسي د زوی داود د کورنۍ څخه به یو نوی پاچا د ټولو قومونو دپاره یو بیرغ وي. هغوی به د هغه په لټه کې وي او د هغه استوګنځی به له جلاله ډک وي. ۱۱ کله چې هغه ورځ راشي نو څښتن به یوځل بیا خپل لاس اوچت کړي او خپل پاتې خلک به چې په اشور، مصر، فتروس، ایتوپیا، عیلام، بابل او حمات په هېوادونو او د مدیترانې د بحیرې په غاړو او جزیرو کې دي، بېرته راولي. ۱۲ څښتن به د نښې په توګه د قومونو په منځ کې یو بیرغ ورپوي او د نړۍ د څلورو کنجونو څخه به جلاوطني خواره واره اسراییلیان او یهودیان بېرته راولي. ۱۳ د اسراییلیانو حسادت به د یهودا سره پای ته ورسیږي او یهودا به اسراییلیان ونه ځوروي او هغوی به نور د اسراییلیانو له خوا ونه ځورول شي. ۱۴ هغوی به په ګډه د لوېدیځ له خوا په فلسطینیانو حمله وکړي او هغه خلک به لوټ کړي چې ختیځ خواته اوسیږي. هغوی به د ادوم او موآب خلکو ته ماتې ورکړي او د عمون خلک به د هغوی اطاعت کوي. ۱۵ څښتن به د سرې بحیرې خلیج وچ کړي. هغه به خپل لاس د فرات د سیند خواته اوچت کړي او دا سیند به د یو سوځوونکي باد سره په اوو ویالو باندې ووېشي، ترڅو هرڅوک وکولای شي په اسانۍ سره په پښو د هغه نه تېر شي. ۱۶ د څښتن د قوم نه د هغو خلکو دپاره چې ژوندي پاتې شوي دي، د اشور نه به د وتلو لویه لاره جوړه شي لکه د هغوی د نیکونو په شان چې د مصر نه وتل.