۰:۰۰ / ۰:۰۰

د اشعیا نبي کتاب

شپاړسم فصل

د موآبیانو نا‌امیدي

۱ هغه پاچا ته چې د صهیون په غره پاچاهي کوي، له سالع د دښتې له لارې وري د باج په توګه ورولېږئ. ۲ د موآب خلک د ارنون د سیند په ګودر کې انتظار کوي او د هغو مرغیو په شان چې د خپلو ځالو څخه شړل شوې وي، ځي او راځي.

۳ هغوی د یهودا خلکو ته وایي: «مونږ ته مشوره راکړئ چې څه وکړو. د هغې ونې په شان چې د غرمې په ګرمۍ کې یخ سیوری کوي، زمونږ ساتنه وکړئ او پرېږدئ چې ستاسو د سیوري لاندې ارام وکړو. مونږ مهاجر یو، مونږ په یو خوندي ځای کې پټ کړئ او دښمنانو ته مو په لاس ورنه کړئ. ۴ مونږ ته اجازه راکړئ چې ستاسو په وطن کې پاتې شو. د هغو خلکو څخه مو وساتئ چې غواړي مونږ له منځه یوسي.»

ظلم او ویجاړي به پای ته ورسیږي او څوک چې وطن ورانوي هغه به ورک شي. ۵ هغه وخت به د داود د اولادې یو کس پاچا شي او هغه به په تلپاتې مینې او وفادارۍ سره په خلکو باندې پاچاهي کوي. د هغه قضاوت به د عدالت په بنیاد ولاړ وي او پرته له ځنډه به انصاف عملي کوي.

۶ مونږ اورېدلي چې د موآب خلک څومره مغرور دي. مونږ پوهېږو چې هغوی سپین‌سترګي او کبرجن خلک دي. هغوی ډېرې لافې وهي، خو د هغوی لافې بېځایه دي. ۷ په دې خاطر، د موآب ټول خلک په خپل حال باندې ژاړي. کله چې هغوی ته هغه د ممیزو کلچې ور په یاد شي چې د قیرحارس په ښار کې به یې خوړلې، نو هغوی به انګولا او ژړا کوي. هغوی د پښو نه لوېدلي دي. ۸ حشبون ته نژدې کروندې، د سبمه د انګورو باغونه وچ شوي دي او د نورو قومونو حکمرانانو د انګورو تاکونه پرې کړې دي. په یو وخت کې د دې تاکونو څانګې د یعزیر تر ښاره او ختیځې خواته په دښته کې او لوېدیځې خواته د مړې بحیرې تر بلې غاړې پورې رسېدلې. ۹ اوس زه د سبمه د تاکونو پسې ژاړم، لکه څنګه چې د یعزیر خلک هم ژاړي. زما اوښکې د حشبون او العاله دپاره د سېلاب په شان توییږي. ځکه چې د اوړي مېوې او غلې دانې نشته چې خلک د خوشحالۍ چیغې ووهي. ۱۰ په هغو حاصلخېزو ځمکو کې هېڅ خوشحالي او خندا نه لیدل کیږي. د انګورو په باغونو کې نه څوک له خوښۍ نه چیغې وهي او نه څوک سندرې وایي. هېڅوک انګور د زبېښلو دپاره تر‌پښو لاندې نه کوي، ما د خوشحالۍ اوازونه غلي کړي دي. ۱۱ نو زما زړه د موآب او قیرحارس دواړو دپاره د غم رباب وهي. ۱۲ د موآب خلک سیمه‌ییزو او لویو بتخانو ته د دعا دپاره ځي، خو هغوی هسې ځانونه ستړي کوي، ځکه چې دا هغوی ته هېڅ ګټه نه لري.

۱۳ دا هغه پیغام ؤ چې څښتن پخوا د موآب د خلکو په اړه ورکړی ؤ. ۱۴ اوس څښتن وایي: «په پوره درې کالو کې به د موآب شان او شوکت له منځه لاړ شي. د موآب له ډېرو خلکو نه به یوازې یو څو تنه ژوندي پاتې شي او هغوی به هم ډېر کمزوري وي.»