د اشعیا نبي کتاب

اوولسم فصل

د سوریې او اسراییلو په هکله پیغام

۱ د دمشق په اړه د څښتن پیغام: «دمشق به نور یو ښار نه وي، هغه به په کنډوالې بدل شي. ۲ د عروعیر ښارونه به د خلکو نه خالي شي. له هغو به د پسونو او غویانو څړځایونه جوړ شي او هېڅوک به یې نه شړي. ۳ د اسراییلو جنګي کلاګانې به له منځه لاړې شي او دمشق به خپله واکمني له لاسه ورکړي. د سوریې کوم خلک چې ژوندي پاتې شي هغوی به د اسراییلیانو په شان خوار او ذلیل شي. دا زما، د مطلق قادر څښتن وینا ده.»

۴ همدارنګه څښتن وویل: «یوه داسې ورځ راتلونکې ده چې د اسراییلو لویي او دبدبه به پای ته ورسیږي او د هغوی شتمني به په نېستۍ باندې بدله شي. ۵ اسراییل به د داسې پټي په شان وي چې لوګرو یې غلې دانې رېبلې وي، لکه د رفاییم په دره کې چې کوم پټی خالي وي او حاصل یې وړل شوی وي. ۶ یوازې د اسراییلو د قوم یو څو کسان به ژوندي پاتې شي او هغوی به د زیتونو د داسې ونې په شان وي چې د هغې څخه ټول زیتون راټول شوي وي او تش دوه یا درې دانې یې په سر کې پاتې وي، یا د هغې مېوه لرونکې ونې په شان چې څلور یا پنځه دانې یې په څانګو کې پاتې وي. دا زما، د اسراییلو څښتن خدای وینا ده.»

۷ کله چې هغه ورځ راورسیږي، نو خلک به خپل خالق یعنې د اسراییلو سپېڅلي خدای ته رجوع وکړي. ۸ هغوی به نور د قربانۍ په هغو ځایونو باندې چې په خپلو لاسونو یې جوړ کړي دي، یعنې د اشیره په بتانو او د قربانۍ په هغو ځایونو چې خوشبویي په کې سوځول کیږي، تکیه ونه کړي.

۹ کله چې هغه ورځ راشي، د هغوی قوي ښارونه به شاړ او په ځنګلونو باندې بدل شي. هغه ښارونه به د هغو سیمو په شان شي چې خلکو د اسراییلو د حملې سره سم پرېښودل او هرڅه به وران او وېجاړ شي. ۱۰ ای اسراییلو، تاسو هغه خدای هېر کړی دی چې تاسو یې ژغورلي یئ او د یاده مو وتلي دي چې هغه د یو زورور ګټ په شان ستاسو ساتنه کړې ده. د هغې په ځای، تاسو ښایسته باغونه کرلي دي چې د پردیو خدایانو عبادت په کې وکړئ. ۱۱ خو حتی که په هماغه سهار کې چې تاسو هغه کرلي دي، هغه راشنه شي او وغوړیږي، بیا به هم هېڅ حاصل ورنه کړي. د دې په ځای به تاسو یوازې په غم او ناعلاجه درد اخته شئ.

د دښمن قومونو ماتې

۱۲ واورئ، بې شمېره قومونه د بحیرې په شان شور کوي، لکه د بحیرې د لویو لویو څپو د غړمبار په شان. ۱۳ قومونه لکه د تېزو څپو په شان غړمبار کوي، خو خدای هغوی رټي او هغوی لېرې تښتي، داسې تښتي لکه د باد په وخت کې د غونډیو په سر کې بوس او یا د تند باد په وخت کې چورلېدونکي بوټي. ۱۴ قومونه په ماښام کې د زیاتې وېرې سبب ګرځي، خو په سهار کې ورکیږي. دا د هغه چا تقدیر او قسمت دی چې زمونږ وطن لوټوي.