د اشعیا نبي کتاب

یوویشتم فصل

د بابل د سقوط په هکله پیغام

۱ دا پیغام د بحیرې د غاړې د دښتې په هکله دی:

لښکرې به له جنوبي دښتې د بوړبوړکۍ په شان د یو وېروونکي وطن نه په بابل حمله وکړي. ۲ ما یوه هیبتناکه رویا ولیدله، چې خاینان خیانت کوي او تباه کوونکي تباهي کوي.

ای د عیلام لښکرو، حمله وکړئ! ای د ماد لښکرو، ښارونه کلابند کړئ! کوم درد او غم چې بابل رسولی دی، خدای به هغه پای ته ورسوي.

۳ نو څه چې مې په رویا کې ولیدل او واورېدل، ډېر ووېرېدم. ټول ځان مې په داسې درد اخته شو لکه په ښځې چې د لنګون په وخت کې راځي. ۴ زړه مې درزیږي او له وېرې رپېږم. زه د یو ښه او ارام ماښام د راتللو په هیله وم، خو هغه ماته پرته له وېرې بل هېڅ رانه وړل. ۵ په رویا کې مې ولیدل چې مېلمستیا تیاره ده او د بابلیانو د ناستې دپاره دسترخوانونه غوړېدلي دي. ټول د خوړلو او څښلو په حال کې دي، چې ناڅاپه یو اواز پورته شو: «ای افسرانو پورته شئ او خپل سپرونه تیار کړئ!»

۶ بیا څښتن ماته داسې وویل: «لاړ شه، یو پهره دار ودروه او هغه ته ووایه: ‹هرڅه چې دې ولیدل د هغه راپور راکړه.› ۷ که هغه داسې کسان وویني چې په دوه اسونو لرونکو جنګي ګاډیو کې راروان وي او یا داسې عسکر چې په خرو او اوښانو باندې سپاره وي، نو په ډېر ځیر سره دې هغوی ته پام وکړي.»

۸ پهره دار غږ وکړ: «باداره، ما شپه او ورځ په ټاکلي ځای باندې پهره کوله. ۹ اوس هغوی راغلل! خلک په جوړه اسونو لرونکو جنګي ګاډیو باندې سپاره راروان دي.» په دې وخت کې پهره دار خبر ورکړ او ویې ویل: «بابل سقوط وکړ! د بابل ټول بتان په ځمکه لوېدلي او ټوټې ټوټې شوي دي.»

۱۰ ای زما خلکو اسراییلو، تاسو د غنمو په شان غوبل او باد شوي یئ، خو اوس څه چې ما له مطلق قادر څښتن څخه اورېدلي دي تاسو ته اعلانوم.

د ادوم په هکله پیغام

۱۱ دا هغه پیغام دی چې د ادوم په هکله دی.

یو څوک ماته د ادوم څخه اواز کوي: «پهره داره، دا شپه به کله سبا کیږي؟ دا شپه به کله پای ته رسیږي؟»

۱۲ ما ځواب ورکړ: «شپه به تېره او سهار شي، خو شپه بیا راځي. که ته نوره پوښتنه لرې، نو بېرته راشه او پوښتنه وکړه.»

د عربستان په هکله پیغام

۱۳ دا د عربستان په هکله پیغام دی.

ای د ددان خلکو، تاسو چې د خپلو کاروانونو دپاره د عربستان په شاړو دښتو کې خېمې ودروئ، ۱۴ هغو خلکو ته چې تږي دي او تاسو ته راځي اوبه ورکړئ. ای د تیما خلکو، مهاجرو ته خواړه ورکړئ. ۱۵ ځکه چې هغوی د تورو او په لیندو کې د غشو له ګوزارونو او تودې جګړې څخه تښتېدلي دي.

۱۶ بیا څښتن ماته داسې وویل: «پوره په یو کال کې به د قیدار ټول شان او شوکت پای ته ورسیږي. ۱۷ د قیدار د لښکرو له غشو ویشتونکو څخه به یوازې یو څو تنه پاتې شي. دا زه، یعنې د اسراییلو څښتن خدای تاسو ته وایم.»