چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ څښتن ټاکلی دی کوروش چې شي پاچا
او زور او واک یې دی ورکړی ورته
چې قومونه یې تابع شي
چې کړي لېرې پاچاهان له واکه
څښتن به خلاصې دروازې کړي د ښار
د هغه دپاره او نورې به نه بندیږي
څښتن کوروش ته داسې وایي:
۲ «زه به په خپله ځمه ستا نه مخکې
او هوار به کړمه غرونه
زه به برنجي دروازې ماتې کړمه
او اړمونه به یې د اوسپنې ټوټې ټوټې کړم
۳ زه به تاته خزانې درکړم د تورو تیارو ځایونو
او هم به درکړم شتمني تاته د پټو ځایونو
بیا به ته پوه شې چې زه څښتن د اسراییلو خدای یم
څوک چې تاته کړي په نوم اواز
۴ ته مې ټاکلی یې ترڅو مرسته وکړې
زما د خدمتګار یعقوب
او مرسته وکړې زما د غوره شوي قوم اسراییلو سره
سره له دې چې ته ما نه پېژنې
زه په نوم اواز کومه تاته
او درکوم لقب د عزت تاته
۵ زه څښتن یم، نشته بل خدای پرته له ما
سره له دې چې ته ما نه پېژنې
زه به تاته درکړم توان
۶ د دې دپاره زه کوم دا کار
چې له ختیځه تر لوېدیځه پورې
ټول خلک پوه شي په دې
چې زه څښتن یم او بل خدای نشته
۷ زه خالق یم د تیارې او رڼا
زه راولمه مصیبت او سوله
زه څښتن یم او کوم دا ټول کارونه
۸ ای اسمانه، ای ورېځو راووروه ته عدالت
لکه باران په شان
ځمکه دې پرانیستل شي
ترڅو خلاصون او عدالت راشين شي
او په کې وغوړیږي د عدالت او د خلاصون غوټۍ
زه څښتن کوم دا ټول کارونه»
۹ افسوس په حال د هغه چې کړي جګړه د خپل خالق سره
هغه داسې دی لکه منګی چې د کلال سره کوي جګړه
ایا خټه کولای شي وکړي پوښتنه د کلال څخه
دا چې ته څه جوړوې؟
یا خټه ووایي کلال ته چې ته مهارت نه لرې؟
۱۰ افسوس په حال د هغه چا
چې ووایي خپل مور او پلار ته:
«تاسو ولې په دې شکل زېږولی یمه؟»
۱۱ څښتن، سپېڅلی خدای د اسراییلو
او خالق د هغوی داسې وایي:
«تاسو کولای شئ پوښتنه وکړئ ما نه
راتلونکي وخت په هکله
خو حق نه لرئ چې پوښتنه وکړئ ما نه
زما د اولادو په اړه
او یا راته ووایئ چې باید څه وکړم
۱۲ زه هغه ذات یم چې مې جوړه کړله ځمکه
او انسان مې خلق کړ چې په کې واوسیږي
اسمانونه مې خپاره کړل په خپل لاس
لمر، سپوږمۍ او ستوري دي زما فرمان کې
۱۳ ما په خپله هڅولی دی کوروش
چې وکړي سم او د عدالت کارونه
په کومو لارو چې سفر کړي هغه
هغه به سمې کړمه
هغه به بېرته زما ښار اورشلیم ودان کړي
او زما خلک به ازاد له اسارت کړي
دا کار به وکړي کوروش په وړیا توګه
نه به پیسې واخلي او نه به سوغات»
داسې وایي مطلق قادر څښتن
۱۴ څښتن اسراییلو ته داسې وایي:
«مال او شتمني د مصر او ایتوپیا به وي د ستاسو
او د سیبا لوړ قدي خلک به غلامان وي ستاسو
په زنځیرونو کې روان به وي هغوی تاسو پسې
تاسو ته ټیټ به خپل سرونه کړي او اقرار به وکړي
چې څښتن مل دی یوازې تاسو سره
نشته بل خدای پرته له هغه نه»
۱۵ ای د اسراییلو خدایه او ای ژغورونکیه
په رښتیا ته هغه خدای یې چې خپل ځان پټوي
۱۶ څوک چې بتان جوړوي
ټول به وشرمیږي او شي به رسوا
۱۷ خو څښتن به اسراییل وژغوري
او خلاصون به یې پایښت ومومي د تل دپاره
د رسوایۍ سره به مخ نه شي د هغه قوم هېڅکله
۱۸ څښتن هغه خدای دی چې یې جوړ کړل اسمانونه
هغه جوړه کړله ځمکه، هغه یې کړه ټینګه او کلکه
جوړه یې نه کړله خالي هغه
هغه یې جوړه کړه د دې دپاره
چې په کې واوسیږي خلک
دا هغه ذات دی چې داسې وایي:
«زه یم څښتن او نشته بل خدای
۱۹ ما نه دي کړې پټې خبرې
پټ مې ساتلی نه دی خپل مقصد
د یعقوب اولادې ته مې ویلي نه دي
چې ما لټوئ بېځایه
زه څښتن یم او رښتیا وایم
او اعلانوم زه حق»
۲۰ څښتن وایي:
«ای له قومونو پاتې شویو ژوندي خلکو
شئ راټول او راشئ زما حضور ته!
چې ګرځوي څوک د لرګیو بتان د خپل ځانه سره
دعا کوي هغو خدایانو ته چې دوی ژغورلی نه شي
هغوی جاهل دي او په هېڅ نه پوهیږي
۲۱ راشئ او خپله دعوه وړاندې کړئ په محکمه کې
خلک پرېږدئ چې مشوره وکړي یو د بله سره
چا وه کړې پېشګویي له ډېر پخوا نه چې څه به کیږي؟
ایا هغه څښتن زه نه وم؟
زه ژغورونکی او عادل خدای یم
زما نه پرته بل خدای نشته
۲۲ ای د ټولې نړۍ خلکو
راستانه شئ ماته ترڅو وژغورل شئ
ځکه چې زه یوازېنی خدای یم
او زما نه پرته بل خدای نشته
۲۳ ما په خپل ذات باندې قسم خوړلی
زما وعده ده رښتیا او د باور وړ ده
او تل هغې ته وفادار یم
هر یو راځي به او په ګونډو به شي زما په مخکې
او هره ژبه به قسم خوري زما په نوم
۲۴ خلک به وایي چې بری او توان
یوازې څښتن پورې اړه لري
هرڅوک چې په قهر دي په ما باندې
هغوی به راشي زما حضور ته او هغوی به وشرمیږي
۲۵ بریالی به شي ټول قوم د اسراییلو د څښتن په وسیله
او خوشحالي به هغوی وکړي د هغه په خاطر»