چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د اشعیا نبي کتاب
شپېتم فصل
د اورشلیم پرتمین راتلونکی
۱ پاڅه او وځلېږه
ځکه رڼا ده ځلېدلې په تا
او ځلېدلی دی جلال د څښتن
۲ ګوره، خوره شوې ده تیاره په ټوله ځمکه باندې
نور قومونه دي پټ شوي تورې تیارې لاندې
خو د څښتن رڼا به راشي په تا باندې
او ستا دپاسه به ښکاره شي د هغه جلال
۳ قومونه رابه شي چې وویني رڼا ستا
پاچاهان رابه شي چې وویني ستا ځلېدونکې رڼا
۴ وګوره شاوخوا ته
او نظر وکړه چې څه پېښیږي
راټولیږي ستا ټول خلک
او ستا خواته راروان دي
ستا زامن راځي له ډېر لېرې ځایه
او ستا لوڼې به د ماشومانو په شان
یووړل شي غېږ کې
۵ نو بیا به ته ووینې دا صحنه
او له خوشحالۍ به ډک شې
له هیجانه به درزیږي ستا زړه
ځکه تا ته به راشي د بحیرې له لارې
د نورو قومونو شتمني
۶ رابه شي له عیفا او له مدیانه
لوی کاروانونه د اوښانو
او پټه به کړي ځمکه ستا
هغوی به راوړي سره زر او قیمتي خوشبویي
له شیبا نه له خپل ځانه سره
وربه کړي زېری خلکو ته د څښتن د کارو
او هم به وکړي د هغه ستاینه
۷ تا ته به راوړل شي ټولې رمې د قیدار
ستا خدمت ته به حاضر کړای شي د نبایوت پسونه
هغوی به خپله لاړ شي د څښتن د قربانۍ ځای ته
او هغه به ومني دا قرباني
څښتن به نور هم ښایسته کړي خپل پرتمین کور
۸ دا څوک دي چې روان دي لکه د ورېځو په شان
او راستنیږي خپلو ځالو ته لکه کوترو په شان؟
۹ وي به څښتن ته انتظار لېرې ملکونه
دي راروانې مخکې د بحیرې کشتۍ
چې راستانه کړي خپل هېواد ته ستا خلک
لېرې ځایونو څخه
هغوی راځي د خپلو سرو او سپینو زرو سره
کړي په دې ډول درناوی ستا د څښتن د نوم
چې دی سپېڅلی د اسراییلو خدای
ځکه ورکړی دی خپل قوم ته هغه شان او شوکت
۱۰ څښتن وایي اورشلیم ته:
پردي خلک به بیا ودان کړي دېوالونه ستا
او پاچاهان به د هغوی وکړي خدمت ستا
که څه هم ما په قهر کې سزا درکړله تا ته
خو اوس به رحم د خپلې مهربانۍ وښایم تا ته
۱۱ شپه او ورځ به وي خلاصې دروازې ستا
او هغه به نه بندیږي هېڅکله
ترڅو راوړل شي شتمني د نورو قومونو تا ته
او پاچاهان به د هغوی راوستل شي لکه بندیانو په شان
۱۲ خو که چېرې وکړي کوم قومونه او پاچاهۍ
ستا له خدمته انکار
له منځه لاړ به شي بیخي او شي تباه به هغوی
۱۳ د لبنان شان او شوکت به راشي تا ته
تا ته به راوړل شي له هغه ځایه
لرګي د سروې، سپېدار او نښتر د ونو
ترڅو ښکلی او سینګار کړي زما د عبادتځای
زه به ورکړمه جلال دې ځای ته
۱۴ کومو خلکو چې دی کړی په تا ظلم
اولاده به د هغوی راشي او ستا په وړاندې به شي ټیټ هغوی
هرچا چې تا ته سپکاوی کړی دی
هغوی به ولویږي ستا پښو ته
هغوی به یاد کړي تا د څښتن د ښار په نامه
یعنې ښار د اسراییلو د سپېڅلي خدای
چې صهیون دی هغه
۱۵ ته رد شوی وې یو وخت
او کرکه کوله خلکو ستا نه
هېچا به نه کاوه سفر د ستا په لاره
خو اوس به زه تا پرتمین کړمه د تل دپاره
تا نه به جوړ کړم د خوشحالۍ ځای
ټولو نسلونو ته
۱۶ داسې ګټه به ترلاسه کړې
د پردیو قومونو او پاچاهانو څخه
لکه ماشوم چې روي د خپلې مور تی
بیا به ته پوه شې چې زه څښتن یمه ژغورونکی ستا
او قادر خدای یم د یعقوب چې خلاصون درکوم تا ته
۱۷ زه به راوړم تا ته په ځای د برنجو سره زر
په ځای د اوسپنې سپین زر
برنج د لرګیو په ځای
او اوسپنه د تیږو په ځای
ستا حاکمان به راولي سوله
او د انصاف او عدالت نه به کړي جوړه خپله دنده
۱۸ نور به د ظلم اواز نه وي ستا هېواد کې
ستا وطن به تباهي نه کړي ټوټې ټوټې
دېوالونه به خوندي ساتي تا
او هغه خلک چې ننوځي هلته، کوي ستاینه به ستا
۱۹ ته به نور نه لرې اړتیا د ورځې د لمر رڼا ته
او نه به د شپې لرې اړتیا د سپوږمۍ ځلا ته
ځکه زه څښتن، ستا خدای به تل یمه رڼا ستا
په تا به وځلیږي زما د جلال رڼا
۲۰ نور به نه پرېوځي لمر ستا
او نه به کوزیږي سپوږمۍ ستا
ځکه زه څښتن به ابدي رڼا یم ستا
او پای ته به ورسي د غم ورځې ستا
۲۱ ستا ټول خلک به وي نېک
او تل به وي د خپل هېواد خاوندان
ما کرلي دي هغوی لکه نیالګیو په شان
خپلو لاسونو باندې
ترڅو ښکاره کړم ټولو ته خپله لویي او جلال
۲۲ ستا له کوچنۍ او له بېوسه کورنۍ نه به
قبیله نه بلکې لوی او قوي قوم جوړ شي
زه چې څښتن یم
په مناسب وخت کې به ډېر زر
سرته ورسوم دا کار