د اشعیا نبي کتاب

دوه شپېتم فصل

د اورشلیم راتلونکی او د هغه ژغورنه

۱ چوپ به نه کښېنم زه د صهیون په خاطر

پاتې به نه شم غلی د اورشلیم په خاطر

ترڅو ونه ځلیږي عدالت د هغه

د سهار د رڼا په شان

او ونه ځلیږي ژغورنه یې د څراغ په شان

۲ ای اورشلیمه! وبه ویني عدالت ستا د نړۍ قومونه

وبه ګوري ستا شان او شوکت ټول پاچاهان

تاته به درکړل شي یو نوی نوم

څښتن به کېږدي په تا هغه نوم

۳ د ښکلي تاج په شان به شې ته د څښتن په لاس کې

شاهي لونګۍ په شان به شې ته د خپل خدای په لاس کې

۴ نور به څوک نه یادوي تا

د «پرېښودل شوي ښار» په نامه

بیا به دې ځمکه «شاړه» نه یادوي

خو ستا نوی نوم به وي «د څښتن د خوشحالۍ ښار»

او د ځمکې نوم به دې وي «د څښتن ناوې»

ځکه چې ستا نه دی څښتن خوشحاله

او هغه به وي لکه مېړه د ستا د ځمکې

۵ لکه څنګه چې یو ځوان کوي واده

له یوې پېغلې سره

نو داسې اوسیږي به ستا خلک په تا کې

لکه څنګه چې خوشحاله وي یو زوم

له خپلې ناوې سره

نو داسې خوشحاله به وي خدای له تا نه

۶ ای اورشلیمه، ستا دېوالونو باندې

ما ودرولي دي پهره داران

هغوی به هېڅکله شپه او ورځ

نه کښېني غلي

چې یادوئ څښتن ته د هغه وعدې

چپ مه کښېنئ

۷ ترڅو جوړ نه کړي اورشلیم یوځل بیا

او ترې جوړ نه کړي داسې ښار

چې د ستاینې سبب وګرځي ټولې نړۍ دپاره

تر هغه وخته څښتن مه پرېږدئ چې کښېني ارام

۸ په خپل ښي لاس او قوي مټ څښتن قسم کړی دی:

«نور به ورنه کړمه غلې دانې دښمنانو ته ستا

چې ویې خوري

نور به ستا شراب چې دی حاصل ستا د زیار

پردي خلک ونه څښي

۹ څوک چې رېبي دا غلې

هغوی به وکړي د څښتن ستاینه

د ډوډۍ خوړلو وخت کې

چې جوړوي څوک د انګورو شراب

هغوی به یې وڅښي د څښتن د کور انګړ کې»

۱۰ ای د اورشلیم خلکو، بیرون ووځئ د ښار له دروازو نه

لاړ شئ دباندې او چې راستنیږي کوم خلک ستاسو بېرته

هغوی ته بیا جوړه کړئ لاره

جوړه کړئ لویه لاره

او لېرې کړئ تیږې له دې لارې څخه

یو بیرغ پورته کړئ ټولو قومونو ته چې ویې ویني

۱۱ ګورئ، څښتن اعلان کړی دی ټولې نړۍ ته:

«ووایئ د اورشلیم خلکو ته

چې څښتن دی راروان ستاسو خلاصون دپاره

ګورئ، راولي هغه له ځانه سره ژغورل شوي خلک

راروان دي هغوی هغه نه مخکې»

۱۲ هغوی یادیږي به په نوم «سپېڅلی قوم د څښتن»

او «ژغورل شوي خلک د څښتن»

ای اورشلیمه، ته به یاد شې

«په څښتن باندې د ګران ښار» په نامه

او د هغه ښار په نوم چې «نه دی پریښی څښتن»