د اشعیا نبي کتاب

څلورشپېتم فصل

۱ کاشکې اسمان سوری کړې او لاندې راښکته شې او غرونه ستا په لیدلو په لړزېدلو شي. ۲ لکه څنګه چې د لرګیو په سوځېدلو اوبه خوټیږي، نو ستا په راتګ سره به قومونه په لړزېدلو شي. بیا به ستا نوم د دښمنانو په منځ کې مشهور شي. ۳ پخوا کله چې تا هیبتناکه کارونه وکړل چې مونږ یې هېڅ توقع نه لرله، ستا په راښکته کېدو غرونو ټکان وخوړ. ۴ هېڅکله هېچا ستا په شان خدای نه دی لیدلی او نه چا اورېدلی دی. یوازې ته هغه خدای یې چې د هغو خلکو سره مرسته کوې چې د هیلې سترګې یې تاته دي. ۵ ته هغو خلکو ته هرکلی وایې چې په خوشحالۍ سره عادلانه کارونه سرته رسوي او هغوی به په یاد ساتي چې ستا د رضا سره سم ژوند وکړي. ګوره، ته په مونږ په قهر شوې، خو مونږ ګناه پرېنښودله. که چېرې تل ستا د رضا سره سم ژوند وکړو، نو وبه ژغورل شو. ۶ مونږ ټول ګناهکاران یو، حتی زمونږ ډېر ښه عملونه هم لکه د یوې نجسې ټوټې په شان دي. مونږ ټول لکه د مني د پاڼو غوندې مړاوې کېږو او ګناه مو لکه د باد پناه کوي. ۷ هېڅوک په دعا کې ستا نوم نه اخلي، هېڅوک په وفادارۍ سره ستا عبادت نه کوي. ځکه تا خپل مخ زمونږ نه اړولی دی او مونږ دې د ګناه په منګولو کې پریښي یو.

۸ خو ای څښتنه، ته زمونږ پلار یې. مونږ لکه د خټې په شان یو او ته زمونږ دپاره لکه د کلال په شان یې. مونږ ټول ستا په لاس جوړ شوي یو. ۹ نو په مونږ باندې دومره مه په قهرېږه او زمونږ ګناهونه د تل دپاره مه در په یادوه. په مونږ پام وکړه، ځکه مونږ ټول ستا قوم یو. ۱۰ ستا سپېڅلي ښارونه او صهیون هم په دښته بدل شوي دي او اورشلیم وران او ویجاړ پروت دی. ۱۱ زمونږ د عبادت سپېڅلی او پرتمین ځای چې زمونږ نیکونو به په کې ستا ستاینه کوله، په اور سوځول شوی او له منځه تللی دی. کوم ځایونه چې په مونږ باندې ګران وو هغه په کنډوالو باندې بدل شوي دي. ۱۲ ای څښتنه، سره له دې چې مونږ دا ټول کړاوونه وزغمل، ایا بیاهم په مونږ رحم نه کوې؟ چوپ یې او مونږ ته له حده ډېره سزا راکوې؟