بل څپرکۍ

د اشعیا نبي کتاب

شپږشپېتم فصل

رښتینی عبادت او د خدای قضاوت

۱ څښتن داسې وایي: «اسمان زما تخت دی او ځمکه زما د پښو چوکۍ ده. تاسو به ماته څه ډول کور جوړ کړئ او زما د اوسېدلو ځای چېرته دی؟ ۲ ما دا ټول شیان په خپل لاس پیدا کړل او هغه منځ ته راغلل. خو زه د هغه چا سره یم چې عاجز او توبه کوونکی وي او زما د کلام په وړاندې له وېرې رېږدي.

۳ څوک چې د قربانۍ دپاره غویی حلالوي، هغه انسان هم قتلوي. څوک چې وری د قربانۍ دپاره حلالوي، هغه د سپي ورمېږ هم ماتوي. څوک چې د غلو دانو نذرانې ماته راوړي، هغه د خوګ وینه هم وړاندې کوي. څوک چې ماته قیمتي خوشبویي سوځوي، هغه بت ته هم عبادت کوي. څنګه چې د هغوی زړه وغواړي، هماغه کار کوي. هغوی د هغو ناوړو کارونو څخه چې د کرکې وړ دي، خوند اخلي. ۴ نو زه به هم د هغوی دپاره سخت مصیبت وغواړم، داسې مصیبت چې هغوی ورنه وېریږي. ځکه کله چې ما په هغوی غږ وکړ، نو هېچا ځواب رانه کړ او کله به چې ما خبرې کولې، نو هېچا به ورته غوږ نه نیوه. خو هغوی هغه کارونه وکړل چې زما په نظر بد وو او هغه څه یې خوښ کړل چې زه پرې خوشحاله نه وم.»

۵ ای هغو خلکو چې د څښتن د کلام څخه لړزېږئ، د هغه کلام ته غوږ ونیسئ چې وایي: «زما د نوم په خاطر ستاسو خپل خلک ستاسو نه کرکه کوي او تاسې شړي. هغوی په ملنډو تاسو ته وایي: ‹څښتن دې خپله لویي وښایي او تاسو دې وژغوري، ترڅو مونږ ستاسو خوشحالي ووینو!› خو هغوی به په خپله رسوا شي او وبه شرمیږي. ۶ واورئ! هغه شورماشور چې له ښار څخه راځي او هغه غوغا چې د عبادت د ځای څخه اورېدل کیږي، دا د څښتن اواز دی چې د خپلو دښمنانو څخه بدل اخلي.

۷ زما سپېڅلی ښار د هغې ښځې په شان دی چې ماشوم یې د زېږېدو له درد نه مخکې وزېږیږي، د لنګون له درد نه مخکې یې ناڅاپه زوی دې نړۍ ته راځي. ۸ ایا چا کله داسې حیرانوونکې پېښه لیدلې یا اورېدلې ده چې ناڅاپه یو هېواد په یوه ورځ کې پیدا شي؟ ایا کوم قوم په یوه شېبه کې زېږېدلی شي؟ خو په هغه شېبه کې چې په صهیون باندې د لنګون درد پیل شو، ماشومان یې دې نړۍ ته راوړل. ۹ ایا فکر کوئ کله چې زه د یوې ښځې خېټه خلاصه کړم او په همدې شېبه کې یې پرېنږدم چې ماشوم یې وزېږیږي؟ نه، زه هېڅکله داسې کار نه کوم.» ستاسو څښتن خدای داسې ویلي دي:

۱۰ ای هغو خلکو چې کوئ مینه د اورشلیم سره

ای هغو خلکو چې کوئ ویر د هغه دپاره

خو اوس خوشحال اوسئ

او شریک شئ د هغه په خوشحالۍ کې

۱۱ لکه څنګه چې خوند اخلي ماشوم

د خپلې مور د سینې له شیدو

تاسو به هم شئ برخمن د اورشلیم

له نعمتونو څخه

او خوند به واخلئ د هغه له جلاله څخه

۱۲ څښتن داسې وایي: «ګورئ، زه به نېکمرغي او سلامتي د سیند په شان په اورشلیم کې جاري کړم او د نورو قومونو شتمني به هغه ته د خوړ د سېلاب په شان راروانه کړم. تاسو به د داسې ماشوم په شان یئ چې د مور له خوا شیدې ورکول کیږي، په خپله غېږه کې یې وړي او د مینې نه ډک چلند ورسره کوي. ۱۳ لکه څنګه چې یوه مور خپل ماشوم ته تسلي ورکوي، نو زه به هم تاسو ته په اورشلیم کې تسلي درکړم. ۱۴ کله چې تاسو دا پېښې وګورئ، نو خوشحاله به شئ. ستاسو بدن به د شنو واښو په شان وده وکړي. نو هغه وخت به پوه شئ چې زه څښتن د خپلو خدمتګارانو سره مرسته کوم او خپلو دښمنانو ته خپل قهر ښایم.»

۱۵ ګورئ، څښتن د اور سره راروان دی او د هغه جنګي ګاډۍ د توفان په شان غړمبیږي. هغه به په ډېر قهر او د اور د شغلو په شان په سختو رټلو سره خپلو دښمنانو ته سزا ورکړي. ۱۶ ځکه هغه به په اور او خپلې تورې د نړۍ ټولو خلکو ته سزا ورکړي او ډېر خلک به د هغه د لاسه ووژل شي.

۱۷ څښتن داسې وایي: «هغه خلک به ټول یوځای له منځه لاړ شي چې خپل ځانونه سپېڅلي او پاکوي، یوازې د دې دپاره باغونو ته ځي چې د بتانو عبادت وکړي او د خوګ غوښه، موږکان او نور حرام شیان وخوري. ۱۸ زه د هغوی د خیالونو او کړنو څخه خبر یم. زه راځم د دې دپاره چې د ټولو قومونو او ژبو خلک سره راغونډ کړم. کله چې هغوی راشي، نو زما جلال به وویني ۱۹ او زه به د هغوی په منځ کې یو زورور کار وکړم.

له دې خلکو نه به ځینې ژوندي پرېږدم او هغوی به دغو ځایونو ته ولېږم: هسپانیې، پول، لود چې په غشو ویشتلو کې مهارت لري، توبال او یونان او لېرې هېوادونو ته چې زما د شهرت څخه خبر نه دي او زما لویي یې نه ده لیدلې. هغوی به د دغو هېوادنو خلکو ته زما لویي اعلان کړي. ۲۰ هغوی به ستاسو ټول اسراییلي ورونه له نورو قومونو څخه بېرته راولي. هغوی به دغه اسراییلي ورونه په اسونو، قچرو، اوښانو، جنګي او عادي ګاډیو کې سپاره زما سپېڅلي غره اورشلیم ته راولي او ماته به یې د یوې نذرانې په توګه وړاندې کړي، لکه څنګه چې اسراییلیان په پاکو لوښو کې د غلو دانو نذرانې زما د عبادت ځای ته راوړي. ۲۱ همدارنګه زه به د هغوی نه ځینې د کاهنانو په توګه وټاکم او ځینې د لاویانو په توګه.»

۲۲ څښتن داسې وایي: «لکه څنګه چې نوي اسمانونه او نوې ځمکه چې زه یې جوړوم زما په حضور کې به تلپاتې وي، همداسې به ستاسو اولاده او ستاسو نوم تلپاتې وي. ۲۳ د هرې نوې میاشتې په اختر او همدارنګه د سبت په هره ورځ به د نړۍ ټول خلک زما عبادت وکړي.

۲۴ کله چې هغوی د اورشلیم څخه ووځي، نو د هغو خلکو مړي به وویني چې زما په وړاندې یې سرغړونه کړې وه. کوم چینجي چې د هغوی مړي خوري، هېڅکله به نه مري او کوم اور چې هغوی سوځوي، هېڅکله به نه مړ کیږي. ټول خلک به هغوی ته د کرکې په سترګه ګوري.»

بل څپرکۍ