د اشعیا نبي کتاب

اتم فصل

د اشعیا زوی د خلکو دپاره یوه نښه

۱ څښتن ماته وویل: «یوه لویه تخته راواخله او په هغې باندې په غټو ټکو ولیکه: ‹مهیر شلال حاش بز.› یعنې مال به زر لوټ شي او شتمني به په چټکۍ سره په غنیمت ونیول شي.» ۲ ما دوه اعتباري کسان چې یو یې اوریا کاهن او بل یې زکریا د یبرکیا زوی دی، راوغوښتل چې شاهدان اوسي.

۳ څه موده وروسته زما پیغمبره ښځه امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. څښتن ماته وویل: «په هغه باندې د ‹مال به زر لوټ شي او شتمني به په چټکۍ سره په غنیمت ونیول شي› نوم کېږده. ۴ مخکې له دې چې ماشوم وکولای شي ‹مور› او ‹پلار› ووایي، د اشور امپراتور به د دمشق ټوله شتمني او د سامرې ټول غنیمت له ځان سره یوسي.»

د اشور د امپراتور راتګ

۵ څښتن یوځل بیا ماته وویل: ۶ «په دې خاطر چې د یهودا خلکو د شیلوخ د ویالې هغه اوبه چې په ارامۍ سره جاري دي بې ارزښته وګڼلې او د رزین او د فقح پاچاهانو سره خوشحاله دي، ۷ نو ځکه زه څښتن به د اشور امپراتور او د هغه ټولې لښکرې راولم چې په یهودا باندې حمله وکړي. هغوی به د فرات د سیند د سېلاب په شان چې اوبه یې د غاړو نه اووښتې وي، حمله وکړي. ۸ هغوی به د سېلاب په شان له یهودا نه تېر شي، لکه د سیند په شان به له څنډو نه واوړي او خلک به تر ستوني پورې پټ کړي.»

خو خدای زمونږ سره مل دی او لکه د مرغۍ په شان به په خپلو خپرو ورو وزرونو هغه وطن وساتي.

۹ ای قومونو، یوځای راغونډ شئ او ووېرېږئ! ای لېرې هېوادونو، د جګړې دپاره تیار شئ خو تاسو به ټوټې ټوټې شئ! ۱۰ خپلې نقشې جوړې کړئ! خو هغه به هېڅکله بریالي نه شي. څومره خبرې چې غواړئ ویې کړئ! خو هغه ټولې به بې ګټې وي، ځکه چې خدای زمونږ سره مل دی.

د څښتن خبرداری پیغمبر ته

۱۱ خدای زه ټینګ ونیولم او ماته یې خبرداری راکړ چې په هغې لارې باندې به نه ځې په کومه چې دغه خلک ځي، هغه وویل: ۱۲ «هره خبره دسیسه مه ګڼئ څرنګه چې دغه خلک فکر کوي او له هغو شیانو چې هغوی وېریږي تاسو مه وېرېږئ. ۱۳ باید پوه شئ چې زه مطلق قادر څښتن، سپېڅلی یم. تاسو زما درناوی وکړئ او زما نه ووېرېږئ. ۱۴ څښتن به ستاسو دپاره یو پناه ځای وي. هغه به د اسراییلو او د یهودا دپاره د یوې داسې تیږې په شان وي چې خلک ورباندې راغورځیږي، لکه ګټ چې ورباندې رالویږي. هغه به د اورشلیم د خلکو د راګېرېدلو دپاره یو دام وي. ۱۵ ډېر به ورباندې راوغورځیږي، هغوی به راولویږي او ټوټې ټوټې به شي. هغوی به په دام کې راګېر شي.»

اشعیا او د هغه ماشومان د نښو په توګه

۱۶ هغه تعلیم چې خدای ماته راکړی دی، هغه په یو طومار کې ولیکل شي او بیا به وتړل شي او مهر به شي، وروسته به زما شاګردانو ته ورکړل شي. ۱۷ څښتن خپل ځان د یعقوب د قوم څخه پټ کړی دی، خو زه به په صبر سره هغه ته انتظار وباسم او هغه ته هیله من یم. ۱۸ ګورئ زه د خپلو اولادونو سره چې څښتن ماته راکړي دي، مطلق قادر څښتن چې تخت یې د صهیون په غره باندې دی، هغه مونږ د نښو او خبرداریو په توګه د اسراییلو خلکو ته رالېږلي یو.

۱۹ خو خلک به تاسو ته ووایي چې د فال کتونکو او جادوګرانو سره چې چوف چوف کوي مشوره او پوښتنه وکړئ. هغوی به وایي: «ایا خلک د خپلو خدایانو سره مشوره نه کوي؟ خلک باید د ارواح ګانو څخه د ژوندیو دپاره مشوره او لارښوونه وغواړي.» ۲۰ د څښتن تعلیم او حکمونو ته پام وکړئ! که د دې کلام له مخې خبرې ونه کړي، نو د هغوی دپاره د سهار رڼا نشته.

د وارخطایۍ وخت

۲۱ په ټول وطن کې به خلک ډېر ناامیده، وږي او سرګردانه ګرځي. له لوږې او غوسې به خپل پاچا او خدای ته ښکنځلې کوي. هغوی به اسمان ته ګوري، ۲۲ یا به ځمکې ته ګوري، خو پرته له تکلیفه او تورې تیارې څخه به بل هېڅ نه ویني او په تکه توره تیاره کې به وغورځول شي.