Afghan Bibles
English · دری · پښتو

د یعقوب لیک - (افغان پښتو - می ۲۰۱۹)

لومړی فصل

سلامونه

۱د خدای او د څښتن عیسی مسیح د خدمتګار یعقوب له خوا دې د اسراییلو دولس قبیلو ته چې په ټوله نړۍ کې خواره واره شوي دي، سلام وي.

ایمان او حکمت

۲ای زما خویندو او ورونو! هرکله چې تاسو د ډول ډول ازمیښتونو سره مخامخ کېږئ نو هغه یوه خوشحالي وګڼئ، ۳ځکه تاسو پوهېږئ چې دا ستاسو د ایمان په ازمایښت کې ستاسو صبر او زغم زیاتوي. ۴کله چې ستاسو صبر او زغم نور هم زیات شي، نو تاسو به کامل او بې عیبه انسانان شئ او د هېڅ شي کمی به په تاسو کې نه وي. ۵خو که په تاسو کې په چا کې د حکمت کمی وي، نو هغه دې د خدای څخه وغواړي چې هغه یې د سخاوت له مخې او بې له دې چې څوک ملامته کړي هرچا ته ورکوي، نو هغه ته به هم ورکړل شي. ۶خو کله چې څوک کوم شی غواړي، نو هغه دې له ایمانه سره وغواړي او هېڅ شک دې نه کوي، ځکه چې شک کوونکی د دریاب د هغو څپو په شان دی چې د باد په وسیله اخوا او دې خوا غورځول کیږي. ۷داسې سړی دې په دې تمه نه اوسي چې ماته به د څښتن څخه کوم څه لاسته راشي، ۸ځکه چې شکمن سړی په خپلو کارونو کې ټینګ ولاړ نه وي.

غریب خلک او شتمن خلک

۹غریب ورور دې د خدای په وړاندې په خپلې سرلوړۍ باندې فخر وکړي ۱۰او همدارنګه شتمن ورور دې په خپلې عاجزۍ باندې چې د خدای له خوا ده، ځکه چې هغه به د واښو د ګل په شان له منځه لاړ شي. ۱۱ځکه کله چې لمر د خپلې سوځوونکې ګرمۍ سره راوخیژي نو واښه وچ کړي، ګلان یې ورژیږي او ښایست یې له منځه لاړ شي. نو همداسې به شتمن سړی هم د خپل کاروبار سره له منځه لاړ شي.

ازمیښتونه او وسوسې

۱۲بختور دی هغه څوک چې د ازمایښت په وخت کې ټینګ پاتې شي، ځکه کله چې هغه د داسې ازمایښت څخه بریالی تېر شي، نو د ژوندون تاج به چې خدای د هغو خلکو سره چې ورباندې ګران دی وعده کړې ده، تر لاسه کړي. ۱۳څوک چې وسوسه کیږي، نو هغه باید دا ونه وایي: «خدای زه وسوسه کړی یم،» ځکه چې خدای د هېڅ ډول بدۍ په وسیله نه وسوسه کیږي او نه هم څوک وسوسه کوي. ۱۴خو یو کس هغه وخت وسوسه کیږي چې کله هغه د خپلو نفساني غوښتنو په وسیله وغولول شي او په دام کې راونیول شي. ۱۵بیا د هغه بد خواهشات د ګناه د راپیدا کېدلو سبب کیږي او کله چې ګناه خپل آخري حد ته ورسیږي، نو د مرګ سبب ګرځي.

۱۶ای زما ګرانو خویندو او ورونو! ونه غولېږئ. ۱۷ټول ښه او کامل نعمتونه مونږ ته د خدای له خوا چې د لمر، سپوږمۍ او ستورو پیداکوونکی دی، راځي. هغه نه بدلېدونکی دی او نه د سیوري په شان ګرځي او را ګرځي. ۱۸هغه مونږ د خپلې ارادې او رښتیني کلام په وسیله پیدا کړو، ترڅو د هغه په ټولو مخلوقاتو کې لکه د اولني حاصل مېوه واوسو.

د کلام اورېدل او په هغه باندې عمل کول

۱۹نو ای ګرانو خویندو او ورونو! دا یاد ساتئ چې هرڅوک باید په اورېدلو کې تېز، په خبرو کې ورو او په قهر کې سوړ واوسي. ۲۰ځکه کله چې څوک په قهر شي هغه نه شي کولای داسې نېک او عادلانه کار وکړي چې خدای یې غواړي. ۲۱له دې امله تاسو د ټولو غیراخلاقي کارونو او ټولو بدیو څخه لاس واخلئ او په عاجزۍ سره هغه کلام قبول کړئ چې ستاسو په زړونو کې کرل شوی او کولای شي تاسو ته خلاصون درکړي. ۲۲نو تاسو باید د هغه په کلام عمل وکړئ او یوازې په اورېدلو سره یې خپل ځانونه مه غولوئ. ۲۳ځکه څوک چې کلام ته غوږ نیسي او عمل پرې نه کوي، نو هغه د هغه سړي په شان دی چې خپل مخ په آینه کې ویني. ۲۴کله چې هغه خپل ځان وویني او لاړ شي، نو سمدلاسه دا هېر کړي چې څېره یې څنګه وه. ۲۵خو که چېرته څوک کامل او آزادي بخښونکي شریعت ته په غور سره وګوري او په هغه باندې عمل وکړي او څه چې واوري او نه یې هېروي، نو خدای به د هغه په ټولو کارونو کې برکت واچوي.

۲۶که څوک خپل ځان دینداره ګڼي او خپله ژبه په واک کې نه ساتي، نو هغه خپل ځان غولوي او دینداري یې هېڅ ګټه نه لري. ۲۷د خدای پلار په نظر کې سوچه او بې عیبه دینداري دا ده چې په یتیمانو او کونډو باندې د مصیبت په وخت کې پام وکړو او پرې نه ږدو چې دا دنیا مو فاسد کړي.