د ارمیا نبي کتاب

اته دېرشم فصل

ارمیا د اوبو په وچه ذخیره کې

۱ د متان زوی شفطیا، د فحشور زوی جدلیا، د شلمیا زوی یوکل او د ملکیا زوی فحشور واورېدل چې ما خلکو ته ویل چې ۲ څښتن داسې ویلي دي: «هرڅوک چې په اورشلیم کې پاتې شي، نو هغه به د جنګ، لوږې او وبا له لاسه مړ شي. خو هرڅوک چې ووځي او خپل ځانونه بابلیانو ته تسلیم کړي، نو هغوی به ونه وژل شي. هغوی به لږ تر لږه وکولای شي چې خپل ژوند وژغوري.» ۳ ما هغوی ته دا هم وویل چې څښتن داسې ویلي دي: «دا ښار به په یقین سره د بابلیانو لښکرو ته تسلیم شي او هغوی به دا ښار ونیسي.»

۴ نو بیا درباریان پاچا ته ورغلل او ورته ویې ویل: «دا سړی باید خامخا ووژل شي. ځکه چې د هغه په دې خبرو د ښار عسکر او هغه خلک چې په ښار کې پاتې دي، خپل جرات له لاسه ورکوي. هغه نه غواړي چې د خلکو سره مرسته وکړي، بلکې هغه یوازې دا غواړي چې هغوی ته زیان ورسوي.» ۵ صدقیا پاچا په ځواب کې وویل: «ډېر ښه، نو څه چې مو خوښه وي ورسره ویې کړئ، زه مو منع کولای نه شم.» ۶ نو هغوی زه بوتلم او د ملکیا شاهزاده د اوبو په ذخیره کې چې د ماڼۍ په حوېلۍ کې وه، په پړي باندې ورښکته کړم. په هغې ذخیره کې اوبه نه وې، یوازې خټې په کې وې او زه په کې ډوب شوم.

۷ خو عبد‌ملک ایتوپیایي چې په شاهي ماڼۍ کې یې کار کاوه، خبر شو چې هغوی زه د اوبو په ‌ذخیره کې اچولی یم. په هغه وخت کې پاچا د بنیامین په دروازه کې په محکمه کې ناست ؤ. ۸ نو عبد‌ملک د ماڼۍ څخه ووت، هلته ورغی او پاچا ته یې وویل: ۹ «اعلیحضرته، دې خلکو غلط کار کړی دی. هغوی ارمیا د اوبو په ذخیره کې بندي کړی دی او هغه به هلته له لوږې مړ شي، ځکه چې په ښار کې نوره ډوډۍ نشته.» ۱۰ نو پاچا عبد‌ملک ته امر وکړ چې دېرش تنه له ځان سره واخلي او مخکې له دې چې زه مړ شم ما د اوبو د ذخیرې نه راوباسي. ۱۱ نو عبد‌ملک د هغو کسانو سره د ماڼۍ ګودام ته ورغی، څه زاړه کالي یې راواخیستل او په رسۍ باندې یې ما ته راښکته کړل. ۱۲ هغه راته وویل چې دا زاړه کالي د خپلو تخرګونو لاندې کېږدم چې په هغې رسۍ باندې زخمي نه شم. نو ما همداسې وکړل ۱۳ او هغوی زه د اوبو د ذخيرې نه راوویستلم. له هغې وروسته یې زه د ماڼۍ د ساتونکو په حوېلۍ کې بندي وساتلم.

صدقیا د ارمیا څخه مشوره غواړي

۱۴ یوه ورځ صدقیا پاچا زه راوغوښتم او زه یې د څښتن د کور د درېمې دروازې خولې ته راوستلم او ما ته یې وویل: «زه ستا نه یوه پوښتنه کوم او ستا نه غواړم چې ټول حقیقت راته ووایې.» ۱۵ ما ورته په ځواب کې وویل: «که زه درته رښتیا ووایم، نو ته به ما مړ کړې او که چېرې زه درته مشوره درکړم، نو ته به ورته غوږ ونه نیسې.» ۱۶ نو صدقیا پاچا زما سره پټه وعده وکړه او ویې ویل: «زه د ژوندي څښتن په نوم چې مونږ ته یې ژوند رابخښلی دی، قسم خورم چې زه به تا ونه وژنم او نه به دې هغو خلکو ته په لاس ورکړم چې غواړي تا ووژني.»

۱۷ بیا ما صدقیا ته وویل چې مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای داسې ویلي دي: «که چېرې خپل ځان د بابل د پاچا منصبدارانو ته تسلیم کړې، نو ژوندی به پاتې شې او دا ښار به هم ونه سوځول شي. ته او ستا کورنۍ دواړه به ژوندي پاتې شئ. ۱۸ خو که چېرې تسلیم نه شې، نو ښار به بابلیانو ته ورتسلیم کړای شي، هغوی به ورته اور واچوي او ته به د هغوی نه خلاص نه شې.»

۱۹ خو پاچا په ځواب کې وویل: «زه د خپلو وطندارانو نه چې لاپخوا د هغوی سره یوځای شوي دي، وېرېږم. کېدای شي چې هغوی ته مې په لاس ورکړي او زما سره بد چلند وکړي.» ۲۰ ما وویل: «ته به هغوی ته ونه سپارل شې. زه درڅخه غواړم چې د څښتن پیغام قبول کړه، نو بیا به ستا هر کار سم روان وي او خپل ژوند به کوې.» ۲۱ خو څښتن ما ته په رویا کې وښودل چې که چېرې ته تسلیم نه شې، نو بیا به څه کیږي. ۲۲ ما په رویا کې ولیدل چې هغه ټولې ښځې چې د یهودا په شاهي ماڼۍ کې پاتې دي، هغه به د بابل د پاچا منصبدارانو ته دباندې راوستلې شي. هغوی په لاره کې روانې وې او ستا په هکله به داسې وایي:

بې‌لارې کړی دی پاچا خپلو ښو دوستانو

دي غالب شوي په هغه باندې

ډوبې شوې دي اوس خټو کې پښې د هغه

خپلو دوستانو دی پریښی هغه

۲۳ بیا ما زیاته کړه او ومې ویل: «ستاسو ټولې ښځې او اولادونه به د ښار دباندې بابلیانو ته بوتلل شي او ته به په خپله هم نه شې کولای چې خپل ځان د هغوی نه خلاص کړې. ته به د بابل د پاچا له خوا ونیول شې او دې ښار ته به اور واچول شي.»

۲۴ صدقیا په ځواب کې وویل: «د دې خبرو نه باید هېڅوک هم خبر نه شي، که نه نو ته به مړ شې. ۲۵ که چېرې درباریان خبر شي چې ما ستا سره خبرې کړې دي، نو هغوی به راشي او پوښتنه به درڅخه وکړي چې تا او پاچا د څه شي په هکله خبرې کولې. هغوی به ستا سره دا وعده وکړي چې که ته هغوی ته هغه ټول شیان ووایې، نو هغوی به تا ونه وژني. ۲۶ هغوی ته یوازې دومره ووایه چې تا ما ته زارۍ کولې چې بېرته دې د منشي یوناتان د کور زندان ته ونه لېږم چې هلته مړ شې.»

۲۷ نو بیا ټول درباریان راغلل او زما څخه یې پوښتنه وکړه او هر څه چې پاچا راته ویلي وو، کټ مټ مې هماغسې ورته وویل. نو هغوی نور څه ونه ویل، ځکه چې هېچا هم زمونږ خبرې نه وې اورېدلې. ۲۸ او زه د اورشلیم د نیولو تر ورځې پورې د ماڼۍ په حوېلۍ کې بندي پاتې شوم.