چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ارمیا نبي کتاب
څلورم فصل
د څښتن له خوا توبې ته د اسراییلو رابلل
۱ څښتن داسې وایي: «ای د اسراییلو خلکو، که چېرې تاسو غواړئ چې بېرته ما ته راوګرځئ، نو راوګرځئ او که تاسو ما ته وفادار یئ، نو دا د کرکې وړ بتان زما له مخې څخه لېرې کړئ. ۲ نو تاسو به په رښتیا، په عدالت او نېکۍ سره زما په نوم قسم خورئ. بیا به ټول قومونه زما نه وغواړي چې هغوی ته برکت ورکړم او هغوی به په ما ویاړ وکړي.»
۳ څښتن د یهودا او اورشلیم خلکو ته وایي: «د خپلو زړونو په سختو پټیو کې چې قلبه شوي نه دي، هغه قلبه کړئ او د اغزیو په منځ کې تخم مه کرئ. ۴ ای د یهودا او اورشلیم خلکو، خپل ځانونه ما ته وقف کړئ، ما ته وفادار پاتې شئ او زړونه مو د هر ډول چټلیو نه پاک کړئ. که داسې ونه کړئ، نو ستاسو د بدو کارونو په سبب به زما قهر لکه د اور په شان بل شي. هغه به بلیږي او هېڅوک به نه وي چې هغه مړ کړي.»
په یهودا باندې د حملې خبرداری
۵ د یهودا خلکو ته ووایئ او په اورشلیم کې اعلان وکړئ:
سرنی ووهئ په ټول وطن کې
چیغې ووهئ په زوره او ووایئ
راټول شئ او وتښتئ دېوال لرونکو قوي ښارونو ته
۶ کړئ په نښه د صهیون لاره
وتښتئ د خوندیتوب په خاطر مه کوئ ځنډ
شمال له خوا نه راولي څښتن بلا او تباهي لویه
۷ دی راروان تباه کوونکی د قومونو
لکه زمري په شان د خپل پټ ځای نه
راروان دی هغه چې ستاسو وطن تباه کړي
شي به بدل په کنډوالو د یهودا ښارونه
او هېڅوک به نه اوسیږي په هغه ځای کې
۸ واغوندئ کالي د ماتم وکړئ ویر او ژړا
ځکه چې زمونږ نه لېرې شوی نه دی
د څښتن سخت قهر
۹ څښتن داسې وویل: «په هغه ورځ به پاچا او درباریان خپل همت له لاسه ورکړي، کاهنان به وېریږي او پیغمبران به حیران پاتې شي.» ۱۰ بیا ما وویل: «ای څښتن تعالی، د اورشلیم خلک غولېدلي دي! ځکه چې پیغمبرانو هغوی ته ویلي وو چې هلته به سوله راشي، خو د هغوی په ستونو باندې توره ایښودل شوې ده.»
۱۱ هغه وخت راروان دی چې د اورشلیم ګران خلک به خبر شي چې د دښتې د غونډیو له خوا په هغوی باندې یو سوځوونکی باد راروان دی. هغه به داسې نرم باد نه وي چې یوازې بوس د ځان سره یوسي، ۱۲ هغه باد چې د څښتن په حکم را الوزي، هغه به ډېر قوي وي! دا په خپله څښتن دی چې په خپل قوم باندې د سزا ورکولو حکم اعلانوي.
یهودا د خپلو دښمنانو له خوا کلابند کیږي
۱۳ ګورئ، دښمن لکه د ورېځې په شان راروان دی. د هغوی جنګي ګاډۍ د ډېر تېز توفان په شان دي او د هغوی اسونه د عقاب نه هم ډېر تېز دي. مونږ تباه او برباد شولو! ۱۴ ای اورشلیمه، د خپل زړه نه دې بدي لېرې کړه، نو ته به وژغورل شې. ترڅو پورې به د ګناه نه ډک خیالونه په خپل ذهن کې ساتې؟ ۱۵ د دان د ښار او د افرایم د غرونو نه استازو بد خبر راوړی. ۱۶ هغوی راغلي دي چې قومونو ته خبرداری ورکړي او اورشلیم ته ووایي چې د یو لېرې وطن نه دښمنان راروان دي. هغوی به د یهودا د ښارونو په ضد چیغې ووهي ۱۷ او اورشلیم به داسې کلابند کړي لکه پهرهداران چې یو پټی ساتي، ځکه چې خلکو یې د څښتن په وړاندې سرکښي کړې ده. څښتن داسې ویلي دي.
۱۸ ای یهودا، تا د داسې ژوند کولو او هغو کارونو په سبب چې کړي دې دي، دا هر څه دې په خپل ځان باندې راوستلي دي. ته خپلې ګناه د دې کړاو سره مخ کړی یې او ته یې په زړه سوری کړی یې.
د خپلو خلکو دپاره د ارمیا پرېشاني
۱۹ درد! دا داسې درد دی چې زه یې زغملی نه شم
زما زړه! سخت درزیږي زما زړه
پاتې کېدای نه شمه غلی زه
ځکه چې اورمه اواز د سرني
او د جګړې چیغې
۲۰ یو مصیبت پسې راځي بل مصیبت
ټول وطن دی بدل شوی کنډوالو باندې
ناڅاپه لاړلې زمونږ خېمې له منځه
او ټوټې ټوټې شولې ناڅاپه پردې د هغې
۲۱ زه به ترڅو د جنګ بیرغ وینمه
او اوازونه د سرني به زه ترڅو اورمه؟ ۲۲ څښتن وایي:
زما قوم دی کمعقل
هغوی نه پېژني ما
هغوی دي لکه بېعقله ماشومانو په شان
نه لري عقل هغوی
بدو کارونو ته تکړه دي هغوی
خو ښو کارونو په کولو کې بېوسه دي دوی
د راتلونکې تباهۍ په هکله د ارمیا رویا
۲۳ ځمکې ته وکتل ما، هغه خالي او وه بېشکله
اسمان ته وکتل ما، هلته نه وه رڼا
۲۴ غرونو ته وکتل ما چې لړزېدل هغه
او تللې راتللې ټولې غونډۍ
۲۵ ما ولیدل چې هلته خلک نه وو
حتی مرغۍ وې الوتلې لېرې
۲۶ ما ولیدل چې بدل شوې وې
حاصلخېزې ځمکې دښته باندې
او بدل شوي یې ښارونه کنډوالو باندې
ځکه څښتن ؤ په قهر شوی سخت
۲۷ څښتن داسې ویلي دي چې د ټولې ځمکې نه به دښته جوړه شي، خو هغه به په پوره توګه له منځه نه وړي.
۲۸ ځمکه به ویر کوي له دې امله
اسمان به تور شي
ما څښتن ویلي داسې
او نه بدلومه اراده خپله
دا پرېکړه کړې ده ما
او نه به اوړم له هغې نه
۲۹ د هر ښار خلک به تښتي د اس سوارانو څخه
او غشو ویشتونکو د اوازونو څخه
ځینې تښتي به ځنګل ته
نور به خېژي د ګټانو منځ ته د پټېدو په خاطر
ټول ښارونه به خالي پاتې شي
او بیا به نه اوسیږي هېڅوک په کې
۳۰ ای اورشلیمه، ته تباه شوی لا پخوا یې
ولې اغوندې تک سره کالي؟
ولې د سرو زرو ګاڼې اچوې او توروې سترګې؟
هسې خپل ځان سینګاروې ته
ستا عاشقان نور نه غواړي تا
او غواړي چې ووژني تا
۳۱ داسې فریاد مې واورېد لکه چې ښځه یې کوي
د لنګون په وخت کې
داسې زګېروي لکه چې ښځه یې کوي
د لومړني ماشوم د زېږولو وخت کې
دا ؤ فریاد د اورشلیم چې یې نفس سوځېده
د ساه ویستو دپاره
خپل لاسونه یې اوږده کړي او ویل یې داسې:
زه تباه شوی یمه
دوی راروان دي چې ووژني ما