چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ایوب کتاب
اووه ویشتم فصل
ایوب یوځل بیا د خپل ځان نه دفاع کوي
۱ بیا ایوب خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ویې ویل:
۲ زه خورم قسم په ژوندي خدای
چا چې اخیستی زما حق دی
او تریخ کړی قادر مطلق دی زما ژوند
۳ چې ترڅو پورې ژوندی یمه زه
او خدای راکوي به راته ساه
۴ هېڅکله رابه نه شي بده خبره زما په ژبه باندې
هېڅکله رابه نه شي دروغ زما په خوله باندې
۵ وبه نه وایم هېڅکله داسې چې کوئ سمه خبره تاسو
زه به ټینګار کوم تر مرګه خپلې بېګناهۍ باندې
۶ له دې دعوې نه به لاس وانخلمه چې په حقه یمه
پاک دی وجدان زما زه به وایمه دا ترڅو ژوندی یمه
۷ څوک چې کوي مخالفت راسره او زما په ضد جنګیږي
هغوی دې ومومي سزا د بدکارو او ګناهکارو په شان
۸ پاتې کیږي څه امید بېدینه خلکو سره
کله چې اخلي خدای ژوند د هغوی؟
۹ کله چې راشي پرې تکلیفونه
ایا خدای به واوري فریادونه د هغوی؟
۱۰ باید غوښتلی وای هغه خوښي هغوی
چې ورکوي یې قادر مطلق
باید کړې وای دوامداره دعا خدای ته هغوی
۱۱ راځئ چې درکړم زه تعلیم تاسو ته
چې څومره لوی دی قدرت د خدای
او هېڅ به پټ نه کړمه د قادر مطلق خدای په هکله
۱۲ خو تاسو لیدلي دا هر څه په خپلو سترګو
نو بیا ولې کوئ خوشې خبرې؟
۱۳ دا به وي سرنوشت د بدکارانو خلکو
چې ټاکلی ورته مطلق قادر دی
۱۴ دا کېدای شي چې پیدا شي ډېر زامن د هغوی
خو هغوی به ووژل شي ټول په جنګ کې
او اولادونه به یې هېڅکله ماړه نه شي په ګېډه
۱۵ څوک چې پاتې شي ژوندي مړه به شي په ناروغیو
د هغوی کونډې به هم ونه کړي ویر د هغوی په مړو
۱۶ کېدای شي ولري د خاورو په شان ډېر سپین زر
او کالي ولري د ضرورت نه زیات
۱۷ خو کوم نېکان به واغوندي هغه کالي
کوم بېګناه خلک به ووېشي هغه سپین زر خپل منځ کې
۱۸ بدکاران ودانوي کورونه د غڼې جال په شان
داسې کمزورې وي لکه جونګړې په شان
۱۹ هغوی کېدای شي چې ویده شي شتمنۍ سره
خو کله چې ویښ شي هغوی
نو شتمني به یې وي له لاسه تللې
۲۰ ورباندې رابه شي سخته وېره لکه سېلاب په شان
هغوی به باد یوسي په شپه کې
۲۱ د ختیځ باد به یوسي هغوی
شي به نابود هغوی خپلو کورونو نه
۲۲ دا باد به الوزي هغوی باندې په بېرحمۍ سره
چې کله کړي هغوی د تېښتې کوښښونه
۲۳ کله چې منډې وهي دوی باد شپېلاقونه وهي
وهي ملنډې په هغوی باندې