چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ایوب کتاب
دوه دېرشم فصل
د الیهو وینا
(۳۲:۱ - ۳۷:۲۴)
الیهو د ایوب د ملګرو څخه خفه دی
۱ په دې خاطر چې ایوب په خپلې بېګناهۍ باندې ډاډه ؤ، نو هغو درېو کسانو د ځواب ورکولو څخه ډډه وکړه. ۲ خو د الیهو په نوم یو سړی چې هلته ولاړ ؤ، په قهر شو ځکه چې ایوب خپل ځان حق په جانب ګاڼه او خدای یې ملامت کاوه. الیهو د برکییل زوی ؤ چې د بوز د اولادې او د رام د طایفې څخه ؤ. ۳ هغه د ایوب په درېو ملګرو باندې هم په قهر شو، ځکه چې هغوی هېڅ ځواب ونه موند او بیا یې هم د ایوب غندنه کوله. ۴ الیهو تر هغه وخته پورې صبر وکړ ترڅو هر یو تن خپلې خبرې پای ته ورسولې، ځکه چې هغه هلته تر ټولو کشر ؤ. ۵ خو کله چې هغه ولیدل چې هغه درې سړي د ایوب ځواب نه شي ورکولای، نو هغه په قهر شو، ۶ خپلې خبرې یې پیل کړې او ویې ویل:
زه یمه ځوان او تاسو یئ سپینږیري
نو وېرېدمه چې خپل نظر شریک کړم تاسو سره
۷ ما د ځانه سره وویل چې وکړئ خبرې باید تاسې
باید شریک کړئ خپل حکمت تاسو مشران
۸ خو دا روح چې په انسان کې دی
یعنې ساه د مطلق قادر
چې راځي او ورکوي حکمت انسان ته
۹ یوازې مشران نه وي هوښیار
او نه پوهیږي سپین ږیري چې څه سم دي
۱۰ نو زه وایمه چې غوږ ونیسئ ما ته
او ما پرېږدئ چې درته خپله نظریه ووایم
۱۱ ما په صبر سره ونیوه غوږ ستاسو خبرو ته
په داسې حال کې چې غوښتل مو چې کوم څه ووایئ
۱۲ ما په غور سره پام وکړ ستاسو خبرو ته
خو څوک نه ؤ چې غلط ثابت کړي ایوب
تاسو کې هېچا ونه شو ویلی د هغه د خبرو ځواب
۱۳ څنګه ویلی شئ چې کشف کړی مو حکمت دی؟
یوازې خدای ویلی شي ځواب د ایوب، نه شي ویلی انسان
۱۴ کړلې خبرې ایوب تاسو سره ما سره یې نه کولې
خو زه به هېڅکله ورنه کړم ځواب ستاسو په شان
۱۵ ایوبه، په خبرو کې ناکام شول ستا ملګري
ورسره نشته ستا ځواب
۱۶ کله چې غلي وي دوی ایا زه وکړم انتظار؟
هغوی ولاړ دي هلته او ورسره نشته د ویلو نور څه
۱۷ نه، ورکوم به زه اوس خپل ځواب
او درته وایم به چې څه فکر کوم زه
۱۸ زه خبرې کوم پاتې کېدلی نه شم غلی
نه شم ساتلی زه خبرې زړه کې
۱۹ که ترلاسه نه کړم د خبرو فرصت
وبه چاودېږم لکه ژی چې وي ډک نویو شرابو څخه
۲۰ باید خبرې وکړم چې شم آرام
یمه مجبوره چې ایوب ته زه ځواب ورکړم
۲۱ طرفداري به زه ونه کړم د چا په دغه بحث کې
نه به هم زه وکړم د هېچا چاپلوسي
۲۲ ځکه زه چاپلوسي نه کوم
خدای به زر راکړي سزا که زه دا کار وکړم