چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ایوب کتاب
پنځه دېرشم فصل
الیهو د ایوب غرور محکوموي
۱ بیا الیهو خپلو خبرو ته دوام ورکړ:
۲ دا سمه نه ده ستا دپاره ای ایوبه چې ته ووایې
چې نېک او عادل یم زه د خدای نظر کې
۳ یا وکړې پوښتنه ته له خدایه
چې څه زیان رسوي زما ګناه تا ته؟
په نه کولو د ګناه مې ترلاسه کړي څه دي؟
۴ زه درکوم تا ته ځواب
او ستا ملګرو ته هم
۵ اسمان ته وګوره او ووینه
هغه ورېځې چې دي لوړې ستا نه
۶ که ته وکړې ګناه
ایا دا خدای ته رسوي کوم زیان؟
که ته وکړې ډېر ډېر ځلې بد کارونه
ایا وبه کړي په هغه باندې اغېزه؟
۷ ایا په نېکۍ کولو خدای سره مرسته کوې
یا څه به ترلاسه کړي هغه ستا نه؟
۸ نه، یوازې خلکو ته تکلیف رسوي ستا ګناهونه
او ستا نېک کارونه کوي ورسره مرسته
۹ کله چې خلکو باندې کیږي تېری هغوی زګېروي کوي
هغوی فریاد کوي یو چا ته چې یې وژغوري له زورورو خلکو
۱۰ خو هغوی نه کوي رجوع خدای ته چې دی خالق د هغوی
هغه څوک چې پیدا کوي ورسره هیله په تیارو شپو کې
۱۱ هغوی نه کوي رجوع خدای ته چې ورکوي عقل
چې د انسان سره حکمت دی ډېر د حیواناتو او مرغانو څخه
۱۲ کله چې کړي فریادونه د کومک دپاره
خو ورته نه ورکوي خدای ځواب
ځکه مغرور او بدکاران دي هغوی
۱۳ په حقیقت کې فریادونه د هغوی نه لري ګټه
هغوی ته نه کوي پام مطلق قادر
۱۴ ایوبه، وایې ته چې زه نه شمه لیدلی خدای
خو صبر وکړه ستا دعوه ده د هغه په مخکې
۱۵ ته وایې چې خدای نه ورکوي چا ته سزا
او هغه کوي ګناه ته لږ پام
۱۶ ای ایوبه ته کوې خوشې خبرې
خبرې کوې لکه ناپوهه په شان