د ایوب کتاب

اووه دېرشم فصل

د نړۍ په طبعیت کې د خدای لویي

د الیهو د خبرو دوام

۱ زما زړه ډېر لړزوي توفان

او هغه وهي ټوپونه

۲ تاسو ټول غوږ ونیسئ غږ ته د خدای

چې راوځي د هغه د خولې نه

ونیسئ غوږ هغه غرهار ته

۳ ټول اسمان ته هغه لېږي برېښنا

د ځمکې یو سر نه تر بله سره

۴ بیا راشي تندر کې غرهار د هغه د اواز

اواز د شان او شوکت د هغه

او په همدې وخت کې پړکیږي برېښنا

۵ عجیبه غږ د خدای اورېدل کیږي په تندر سره

هغه کوي لوی کارونه چې مونږ پرې نه شو پوهېدلې

۶ هغه واورې ته کړي حکم چې ووریږي په ځمکه باندې

او اوروي ډېر سخت باران هغه په ځمکه باندې

۷ نو ودروي د خلکو کارونه هغه

ترڅو ټول خلک وویني د هغه کار

۸ پټوي خپل ځانونه وحشي حیوانات

او پاتې کیږي په غارونو کې هغوی

۹ له جنوب نه توفانونه راځي

او له شمال څخه راځي سخته یخني

۱۰ د خدای ساه جوړوي یخ

او بدلوي اوبه په کلک یخ باندې

۱۱ تورې ورېځې ډکوي هغه له نم نه

برېښنا پړکیږي له ورېځو څخه

۱۲ هغه تاویږي راتاویږي د خدای په حکم

پوره کوي ټول حکمونه د هغه ټوله دنیا کې

۱۳ خدای اوروي باران په ځمکه باندې

ترڅو ورکړي سزا خلکو ته

یا وښایي تلپاتې مینه خپله

۱۴ ای ایوبه غلی شه ته یوه شېبه او ونیسه غوږ

ښه فکر وکړه ته د خدای په عجیبه کارونو

۱۵ ایا پوهېږې چې خدای څنګه کوي حکم؟

او پړکوي برېښنا له ورېځو څنګه؟

۱۶ ایا پوهېږې چې وي روانې څنګه اسمان کې ورېځې

دا دي د هغه عجیبه کارونه چې لري کامله پوهه؟

۱۷ نه، یوازې سوځې ته ګرمۍ نه خپلو کالیو کې

او پاتې کیږي هر څه په خپل ځای باندې

کله چې ودریږي باد د جنوب

۱۸ ایا کولای شې د خدای په شان چې وغزوې اسمان

او جوړ کړې هغه د ځلېدونکي فلز په شان؟

۱۹ نو مونږ ته رازده کړه یو څه چې ویې وایو خدای ته

که ته فکر کوې چې دي خالي زمونږ ذهنونه

او ویلو ته څه نه لرو مونږ

۲۰ زه به ونه غواړم چې وکړمه د خدای سره خبرې

ولې ورکړمه موقع هغه ته چې مې تباه کړي؟

۲۱ کولای نه شو چې لمر ته وګورو مونږ

ځکه ځلیږي دومره رڼا اسمان کې

کله چې پاک کړي باد اسمان له ورېځو

۲۲ په همدې ډول د خدای هیبتناکه جلال ته

چې ځلیږي د شمال نه د ټول شان او شوکت سره

نه شو کولای چې مونږ وګورو

۲۳ ورتللی نه شو نژدې قادر مطلق خدای ته

نېک او ډېر عادل دی هغه او ظلم نه کوي په مونږ باندې

۲۴ نو بیا نه ده د حیرانتیا خبره

چې له خدای نه ووېریږي خلک

ځکه څوک چې دعوه کړي د حکمت

نو له نظره غورځوي هغه خلک