چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ایوب کتاب
دوه څلوېښتم فصل
د ایوب اقرار او توبه ویستل
۱ بیا ایوب د څښتن په ځواب کې داسې وویل:
۲ زه پوهېږمه څښتنه چې ته کولای شې هر کار
او هیڅوک کولای نه شي چې وکړي مخنیوی د ارادو ستا
۳ زما نه وکړله پوښتنه تا
ته یې څوک چې پوښتنې کړې زما د حکمت؟
اوس پوه شوم هغو شیانو په هکله
چې حیرانوونکي او ډېر لوی وو
او هغو شیانو په هکله چې نه پوهېدم ورباندې
۴ تا راته وویل چې ونیسه غوږ زما خبرو ته
او تا راته وویل چې زه به پوښتنې کوم
او ته به ځواب راکوې
۵ زه پوهېدم یوازې په هغه څه چې راته بل چا ویلې
خو اوس مې لیدلی یې ته په خپلو سترګو
۶ نو په دې سبب زه خجالت وباسم په ټولو خبرو خپلو
او توبه وباسم په خاورو او ایرو کې زه
د ایوب ملګري رټل کیږي
۷ وروسته له دې چې څښتن د ایوب سره خپلې خبرې پای ته ورسولې، هغه الیفاز ته وویل: «زه په تا او ستا په دوو ملګرو یعنې بلدد او صوفر باندې په قهر یم، ځکه چې تاسو زما د خدمتګار ایوب په شان زما په هکله رښتیا ونه ویل. ۸ اوس اووه غویان او اووه پسونه واخلئ او ایوب ته ورشئ او د خپلو ځانونو دپاره یې د سوځېدونکې قرباني په توګه وړاندې کړئ. ایوب به ستاسو دپاره دعا وکړي او زه به د هغه دعا قبوله کړم او ستاسو ناپوهي به وبخښم. تاسو د هغه په شان زما په هکله رښتیا ونه ویل.» ۹ نو الیفاز، بلدد او صوفر د څښتن خبره په ځای کړه او څښتن د ایوب دعا قبوله کړه.
ایوب بېرته خپل پخواني حالت ته راګرځي
۱۰ بیا وروسته له دې چې ایوب د خپلو درېو ملګرو دپاره دعا وکړه، څښتن هغه بیا نېکمرغه کړ او د مخکې په پرتله یې دوه چنده شتمني ورکړه. ۱۱ د ایوب ټول ورونه، خویندې او پخواني ملګري د هغه لیدلو ته راغلل او د هغه سره یې د هغه په کور کې مېله جوړه کړه. هغوی ورسره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د هغو ټولو تکلیفونو په خاطر یې چې څښتن ورباندې راوستلي وو، هغه ته تسلي ورکړه. د هغوی څخه هر یو تن څه نا څه پیسې او یوه یوه د سرو زرو ګوته هغه ته ورکړه.
۱۲ څښتن د ایوب د ژوند د لومړیو ورځو په پرتله په وروستنیو ورځو کې ډېر برکت واچاوه. ایوب د څوارلس زرو پسونو، شپږو زرو اوښانو، زر جوړه غوایانو او د زرو خرو خاوند شو. ۱۳ هغه اوه زامن او درې لورګانې لرلې. ۱۴ هغه په خپلې مشرې لور باندې یمیمه، په دوهمې باندې قصیعه او کشرې لور باندې قرنهفوک نوم کېښود. ۱۵ په ټوله نړۍ کې د ایوب د لورګانو په شان ښایسته نجونې نه وې. ایوب هغوی ته هم د هغوی د ورونو په شان په میراث کې برخه ورکړه.
۱۶ له هغې وروسته ایوب یو سل او څلوېښت کاله نور هم عمر وکړ او خپل لمسي او کړوسيان یې هم ولیدل. ۱۷ او بیا هغه په ډېر پوخ عمر کې مړ شو.
مخکینۍ څپرکۍ
بل څپرکۍ