چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د ایوب کتاب
اووم فصل
د ایوب شکایت د خپل سخت ژوند په هکله
۱ ایا دنیا کې انسان نه وباسي سخت زحمت
او ژوند یې نه دی د مزدور په شان؟
۲ چې د یخ سیوري په ارمان وي هغه غلام په شان
چې د تنخوا په انتظار وي هغه مزدور په شان
۳ خدای راکړی بېمعنی ژوند میاشتې په میاشتې
او زما په قسمت کې دي د بدمرغۍ شپې
۴ کله چې څملمه زه وایم چې به کله راپاڅېږم
خو شپه اوږده شي
ټوله شپه اوړم رااوړم د سهار ارمان کومه
۵ بدن مې ډک دی له چنجیو او چټلیو څخه
هغه پټ دی په داغونو باندې
زوې بهیږي له زخمونو زما
۶ زر زر تېریږي د ژوند ورځې زما
لکه د اوبدلو د څرخ
په مایوسۍ باندې تېریږي هغه
۷ په یاد دې اوسه خدایه
زما ژوند دی یوازې یوه ساه اخیستل
او زما سترګې به ونه ګوري بیا هېڅکله ښه ورځ
۸ هغه سترګې چې مې ګوري اوس
ته لټوې به ما خو زه به نه یم
۹ د داسې ورېځې په شان چې پناه کیږي او ورکیږي هغه
څوک چې ځي د مړو دنیا ته بېرته نه راځي هغه
۱۰ هغه به هېڅکله رانه شي بیا خپل کور ته
بیا به ونه لیدل شي هېڅکله په خپل ځای کې هغه
۱۱ نه! زه خاموش پاتې کېدلی نه شم
زه به خبرې کوم له غمجن زړه نه
زه کومه شکایت د خپل دردمن ځان نه
۱۲ ایا ته فکر کوې چې بحري بلا یمه زه
چې مې ساتې ته تر څارنې لاندې؟
۱۳ زه څملم چې ارام وکړم
او له درد نه خلاص شم
۱۴ خو وېروې ما په خوبونو کې ته
راباندې ګورې رویاګانې د ډار
۱۵ دا به وای غوره چې زندۍ مې کړي څوک
نه دا چې ژوند تېر کړم دې خوار بدن کې
۱۶ دغه مې بس دی یم بېزاره نور د دې ژوند څخه
ورځې د ژوند دي زما لږې پرېږده چې یم یوازې
۱۷ ورکوې ولې دومره ارزښت انسان ته؟
ته ولې پام کوې هغه باندې؟
۱۸ هر سهار یې پلټنه کوي
او ازمایې هره شېبه هغوی
۱۹ کله به ما ته کتل بس کړې
چې زه مې تېرې کړمه خپلې لیاړې؟
۲۰ ای څارونکیه د انسانانو
رسوي زیان زما ګناه تا ته؟
ولې دې زه په نښه کړی یمه؟
دومره دروند بار یمه په تا باندې؟
۲۱ ولې ته نه بخښې ګناه زما
او نه لېرې کوې سرکښي زما؟
زر به زه لاړ شمه خپل ګور ته
کله چې ته ما لټوې نو نه به یمه زه