چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ دا پیغام د څښتن له خوا د فتوییل زوی یوییل ته ورکړل شو.
۲ ای مشرانو، واورئ
د یهودا ټول خلک دې غوږ ونیسي
داسې کار شوی کله
ستاسو په وخت کې
یا ستاسو د نیکونو وخت کې؟
۳ خپل اولادونه کړئ خبر له دې نه
او خپل اولادونه دې خبر کړي هغوی
د یو نسل نه تر بل نسله پورې
۴ څه چې شول پاتې د ملخانو د لښکر څخه
هغه وخوړل غټو ملخانو
څه چې پاتې شول له غټو ملخانو
هغه وخوړل کوچنیو ملخانو
څه چې پاتې شول له کوچنیو ملخانو
هغه وخوړل نورو ملخانو
۵ ای شرابیانو، ویښ شئ او وژاړئ
په چیغو چیغو وژاړئ ای د شرابو څښونکو
هغه انګور دي تباه شوي چې جوړېدل
نوي شراب ورڅخه
۶ زمونږ وطن باندې حمله کړې ده
د ملخانو لښکر
هغوی قوي دي او دي بېشماره
د دوی غاښونه دي تېره
لکه غاښونو د زمریو په شان
۷ هغوی تباه کړل زمونږ تاکونه
او پوستکي یې وویستل زمونږ د انځر له ونې
هغوی سپین کړي دي پوستکي د دې
دي پریښي لوڅې څانګې د دې
۸ داسې وژاړئ، ای خلکو
لکه چې پېغله واغوندي د ویر کالي
د خپل نامزاد په مړینې
۹ نشته غله او نه شراب چې
کړي یې وړاندې د خدای کور کې
کاهنان کوي ماتم ځکه چې نشته
نذرانې ورسره د څښتن دپاره
۱۰ پټي پراته دي شاړ
او ځمکه ویر کوي
ځکه تباه شوي دي غلې دانې
او وچ شوي دي انګور
او مړاوې شوې د زیتون ونې دي
۱۱ خفګان کوئ ای بزګرانو
ژړا کوئ ای د تاکونو باغوانانو
په دې خاطر چې غنم او اوربشې
تباه شوي ټول فصلونه
۱۲ مړاوي شوي دي تاکونه او د انځرو ونې
وچې شوې ټولې د انار، خرما او د مڼو ونې
ټولې ونې د مېوو دي وچې شوې
له منځه تللې خوشحالي د خلکو
۱۳ ای کاهنانو چې خدمت کوئ په قربانګاه کې
د ویر کالي واغوندئ او ژړاګانې کوئ
ای خادمانو زما د خدای
ننوځئ د خدای کور ته او کوئ ویر ټوله شپه
نشته غلې او شراب چې یې کړئ وړاندې خدای ته
۱۴ حکم ورکړئ چې روژه ونیسي
راوغواړئ مذهبي غونډه
سره راټول کړئ مشران او ټول خلک
د خپل څښتن خدای په کور کې
او وکړئ فریاد هغه ته
۱۵ رانژدې شوې د څښتن ورځ ده
هغه ورځ چې تباهي راولي مطلق قادر څښتن
راولي په هغه ورځ به څومره وېره
۱۶ زمونږ د سترګو مخکې
تباه کیږي فصلونه زمونږ
نوره نشته خوشحالي زمونږ
د خدای په کور کې
۱۷ په وچه ځمکه کې تخمونه ځي له منځه
غلې دانې نشته چې شي ذخیره
او تش ګودامونه کنډوالې پراته دي
۱۸ غویان رمباړې وهي لوږې له لاسه
ځکه چې نشته څړځای هغوی دپاره
هم سرګردانه ګرځي د پسونو رمې
۱۹ ای څښتنه، تا ته فریاد کومه
ځکه چې داسې دي وچ شوي څړځایونه او ونې
لکه چې اور وي سوځولي هغه
۲۰ حتی فریاد کړي تا ته ځنګلي حیوانات
په دې سبب چې وچې شوې ویالې
او اور له منځه وړي څړځایونه د بیابان