مخکینۍ څپرکۍ

د عیسی مسیح په هکله د یوحنا انجیل

لومړی فصل

د ژوندون کلام

۱په ازل کې کلام ؤ. کلام د خدای سره ؤ او کلام په خپله خدای ؤ، ۲په ازل کې کلام د خدای سره ؤ. ۳خدای ټول شیان د کلام په وسیله پیدا کړل او هېڅ شی بې له کلامه نه دی پیدا شوی. ۴کلام د ژوندون سرچینه وه او دې ژوندون انسانانو ته رڼا راوستلې ده. ۵رڼا په تیاره کې ځلیږي او تیاره هېڅکله هم په هغې باندې نه ده غالبه شوې.

۶نو بیا خدای یو سړی راولېږه چې یحیی نومېده، ۷هغه د یو شاهد په توګه راغی چې خلکو ته د دې رڼا په هکله شاهدي ورکړي، ترڅو ټول د دې پیغام په وسیله ایمان راوړي. ۸هغه په خپله رڼا نه وه، بلکې هغه راغی چې د هغې رڼا په هکله شاهدي ورکړي.

۹هغه رښتینې رڼا چې په ټولو انسانانو باندې ځلیږي، نړۍ ته راروانه وه. ۱۰کلام په نړۍ کې ؤ او که څه هم نړۍ د هغه په وسیله پیدا شوې وه، خو نړۍ هغه ونه پېژانده. ۱۱هغه خپل وطن ته راغی، خو خپلو خلکو هغه قبول نه کړ. ۱۲خو کومو خلکو چې هغه یې قبول کړ او ایمان یې ورباندې راوړ، نو هغوی ته یې دا حق ورکړ چې د خدای اولادونه شي. ۱۳داسې اولادونه چې هغوی نه د عادي زېږېدنې، نه د جسماني غوښتنو او نه د انساني ارادې له مخې بلکې د خدای د روح په وسیله پیدا شوي وي.

۱۴کلام جسم شو او زمونږ په منځ کې اوسېده. مونږ د هغه لویې ولیدله، داسې لویي چې هغه د پلار د یوازېني زوی په توګه تر‌لاسه کړه او هغه د فضل او رښتینولۍ څخه ډک ؤ. ۱۵یحیی خلکو ته د هغه په هکله شاهدي ورکړې وه. هغه په لوړ اواز وویل: «دا هغه څوک دی چې ما د هغه په هکله ویلي وو چې زما څخه وروسته به راځي، خو هغه زما څخه ډېر لوی دی، ځکه چې زه لا پیدا شوی نه وم چې هغه موجود ؤ.» ۱۶هغه د خپلې زیاتې مهربانۍ له مخې مونږ ټولو ته برکت راکړ، مونږ ته یې د یو برکت پسې بل برکت راکړ. ۱۷ځکه چې شریعت د موسی په وسیله ورکړل شو او مهرباني او رښتینولي د عیسی مسیح په وسیله راغله. ۱۸هېچا هېڅکله خدای نه دی لیدلی، خو د خدای یوازېنی زوی چې پلار ته تر ټولو نژدې دی، خلکو ته وښودل چې خدای څوک دی.

د تعمید غسل ورکوونکي یحیی پیغام

(متي ۳:‌۱‌-‌۱۲ او مرقوس ۱:‌۱‌-‌۸ او لوقا ۳:‌۱‌-‌۱۸)

۱۹د یحیی شاهدي دا وه: کله چې د اورشلیم د یهودیانو مشران ځینې کاهنان او لاویان یحیی ته ورولېږل چې پوښتنه ترې وکړي: «ته څوک یې؟» ۲۰هغه اقرار وکړ او منکر نه شو، بلکې ښکاره یې وویل: «زه مسیح نه یم.» ۲۱هغوی ترې پوښتنه وکړه: «نو بیا ته څوک یې؟ ته الیاس نبي یې؟» هغه ځواب ورکړ: «نه، زه هغه نه یم.» هغوی پوښتنه وکړه: «ته هغه پیغمبر یې چې مونږ ورته په تمه یو؟» هغه ځواب ورکړ: «نه.» ۲۲هغوی وویل: «نو بیا مونږ ته ووایه چې ته څوک یې؟ ځکه هغو کسانو چې مونږ رالېږلي یو هغوی ته باید ځواب ورکړو. د خپل ځان په هکله څه وایې؟» ۲۳یحیی وویل: لکه څنګه چې اشعیا نبي ویلي دي:

زه د نارې وهونکي اواز یم چې په دښته کې نارې وهي چې د څښتن لاره سمه کړئ.

۲۴کوم استازي چې د فریسیانو له خوا لېږل شوي وو، ۲۵د یحیی څخه پوښتنه وکړه: «که چېرې ته نه مسیح یې، نه الیاس یې، نه هغه پیغمبر یې چې مونږ ورته په تمه یو، نو بیا ولې د تعمید غسل ورکوې؟» ۲۶یحیی ځواب ورکړ: «زه په اوبو باندې د تعمید غسل ورکوم، خو ستاسو په منځ کې یو څوک ولاړ دی چې تاسو هغه نه پېژنئ. ۲۷هغه زما څخه وروسته راځي، خو زه د دې لایق هم نه یم چې د هغه د څپلیو تسمې خلاصې کړم.» ۲۸دا ټولې پېښې په بیت‌عنیا کې چې د اردن د سیند په بله غاړه باندې پروت دی یعنې په هغه ځای کې چې یحیی خلکو ته د تعمید غسل ورکاوه، وشوې.

د خدای له خوا د قربانۍ وری

۲۹بله ورځ یحیی ولیدل چې عیسی د هغه خواته راروان دی، نو هغه وویل: «ګورئ، دا د خدای له خوا هغه وری دی چې د نړۍ د خلکو ګناهونه لېرې کوي! ۳۰دا هماغه دی چې د هغه په هکله ما ویلي وو چې زما څخه وروسته به یو څوک راځي چې زما څخه ډېر لوی دی، ځکه چې زه لا نه وم پیدا شوی چې هغه موجود ؤ. ۳۱ما هغه نه پېژانده چې هغه به څوک وي، خو زه راغلم چې د اوبو په وسیله د تعمید غسل ورکړم د دې دپاره چې هغه د اسراییلو خلکو ته وروپېژنم.»

۳۲بیا یحیی دا شاهدي ورکړه: «ما روح القدس ولیده چې د کوترې په شکل د اسمان نه رانازل شو او په هغه باندې کښېناست. ۳۳ما هغه نه پېژانده خو هغه چا چې زه یې راولېږلم چې د اوبو په وسیله د تعمید غسل ورکړم ماته ویلي وو: ‹هرکله چې ته ووینې چې په کوم چا باندې روح القدس نازل شي او په هغه باندې کښېني، نو پوه شه چې دا هماغه سړی دی چې د روح القدس په وسیله به د تعمید غسل ورکوي.› ۳۴ما ولیدل چې داسې وشول او شاهدي ورکوم چې هغه د خدای زوی دی.»

د عیسی مسیح لومړني شاګردان

۳۵په بله ورځ یحیی بیا د خپلو دوه شاګردانو سره ولاړ ؤ، ۳۶کله چې هغه ولیدل چې عیسی له هغه ځای څخه تېریږي نو ویې ویل: «ګورئ، دا دی د خدای له خوا د قربانۍ وری!»

۳۷د یحیی دوو شاګردانو دا خبره واورېدله او عیسی پسې روان شول. ۳۸عیسی شاته وکتل او ویې لیدل چې هغوی هغه پسې روان دي نو پوښتنه یې ترې وکړه: «تاسو څه شي پسې ګرځئ؟» هغوی پوښتنه وکړه: «ربي ته چېرته اوسېږې؟» (د ربي معنی استاذ دی.)

۳۹عیسی وویل: «راشئ او وګورئ.» دا شاوخوا د ماسپښین څلور بجې وې نو هغوی د هغه سره لاړل او ویې لیدل چې هغه چېرته اوسېده او پاتې ورځ یې د هغه سره تېره کړه.

۴۰د هغو دوه تنو څخه چې د یحیی د خبرو له اورېدلو وروسته عیسی پسې روان شو، یو یې د شمعون پطروس ورور اندریاس ؤ. ۴۱لومړنی کار چې هغه وکړ، هغه دا ؤ چې هغه خپل ورور شمعون پیدا کړ او هغه ته یې وویل: «مونږ مسیح موندلی دی،» چې د مسېح معنی ده وعده شوی پاچا. ۴۲نو اندریاس شمعون عیسی ته راوست. عیسی هغه ته وکتل او ویې ویل: «ته د یوحنا زوی شمعون یې، خو له دې وروسته به ته د کیفا په نوم یادېږې.» (د کیفا معنی پطروس دی چې معنی یې تیږه ده.)

عیسی فیلیپوس او نتناییل ته بلنه ورکوي

۴۳بله ورځ عیسی دا پرېکړه وکړه چې جلیل ته لاړ شي. په لاره کې هغه فیلیپوس پیدا کړ او ورته یې وویل: «ما پسې راځه.» ۴۴فیلیپوس د اندریاس او پطروس په شان د بیت‌صیدا ؤ. ۴۵فیلیپوس نتناییل راپیدا کړ او ورته ویې ویل: «مونږ هغه کس پیدا کړ چې موسی د شریعت په کتاب کې لیکلي او همدارنګه پیغمبرانو هم د هغه په هکله لیکنې کړي دي. هغه عیسی دی چې د ناصرې د ښار څخه دی او د یوسف زوی دی.» ۴۶نتناییل د هغه نه پوښتنه وکړه: «ایا په ناصرې کې هم ښه شی پیدا کېدای شي؟» فیلیپوس ځواب ورکړ: «راشه او وګوره.»

۴۷کله چې عیسی ولیدل چې نتناییل د هغه خواته راروان دی نو د هغه په هکله یې وویل: «دا سړی اصلي اسراییلی دی او په هغه کې هېڅ کومه ټګي نشته.» ۴۸نتناییل پوښتنه وکړه: «ته ما څنګه پېژنې؟» عیسی ځواب ورکړ: «مخکې له دې چې فیلیپوس تاته غږ وکړي ماته ولیدلې چې د انځر د ونې لاندې وې.» ۴۹نتناییل وویل: «استاذه! ته د خدای زوی یې! ته د اسراییلو پاچا یې.» ۵۰عیسی وویل: «ایا تا په دې خاطر ایمان راوړ چې ما درته وویل چې ته مې د انځر د ونې لاندې ولیدلې؟ ته به د دې نه هم لوی لوی کارونه ووینې.» ۵۱بیا یې هغه ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تاسو به ووینئ چې اسمان به پرانیستل شي او د خدای فرښتې به د انسان د زوی په مرسته اسمان ته خېژي او راښکته کیږي.»

مخکینۍ څپرکۍ