۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے

نهم باب

د يو پېدائشى ړوند بينا کول

۱ عيسىٰ چې په لاره تېرېدو نو يو سړے يې وليدو چې پېدائشى ړوند وو. ۲ د هغۀ مريدانو ترې تپوس وکړو چې، ”اُستاذه، ګناه چا کړې ده، دې سړى او کۀ د دۀ مور او پلار، چې دے ړوند پېدا شوے دے؟“ ۳ عيسىٰ جواب ورکړو، ”نۀ دې سړى او نۀ د دۀ مور پلار ګناه کړې ده. بلکې هغه ځکه ړوند پېدا شو چې د خُدائ پاک قُدرت په دۀ کښې څرګند شى. ۴ ترڅو چې لا ورځ ده مونږ له د هغۀ کار کول په کار دى چا چې زۀ رالېږلے يم، شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے. ۵ نو ترڅو چې زۀ په دُنيا کښې يم، زۀ د دُنيا نُور يم.“ ۶ دې وئيلو سره عيسىٰ په زمکه وتُوکل او په توکاڼو يې خټه جوړه کړله او هغه يې د هغه سړى په سترګو ومږله، ۷ او ورته يې وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د سيلوم په تالاب کښې يې ووينځه.“ د دې لفظ معنىٰ ده، لېږلے شوے، نو هغه سړے لاړو، سترګې يې ووينځلې او چې واپس راغلو بينا شوے وو. ۸ بيا د هغۀ ګاونډيانو او هغه چا چې دے يې پېژندو چې خير به يې غوښتو، هغوئ ووئيل چې، ”ولې دا هغه سړے نۀ دے چې ناست به وو او خير به يې غوښتو؟“ ۹ ځينو ووئيل، ”آو، هم دا هغه سړے دے،“ او نورو ووئيل، ”نه، دا د هغۀ په شان دے.“ هغۀ په خپله ووئيل چې، ”زۀ هم هغه سړے يم.“ ۱۰ هغوئ ترې تپوس وکړو، ”نو ستا سترګې څنګه بينا شوې؟“ ۱۱ هغۀ جواب ورکړو، ”يو سړے چې نوم يې عيسىٰ دے هغۀ خټه جوړه کړه، او زما په سترګو يې ومږله او راته يې وفرمائيل چې د سيلوم تالاب ته لاړ شه او وې وينځه. بيا زۀ لاړم او ومې وينځلې او بينا شوم.“ ۱۲ هغوئ تپوس وکړو چې، ”هغه دے چرته؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته.“

د فريسيانو د شفا موندلو په حق کښې تحقيقات

۱۳ هغه سړے چې مخکښې ړوند وو هغوئ فريسيانو له راوستو. ۱۴ دا د سبت ورځ وه چې عيسىٰ خټه جوړه کړه او د هغۀ سترګې يې بينا کړې. ۱۵ بيا فريسيانو ترې هم تپوسونه شروع کړل چې، ”تۀ څنګه بينا شوې؟“ سړى هغوئ ته ووئيل، ”هغۀ زما په سترګو خټه ومږله، بيا هغه ما ووينځلې او اوس زۀ ليدے شم.“ ۱۶ ځينو فريسيانو ووئيل چې، ”دا سړے د خُدائ پاک د طرفه نۀ دے ځکه چې د سبت د ورځې احترام نۀ کوى.“ خو نورو ووئيل چې، ”يو ګناه ګار سړے څنګه داسې معجزه کولے شى؟“ او په هغوئ کښې اختلاف پېدا شو. ۱۷ نو هغوئ د هغه ړوند سړى نه بيا تپوس وکړو چې، ”ستا د هغۀ په حقله څۀ خيال دے؟ ځکه چې هغۀ ستا سترګې بينا کړې دى.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”هغه يو نبى دے.“ ۱۸ خو يهوديانو په دې باور نۀ کولو چې دا سړے ړوند وو او بينا شو ترڅو چې هغوئ د هغۀ مور او پلار راوغوښتل ۱۹ او تپوس يې ترې وکړو چې، ”دا ستاسو زوئ دے، څوک چې تاسو وايئ چې ړوند پېدا شوے وو؟ نو اوس دے څنګه ليدلے شى؟“ ۲۰ مور او پلار يې جواب ورکړو، ”مونږ ته دا پته ده چې دا زمونږ زوئ دے او چې دے پېدائشى ړوند دے. ۲۱ خو مونږ ته پته نشته چې دا څنګه دے اوس ليدلے شى، او نۀ مونږ ته پته شته چې چا د دۀ سترګې بينا کړې. د دۀ نه تپوس وکړئ، دے زلمے دے، دے به په خپله حال ووائى.“ ۲۲ د هغۀ مور او پلار د يرې نه داسې ووئيل ځکه چې هغوئ د يهوديانو نه ويرېدل. نو يهوديانو د مخکښې نه دا فېصله کړې وه چې څوک هم عيسىٰ ومنى چې مسيح دے نو هغه به د عبادتخانې نه وشړى. ۲۳ هم دغه وجه وه چې مور پلار يې ووئيل چې هغه زلمے دے، تپوس ترې وکړئ. ۲۴ نو بيا په دوېم ځل هغوئ هغه سړے راوغوښتو څوک چې ړوند وو او ورته يې ووئيل، ”خُدائ پاک ته مخ کړه او رښتيا ووايه، خو مونږ ته دا پته ده چې دا سړے ګناه ګار دے.“ ۲۵ هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته چې دے ګناه ګار دے او کۀ نه، خو زۀ د يو څيز نه خبر يم، هغه دا چې زۀ ړوند وم او اوس بينا شوے يم.“ ۲۶ هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”هغۀ تا سره څۀ وکړل؟ هغۀ ستا سترګې څنګه بينا کړې؟“ ۲۷ هغۀ جواب ورکړو چې، ”ما خو تاسو ته ووئيل خو تاسو غوږ نۀ کېښودو، نو تاسو دا بيا ولې اورېدل غواړئ؟ ولې تاسو هم د هغۀ مريدان جوړېدل غواړئ څۀ؟“ ۲۸ نو بيا هغوئ په کنځلو شول او ورته يې ووئيل، ”تۀ د هغۀ مريد يې، خو مونږ د موسىٰ يُو. ۲۹ مونږ ته پته ده چې خُدائ پاک د موسىٰ سره خبرې کړې وې خو د دې سړى نه خبر نۀ يُو چې دے د کومه راغلے دے.“ ۳۰ سړى جواب ورکړو چې، ”څومره د حېرانتيا خبره ده چې تاسو ته دا پته نشته چې هغه د کومه راغلے دے، خو بيا هم هغۀ زما سترګې بينا کړې. ۳۱ مونږ ته پته ده چې خُدائ پاک د ګناهګارو نۀ اورى، خو هغه د هغه چا اورى چې د هغۀ عبادت کوى او د هغۀ رضا پوره کوى. ۳۲ د دُنيا د پېدايښت نه لا چا دا نۀ دى اورېدلى چې چا د پېدائشى ړوند سترګې بينا کړې دى. ۳۳ کۀ دا سړے د خُدائ پاک د طرفه نۀ وے نو هغۀ هيڅ نۀ شو کولے.“ ۳۴ هغوئ ورته ووئيل چې، ”تۀ خو په خپله بلکل ګناه ګار پېدا شوے يې او اوس مونږ ته د تعليم راکولو کوشش کوې؟“ نو بيا هغوئ هغه د عبادتخانې نه وشړلو.

روحانى ړوندتوب

۳۵ کله چې عيسىٰ په دې خبر شو چې هغوئ هغه شړلے دے، نو عيسىٰ هغه پېدا کړو او تپوس يې ترې وکړو، ”ستا په اِبن آدم ايمان شته؟“ ۳۶ سړى جواب ورکړو، ”مالِکه، ما ته ووايه هغه څوک دے نو چې زۀ په هغۀ ايمان راوړم.“ ۳۷ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تا هغه وليدو، څوک چې تا سره خبرې کوى هم هغه دے.“ ۳۸ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، زما پرې ايمان دے.“ او هغه ورته په سجده پرېوتو. ۳۹ عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ دې دُنيا ته د عدالت دپاره راغلے يم چې ړاندۀ بينا شى او څوک چې ځان بينا ګڼى هغه ړاندۀ شى.“ ۴۰ ځينى فريسيان چې د هغۀ سره نزدې ولاړ وُو د هغۀ دا خبرې يې واورېدلې او تپوس يې ترې وکړو، ”ولې مونږ ړاندۀ يُو څۀ؟“ ۴۱ عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ چرې تاسو ړاندۀ وے نو ستاسو ګناه به نۀ وه خو اوس چې تاسو دا وايئ چې مونږ بينا يُو، نو په دې تاسو ګناه ګار پاتې شوئ.“