چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ کله چې د اسراییلو د بریالیتوب خبر د حاصور پاچا یابین ته ورسېده، هغه د مادون پاچا یوباب او د شمرون او اخشاف پاچاهانو ۲ او هغو پاچاهانو ته پیغام ولېږه چې د شمال په غرنۍ سیمه کې، د اردن په دره کې، د جلیل د بحیرې په جنوب کې، د غرونو په لمنو کې او دور ته نژدې په غونډیو باندې اوسېدل. ۳ همدارنګه هغه د کنعانیانو پاچاهانو ته چې د اردن د سیند په دواړو خواوو کې اوسېدل، د اموریانو، حیتیانو، فرزیانو او یبوسیانو پاچاهانو ته چې په غرنۍ سیمه کې اوسېدل او د هغو حویانو پاچاهانو ته هم پیغام ورولېږه چې د حرمون د غره په لمنو کې د مصفه په خاوره کې اوسېدل. ۴ هغوی د خپلو ټولو عسکرو سره راغلل. هغه یو لوی لښکر ؤ او د بحیرې د شګو په شان ډېر وو. هغوی ډېر زیات اسونه او جنګي ګاډۍ هم درلودلې. ۵ دا ټول پاچاهان سره راټول شول او د میروم د خوړ سره یې کمپ جوړ کړ. هلته هغوی خپل ځواکونه سره یوځای کړل چې د اسراییلو په وړاندې وجنګیږي.
۶ څښتن یوشع ته وویل: «د هغوی څخه مه وېرېږه، ځکه چې زه څښتن به هغوی ټول ووژنم. سبا دا وخت به هغوی ټول مړه وي. له جګړې څخه وروسته د هغوی اسونه ګوډ کړئ او جنګي ګاډۍ یې وسوځوئ.» ۷ نو یوشع او د هغه ټول لښکر په هغوی باندې د میروم د خوړ تر څنګ ناڅاپه حمله وکړه. ۸ څښتن اسراییلیان په هغوی باندې بریالي کړل. اسراییلیانو په هغوی باندې حمله وکړه او په شمال کې یې تر مسرفوت مایم او لوی صیدون او په ختیځ کې د مصفه تر درې پورې تعقیب کړل. جګړه تر هغه وخته پورې روانه وه، ترڅو چې د دښمن له خوا هېڅوک ژوندی پاتې نه شو. ۹ یوشع د هغوی سره هماغه شان کار وکړ څنګه چې څښتن هغه ته حکم کړی ؤ. هغه د هغوی اسونه ګوډ کړل او د هغوی جنګي ګاډۍ یې وسوځولې.
۱۰ یوشع بېرته راوګرځېد، هغه د حاصور ښار ونیوه او د هغه ځای پاچا یې وواژه. (په هغه وخت کې نورې پاچاهۍ چې پورته ورڅخه یادونه وشوه، د حاصور د پاچا تر واکمنۍ لاندې وې.) ۱۱ هغوی هلته ټول خلک ووژل. هېڅوک ژوندی پاتې نه شو او ښار یې وسوځاوه. ۱۲ یوشع هغه ټول ښارونه د هغو د پاچاهانو سره ونیول او ټول یې ووژل. لکه څنګه چې د څښتن خدمتګار موسی امر کړی ؤ، یوشع هغوی په پوره توګه له منځه یووړل. ۱۳ خو بیاهم، اسراییلیانو د هغو ښارونو څخه چې په غونډیو باندې ودان شوي وو هېڅ کوم ښار ونه سوځاوه، پرته له حاصور څخه چې یوشع هغه وسوځاوه. ۱۴ د اسراییلو خلکو د دې ښارونو څخه ټول قیمتي شیان او څاروي یووړل او د ځانونو دپاره یې وساتل. خو هغوی ټول خلک ووژل، هېڅوک هم ژوندی پاتې نه شو. ۱۵ څښتن خپل خدمتګار موسی ته حکمونه ورکړي وو، موسی هغه یوشع ته ورکړل او یوشع هغه سرته ورسول. یوشع هغه ټول کارونه تر سره کړل چې څښتن په موسی باندې د هغو حکم کړی ؤ.
۱۶ نو یوشع دغه ټوله خاوره ونیوله: غرنۍ سیمه، د غرونو لوېدیځې لمنې، شمال او جنوب دواړه، د جوشن ټوله سیمه، ټوله جنوبي دښته او د اردن دره. ۱۷-۱۸ هغه سیمه د حالق د غره څخه په جنوب کې د ادوم خواته نژدې تر بعل جاد پورې چې د لبنان په دره کې دی او د حرمون د غره لاندې پروت دی، غزېدلې ده. یوشع د ډېرې مودې دپاره د دغو ټولو پاچاهانو سره وجنګېده، خو هغه ټول یې ونیول او ویې وژل. ۱۹-۲۰ څښتن موسی ته ویلي وو چې هغه غواړي چې د دې سیمې ښارونه دې له منځه یووړل شي او د هغو خلک دې په بې رحمۍ سره ووژل شي. په دې خاطر څښتن د هغو ښارونو د خلکو زړونه سخت کړي وو چې د اسراییلو سره وجنګیږي. یوازېنی ښار چې د اسراییلو د قوم سره یې سوله وکړه هغه د جبعون ښار ؤ چې ځینې حویان په کې اوسېدل. نور ښارونه د اسراییلو لښکرو په جګړه کې ونیول.
۲۱ په هغه وخت کې یوشع عناقیان چې لوړ قدونه یې درلودل او په حبرون، دبیر، عناب او د یهودا او اسراییلو په پاتې ټولو غرنیو سیمو کې اوسېدل هم له منځه یووړل. یوشع هغوی د خپلو ښارونو سره بیخي له منځه یووړل. ۲۲ د عناقیانو څخه هېڅوک د اسراییلیانو په خاوره کې پاتې نه شو، یوازې په غزه، جت او اشدود کې ځینې خلک ژوندي پاتې شول.
۲۳ څنګه چې څښتن موسی ته لارښوونه کړې وه، یوشع ټوله خاوره ونیوله او هغه یې اسراییلیانو ته د هغوی د خپل ملکیت په توګه ورکړه. هغه یې په څو برخو ووېشله، هرې قبیلې ته یوه برخه ورسېدله. په پای کې په هغه هېواد کې ارامي شوه.