چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د یوشع کتاب
دیارلسم فصل
هغه ځمکه چې اسراییلو نه وه نیولې
۱ کله چې یوشع زوړ شو، څښتن هغه ته وویل: «ته ډېر زوړ شوی یې، خو ډېره ځمکه لا پاتې ده چې باید ونیول شي. ۲ دا هغه ځمکه ده چې پاتې ده: د فلسطینیانو او د جشوریانو ټوله سیمه، ۳ همدارنګه د حویانو سیمه تر جنوب پورې یعنې د شیحور څخه نیولې چې د مصر په پولې کې وه د عقرون تر پولې پورې چې په شمال کې وه، د کنعانیانو ځمکه ګڼل کېدله او د فلسطین پاچاهان په غزه، اشدود، اشقلون، جت او عقرون کې اوسېدل. ۴ همدارنګه د کنعانیانو ټول هېواد او میعاره چې په صیدونیانو پورې اړه لري تر افیق پورې چې د اموریانو په پوله کې دی، ۵ د جبالیانو ځمکه او ټول لبنان تر ختیځ پورې، د بعلجاد څخه نیولې چې د حرمون د غره جنوب خواته پروت دی د حمات تر غاښي پورې. ۶ په دې کې د صیدونیانو چې د لبنان د غرونو او د مسرفوتمایم ترمنځ په غرنۍ سیمه کې اوسیږي، ټوله سیمه شامله ده. زه به په خپله د اسراییلو له مخې څخه دا خلک لېرې کړم. څنګه چې ما په تا باندې حکم کړی دی، ته باید دا ځمکه د اسراییلیانو په منځ کې ووېشې. ۷ بیا دا ځمکه په هغو نهو قبیلو او د منسي په نیمې قبیلې ووېشه چې تراوسه پورې ځمکه نه لري چې د هغوی ملکیت شي.»
د اردن د سیند په ختیځ کې د ځمکې وېشل
۸ موسی لا پخوا د روبین او جاد قبیلو او د منسي بلې نیمې قبیلې ته هغه ځمکه ورکړې وه چې د اردن د سیند په ختیځه غاړه باندې پرته وه. ۹ دا سیمه د هغه ښار څخه چې د ارنون د درې په منځ کې ؤ او په هغې کې د عروعیر ښار چې د هغې درې په شمالي څنډه کې ؤ شامل ؤ، شمال خواته غزېدلې ده. په هغې کې د دیبون په شمال کې د میدیبا لوړ ځای شامل ؤ. ۱۰ د هغوی سیمه د عمون تر پولې پورې رسېدله. همدارنګه په هغې کې هغه ټول ښارونه هم شامل وو چې د اموریانو پاچا سیحون به ورباندې د حشبون د ښار څخه حکومت کاوه. ۱۱ په هغې کې جلعاد، د جشور او معکې سیمې، د حرمون ټول غر او ټول باشان تر سلخه پورې شامل وو. ۱۲ په هغې کې د عوج پاچاهي شامله وه. عوج د رفاییانو د جملې څخه یوازېنی کس ؤ چې ژوندی پاتې شوی ؤ او په عشتاروت او ادرعي کې یې پاچاهي کوله. موسی دې خلکو ته ماتې ورکړې وه او هغوی یې شړلي وو. ۱۳ خو بیاهم اسراییلیانو جشوریان او معکیان ونه شړل، نو هغوی تر نن ورځې پورې د اسراییلیانو په منځ کې اوسیږي.
۱۴ موسی د لاوي قبیلې ته هېڅ ځمکه نه وه ورکړې، ځکه چې د اسراییلو څښتن خدای هغوی ته ویلي وو: «تاسو به د ځمکې په ځای هغه قربانۍ ترلاسه کوئ چې زما د قربانۍ په ځای باندې سوځول کیږي.»
د روبین قبیلې ته ورکړل شوې ځمکه
۱۵ موسی د روبین په قبیله کې هرې یوې طایفې ته ځمکه ورکړه. ۱۶ د هغوی ځمکه په جنوب کې په هغه ښار کې شروع کېدله چې د ارنون د درې په منځ کې ؤ. په هغې کې د عروعیر ښار چې د درې په شمالي څنډه کې ؤ، شامل ؤ او په شمال کې د میدیبا د شاوخوا لوړ ځای پورې رسېدله. ۱۷ په دې کې حشبون او کوم ښارونه چې په لوړ ځای باندې پراته وو یعنې دیبون، باموتبعل، بیتبعلمعون، ۱۸ یاهص، قدیموت، میفاعت، ۱۹ قریتایم، سبمه، سارتشحر چې په دره کې په غونډۍ باندې ؤ، ۲۰ بیتفغور، د پیسګاه د غره ډډې او بیتیشیموت ټول شامل وو، ۲۱ یعنې هغه ټول ښارونه چې په لوړ ځای باندې پراته وو او د سیحون ټوله پاچاهي. سیحون د اموریانو پاچا ؤ او په حشبون کې یې حکومت کاوه. موسی سیحون او د مدیانیانو مشرانو یعنې اوي، راقم، صور، حور او رابع ته ماتې ورکړې وه. دا مشران چې په هغه هېواد کې اوسېدل، د سیحون سره ملګري شول. ۲۲ په هغو خلکو کې چې د اسراییلیانو له خوا وژل شوي وو، بلعام د بعور زوی چې فال کتونکی ؤ هم شامل ؤ. ۲۳ دا سیمه او د هغې ښارونه او کلي د روبین قبیلې ته د هغوی د ملکیت په توګه ورکړل شول او د اردن سیند د هغې لوېدیځه پوله وه.
د جاد قبیلې ته ورکړل شوې ځمکه
۲۴ همدارنګه موسی د جاد په قبیله کې هرې یوې طایفې ته ځمکه ورکړه. ۲۵ د هغوی په سیمه کې یعزیر، د جلعاد ټول ښاري او د عمون نیمه ځمکه تر عروعیر پورې چې د ربه په ختیځ کې وه شامل وو. ۲۶ د هغوی ځمکه د حشبون څخه نیولې تر رامتمصفه او بطونیم پورې او د محنایم څخه نیولې د دبیر تر سیمې پورې غزېدلې وه. ۲۷ د اردن د درې په هغه سیمه کې چې جاد ته ورکړل شوې وه په هغې کې بیتهارام، بیتنمره، سوکوت او صافون یعنې د حشبون د پاچا سیحون پخوانۍ پاچاهي شامله وه. د هغوی لوېدیځه پوله د اردن سیند ؤ او هغه په شمال کې د جلیل تر بحیرې پورې رسېدله. ۲۸ دا هغه سیمې او د هغو ښارونه او کلي وو چې د جاد قبیلې ته ورکړل شول.
د ختیځې منسي قبیلې ته ورکړل شوې ځمکه
۲۹ موسی د منسي په نیمه قبیله کې هرې یوې طایفې ته ځمکه ورکړه. ۳۰ د هغوی سیمه تر محنایم پورې وه او په هغې کې د باشان پاچا عوج ټوله پاچاهي او همدارنګه په باشان کې د یاییر ټول شپېته کلي شامل وو. ۳۱ په دې کې نیم جلعاد، همدارنګه عشتاروت او ادرعي یعنې په باشان کې د عوج د پاچاهۍ شاهي ښارونه شامل وو. دا ټول هغو نیمو طایفو ته ورکړل شول چې د ماخیر یعنې د منسي د زوی څخه د اولادې په توګه پاتې وې.
۳۲ په دې ډول موسی د موآب ډاګونه چې د اردن د سیند په بله غاړه او د اریحا په ختیځ کې وو، ووېشل. ۳۳ خو موسی د لاوي قبیلې ته هېڅ ځمکه ورنه کړه، ځکه چې څښتن وعده کړې وه چې هغه به تل د هغوی اړتیاوې پوره کوي.