چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د یوشع کتاب
شلم فصل
د پناه اخیستلو ښارونه
(شمېر ۳۵:۹-۳۴ او تثنیه ۱۹:۱-۱۳)
۱ بیا څښتن یوشع ته وویل ۲ چې د اسراییلو قوم ته ووایه: «د پناه اخیستلو ښارونه چې د هغو په اړه مې د موسی په وسیله تاسو ته ویلي وو، وټاکئ. ۳ نو هرڅوک چې په سهوې سره یو سړی ووژني، کولای شي هلته لاړ شي او د وژل شوي کس د خپلوانو څخه وتښتي او خوندي پاتې شي. ۴ هغه کولای شي د دې ښارونو د جملې څخه یو ښار ته وتښتي، د ښار دروازې ته چې د قضاوت ځای دی ورشي او مشرانو ته دې د پېښې په هکله بیان ورکړي. بیا به هغوی هغه کس ته اجازه ورکړي چې ښار ته ورننوځي او هغه ته د اوسېدلو دپاره ځای ورکړي، ترڅو وکولای شي هلته پاتې شي. ۵ که چېرې بدل اخیستونکی هغه تعقیب کړي، نو د هغه ښار خلک باید په قتل باندې تورن کس هغه ته په لاس ورنه کړي. هغوی باید د هغه ساتنه وکړي، ځکه چې هغه کس یې په سهوې سره وژلی دی او مخکې یې ورسره کومه دښمني نه درلودله. ۶ هغه به په دې ښار کې تر هغه وخته پورې پاتې کیږي، ترڅو په علني محاکمه کې بېګناه ثابت شي او تر هغې پورې چې لوی کاهن مړ شي. بیا هغه کولای شي چې بېرته خپل کور او خپل ښار ته یعنې د کوم ځای څخه چې هغه راتښتېدلی وي، لاړ شي.»
۷ نو د اسراییلو قوم د جلیل قادش چې د نفتالي په غرنۍ سیمه کې ؤ بېل کړ، شکیم یې د افرایم په غرنۍ سیمه کې او قریتاربع یعنې حبرون یې د یهودا په غرنۍ سیمه کې بېل کړ. ۸ د اردن د سیند په ختیځ کې د دښتې په لوړ ځای باندې چې د اریحا ختیځې خواته وه هغوی باصر وټاکه چې د روبین په سیمه کې ؤ، راموت یې په جلعاد کې چې د جاد په سیمه کې پروت ؤ، وټاکه او جولان یې په باشان کې چې د منسي په سیمه کې پروت ؤ، وټاکه. ۹ دا د پناه اخیستلو هغه ښارونه وو چې د اسراییلو د ټول قوم دپاره او د هغو پردیو خلکو دپاره چې د هغوی په منځ کې اوسېدل، وټاکل شول. هرچا چې به په سهوې سره بل کس واژه، هغه به د بدل اخیستونکي څخه هلته ساتنه ترلاسه کولای شوه. که چېرې هغه کس اول د غونډې په مخکې نه ؤ ملامت شوی، نو هغه یې نه شو وژلی.