۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت يشوَع کِتاب

څلورم باب

د يادګار کاڼى ودرول

۱ کله چې ټول قوم د اُردن د سيند نه واوړېدو نو مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ۲ ”د دولسو قبيلو نه يو يو سړے خوښ کړه ۳ او هغوئ له حُکم ورکړه چې د اُردن د سيند د مينځ نه دولس کاڼى راواخلى هم هغه ځائ نه چرته چې اِمامان ولاړ وُو، دوئ ته ووايه چې دا کاڼى د ځان سره يوسى او هلته يې کېږدى چرته به چې نن شپه خېمې لګوئ.“ ۴ بيا يشوَع هغه دولس سړى راوغوښتل کوم چې هغۀ د هرې يوې قبيلې نه خوښ کړى وُو ۵ او ورته يې وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د لوظ صندوق په وړاندې د اُردن سيند مينځ ته لاړ شئ. په تاسو کښې هر يو کس به يو يو کاڼے اوچتوى او د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو دپاره به يو يو کاڼے په اوږه باندې اوړئ، ۶ دا کاڼى به خلقو ته رايادوى چې مالِک خُدائ څۀ کړى وُو. په راتلونکى وختونو کښې چې کله ستاسو ماشومان ستاسو نه تپوس کوى چې د دې کاڼو مطلب څۀ دے ۷ نو تاسو به ورته وايئ چې کله د مالِک خُدائ د لوظ صندوق هلته نه تېرېدو نو د اُردن سيند اوبۀ بهېدل بند شوى وُو. دا کاڼى به د همېشه دپاره د بنى اِسرائيلو يو يادګار وى.“ ۸ سړو د يشوَع په حُکمونو عمل وکړو او څنګه چې مالِک خُدائ يشوَع ته حُکم کړے وو هغوئ د اُردن سيند مينځ نه دولس کاڼى واخستل د بنى اِسرائيلو د هرې يوې قبيلې دپاره يې يو يو اوچت کړو د خېمو ځائ ته يې يوړل او هلته يې کېښودل. ۹ يشوَع د اُردن سيند په مينځ کښې د دولسو کاڼو يو بل يادګار ودرولو چرته چې د لوظ صندوق وړُونکى اِمامان ولاړ وُو. هغه کاڼى تر ننه پورې هلته دى. ۱۰ هغه اِمامان چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے وو د اُردن سيند په مينځ کښې تر هغې پورې ولاړ وُو چې خلقو هغه هر څۀ وکړل چې مالِک خُدائ يې يشوَع ته حُکم کړے وو، او څنګه چې موسىٰ هم د دې حُکم کړے وو. خلق په تېزۍ د سيند نه واوړېدل. ۱۱ کله چې هغوئ ټول بلې غاړې ته واوړېدل نو اِمامان چې د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو د خلقو په مخکښې پورې وتل. ۱۲ د موسىٰ د وېنا په مطابق د روبين، جاد او د منسى د نيمې قبيلې سړى د وسلې سره د نورو خلقو نه مخکښې روان وُو او پورې وتل. ۱۳ تقريباً څلوېښت زره سړى سره د وسلې د مالِک خُدائ په حضور کښې يريحو سره نزدې مېدان ته لاړل. ۱۴ په هغه ورځ مالِک خُدائ يشوَع د ټولو بنى اِسرائيلو په نظر کښې عزتمند کړو، هغوئ د هغۀ ټول عُمر هم هغه شان عزت کولو لکه چې څنګه يې د موسىٰ کړے وو. ۱۵ بيا مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل چې، ۱۶ ”هغه اِمامانو له حُکم ورکړه چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے دے چې د اُردن د سيند نه بهر راوځى.“ ۱۷ نو يشوَع اِمامانو له حُکم ورکړو، ”د اُردن سيند نه راوځئ.“ ۱۸ هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو چې کله د سيند د تل نه اوچې زمکې ته راوختل نو د اُردن په سيند کښې اوبۀ روانې شوې او د مخکښې په شان په موج کښې بهېدلې. ۱۹ د وړومبۍ مياشتې په لسمه ورځ خلق د اُردن سيند نه پورې وتل او په جِلجال کښې يې خېمې ولګولې چې د يريحو نمرخاتۀ طرف ته دے. ۲۰ د اُردن سيند نه چې کوم دولس کاڼى اخستے شوى وُو نو يشوَع هلته ډېرے کړل. ۲۱ او بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”په راتلونکى وختونو کښې چې کله ستاسو بچى درنه تپوس وکړى چې د دې کاڼو مطلب څۀ دے، ۲۲ نو تاسو به ورته د هغه وخت په حقله ووايئ چې کله بنى اِسرائيل د اُردن په سيند کښې په اوچه زمکه تېر شوى وُو. ۲۳ هغوئ ته ووايئ چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د اُردن سيند تر هغې پورې اوچ کړے وو چې مونږ ترې نه واوړېدلو لکه څنګه چې هغۀ بحرِقُلزم تر هغې پورې اوچ کړے وو چې مونږ اوړېدلى نۀ وُو، ۲۴ او د دې په وجه به د دُنيا ټولو قومونو ته پته ولګى چې د مالِک خُدائ په لاس کښې قُدرت دے او تاسو به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه د همېشه دپاره يرېږئ.“