۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت يشوَع کِتاب

نهم باب

د جبعونيانو د حضرت يشوَع دوکه کول

۱ چې څۀ شوى وُو نو د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته ټول بادشاهان د هغې نه خبر شول. دا د حِتيانو، اموريانو، کنعانيانو، فرزيانو، حِويانو او يبوسيانو بادشاهان وُو، څوک چې د غرونو په مُلک کښې او د نمرپرېواتۀ په طرف د غرونو په لمنو کښې او د مديترانى د سمندر غاړې سره د شمال په طرف د لبنان غرونو پورې اوسېدل. ۲ هغوئ ټول يو ځائ شول او د يشوَع او بنى اِسرائيلو خِلاف يې فوجونه راغونډ کړل. ۳ چې يشوَع د يريحو او عى سره څۀ کړى وُو نو د جبعون خلق حِويان د هغې نه خبر شول. ۴ نو هغوئ د هغۀ د دوکه کولو فېصله وکړه. هغوئ لاړل او څۀ خوراک يې راواخستو او زړې بوجۍ او بيا ګنډلے شوى د ميو مشکونه يې په خرونو باندې بار کړل. ۵ هغوئ زړې مخلے شوې جامې او مرمت شوې زړې څپلۍ واچولې. او هغه روټۍ چې هغوئ ځان سره اخستې وه، اوچه او پشمى شوې وه. ۶ بيا هغوئ هغه کېمپ ته ورغلل چې په جِلجال کښې وو او يشوَع او بنى اِسرائيلو ته يې ووئيل، ”مونږه د لرې مُلک نه راغلى يُو. مونږ غواړُو چې تاسو مونږ سره يوه معاهده وکړئ.“ ۷ خو بنى اِسرائيلو ووئيل، ”مونږ تاسو سره څنګه معاهده وکړُو؟ کېدے شى چې تاسو د نزدې ځائ اوسېدونکى يئ.“ ۸ هغوئ يشوَع ته ووئيل، ”مونږ ستاسو خِدمتګار يُو.“ يشوَع د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو څوک يئ؟ او د کوم ځائ نه راغلى يئ؟“ ۹ بيا هغوئ يشوَع ته دا قيصه بيان کړه، ”صاحِبه، مونږ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حقله اورېدلى دى او مونږ د هغه هر څۀ نه خبر شوى يُو چې هغۀ په مِصر کښې کړى دى نو مونږ ځکه د ډېر لرى مُلک نه راغلو. ۱۰ او څۀ چې هغۀ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته د اموريانو دوو بادشاهانو سره کړى دى يعنې د حسبون بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج سره چې هغه په عستارات کښې اوسېدو. ۱۱ زمونږ مشرانو او زمونږ په مُلک کښې اوسېدونکو ټولو خلقو مونږ ته ووئيل چې د سفر دپاره څۀ خوراک تيار کړُو او تاسو سره مِلاوېدو له راشو. مونږ ته وئيلے شوى وُو چې خپل ځانونه ستاسو خِدمت ته حاضر کړُو. او تاسو ته ووايو چې تاسو زمونږ سره يو تړون وکړئ. ۱۲ زمونږ روټۍ ته وګوره، کله چې مونږ د دې سره د خپلو کورونو نه ستاسو سره مِلاوېدو دپاره راوتُو نو دا لا ګرمه وه. خو وګوره، اوس دا اوچه شوې ده او پشم يې کړے دے. ۱۳ کله چې مونږ مشکونه د ميو نه ډک کړل نو دا نوى وُو. خو وګوره، اوس دا شلېدلى دى. زمونږه جامې او څپلۍ د اوږد سفر په وجه زړې شوې دى.“ ۱۴ بنى اِسرائيلو د هغوئ څۀ روټۍ واخستله، خو هغوئ د مالِک خُدائ سره د دې په حقله مشوره ونۀ کړه. ۱۵ يشوَع د جبعون خلقو سره د امن تړون وکړو او هغوئ يې ژوندى پرېښودل. د بنى اِسرائيلو مشرانو کلکه وعده وکړه چې په معاهده باندې به عمل کوى. ۱۶ د تړون نه درې ورځې وروستو بنى اِسرائيلو ته پته ولګېده چې دا خلق په حقيقت کښې د نزدې ځائ اوسېدونکى وُو. ۱۷ نو اِسرائيليان روان شول او درې ورځې پس هغه ښارونو ته ورسېدل چې دا خلق په کښې اوسېدل، جبعون، کفيره، بيروت او قِريَت‌يعريم. ۱۸ خو بنى اِسرائيلو هغوئ ځکه نۀ شول وژلے چې د هغوئ مشرانو ورسره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په نامه کلکه وعده کړې وه. ټولو خلقو د دې په حقله مشرانو ته شکايت وکړو، ۱۹ خو هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”مونږه هغوئ سره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په نوم کلکه وعده کړې ده. اوس مونږ هغوئ ته څۀ نقصان نۀ شُو رسولے. ۲۰ د خپلې وعدې په وجه په مونږ لازم دى چې هغوئ اوسېدو ته پرېږدو. کۀ مونږ داسې ونۀ کړل نو خُدائ پاک به مونږ له سزا راکړى. ۲۱ هغوئ مۀ وژنئ خو هغوئ به زمونږ دپاره لرګى ماتوى او اوبۀ به راوړى.“ او مشرانو هم دغه مشوره راکړې ده. ۲۲ يشوَع حُکم وکړو چې د جبعون خلق دې هغۀ له راوستلے شى. او هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو ولې مونږ دوکه کړُو او راته مو ووئيل چې مونږ د لرې ځائ نه راغلى يُو، اګر چې تاسو دلته نزدې اوسېدئ؟ ۲۳ د دې کار کولو په وجه تاسو لعنتى شوى يئ. ستاسو خلق به د همېشه دپاره غلامان وى. لرګى به ماتوى او زما د خُدائ پاک کور ته به اوبۀ راوړى.“ ۲۴ هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”صاحِبه، مونږ ځکه داسې وکړل چې مونږ ته پوره خبر رارسېدلے دے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له دا حُکم ورکړے وو چې دا ټول مُلک تاسو له درکړى او چې څومره خلق په هغه مُلک کښې وى نو وبه يې وژنئ. مونږ ستاسو نه سخت يرېدو نو په دې وجه مو دا کار کړے دے او زمونږ سره د خپل ژوند فکر وو. ۲۵ اوس مونږ ستاسو په قبضه کښې يُو، څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه شان وکړئ.“ ۲۶ نو يشوَع بنى اِسرائيلو له اجازت ورنۀ کړو چې هغوئ ووژنى. ۲۷ خو هم په هغه وخت هغۀ د هغوئ نه غلامان جوړ کړل چې لرګى ماتوى او د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه او بنى اِسرائيلو دپاره اوبۀ راوړى. او تر نن ورځې پورې هغوئ په هغه ځائ کښې هم دا کار کوى چې مالِک خُدائ د خپل عبادت دپاره غوره کړے دے.