۰:۰۰ / ۰:۰۰

د قاضیانو کتاب

لسم فصل

تولع

۱ د ابیملک د مړینې څخه وروسته د فواه زوی او د دودو لمسی تولع د اسراییلو د ژغورلو دپاره راغی. هغه د یساکار د قبیلې څخه ؤ او د افرایم په غرنۍ سیمه کې د شامیر په ښارګوټي کې اوسېده. ۲ هغه درویشت کاله د اسراییلو مشر ؤ. بیا هغه مړ شو او په شامیر کې ښخ کړای شو.

یاییر

۳ د تولع څخه وروسته جلعادي یاییر راغی. هغه دوه ویشت کاله د اسراییلو مشر ؤ. ۴ هغه دېرش زامن درلودل چې هر یو یې په خپل خره باندې سپرېده. هغوی په جلعاد کې دېرش ښارګوټي درلودل چې تر نن ورځې پورې د یاییر د ښارګوټو په نوم یادیږي. ۵ کله چې یاییر مړ شو، هغه په قامون کې ښخ کړای شو.

یفتاح

۶ اسراییلیانو یوځل بیا د څښتن په وړاندې ګناه وکړه او د بعل او عشتاروت بتانو او د سوریې، صیدون، موآب، عمون او فلسطین خدایانو ته یې په عبادت لاس پورې کړ. هغوی څښتن پرېښود او د هغه عبادت کول یې بس کړل. ۷ نو څښتن په هغوی باندې په قهر شو او هغوی یې فلسطینیانو او عمونیانو ته په لاس ورکړل، ۸ اتلس کاله هغوی په اسراییلیانو باندې ظلم وکړ او ټول اسراییلیان یې چې په جلعاد کې د اردن د سیند ختیځ خواته د اموریانو په هېواد کې اوسېدل، وځورول. ۹ عمونیان د یهودا، بنیامین او افرایم د قبیلو سره د جګړې دپاره حتی د اردن د سیند څخه تېر شول. اسراییلیان په ډېر لوی مصیبت اخته شول.

۱۰ بیا اسراییلیانو څښتن ته فریاد وکړ او ویې ویل: «مونږ ستا په وړاندې ګناه کړې ده، ځکه چې ته زمونږ خدای یې او مونږ ته پرېښودلې او د بعل د بتانو عبادت مو پیل کړ.» ۱۱ څښتن هغوی ته دا ځواب ورکړ: «هغه وخت چې مصریانو، اموریانو، عمونیانو، فلسطینیانو، ۱۲ صیدونیانو، عمالیقیانو او معونیانو په تاسو باندې ظلم کاوه او تاسو ماته فریاد وکړ، ایا د هغوی څخه مې ونه ژغورلئ؟ ۱۳ خو تاسو زه پرېښودم او د نورو خدایانو عبادت مو وکړ، نو زه به نور تاسو ونه ژغورم. ۱۴ لاړ شئ هغو خدایانو ته فریاد وکړئ چې تاسو خپلو ځانونو دپاره غوره کړي دي. کله چې د تکلیف سره مخامخ کېږئ، نو پرېږدئ چې هغوی مو وژغوري.» ۱۵ خو د اسراییلو خلکو څښتن ته وویل: «مونږ ګناه کړې ده. څه چې ستا خوښه وي زمونږ سره یې وکړه، خو اوس مونږ د عمونیانو څخه وژغوره.» ۱۶ نو هغوی د پردیو خدایانو څخه لاس واخیست او د څښتن عبادت یې پیل کړ. نو څښتن نور د هغوی تکلیفونه نه شول لیدلی.

۱۷ بیا د عمونیانو لښکرې د جنګ دپاره تیارې شوې او په جلعاد کې یې خېمې ودرولې. اسراییلیان سره راټول شول او د جلعاد په مصفه کې یې خېمې ودرولې. ۱۸ د جلعاد مشرانو یو بل ته وویل: «هرچا چې لومړی په عمونیانو باندې حمله وکړه، هغه به د جلعاد د ټولو خلکو مشر شي.»