۰:۰۰ / ۰:۰۰

د قاضيانو کِتاب

څوارلسم باب

د سمسون وادۀ

۱ يوه ورځ سمسون تمنت ته لاړو، هلته يې يوه پېغله فلستى وليده. ۲ هغه واپس کور ته لاړو او خپل مور پلار ته يې وفرمائيل، ”په تمنت کښې ما يوه فلستى جينۍ ليدلې ده او اوس هغه ما ته وادۀ کړئ.“ ۳ خو مور پلار يې ورته ووئيل، ”ستا په خپلوانو يا زمونږ په ټولو خلقو کښې جينۍ نشته څۀ، چې تۀ خامخا ځې او په ناسنته فلستيانو کښې جينۍ کوې؟“ خو سمسون خپل پلار ته وفرمائيل، ”هغه جينۍ ما له وکړه ځکه چې هغه مې خوښه ده.“ ۴ مور پلار ته يې دا پته نۀ وه چې په دې کار کښې د مالِک خُدائ لاس وو، ځکه چې مالِک خُدائ د فلستيانو سره د جنګ دپاره يوه موقع لټوله. په هغه وخت کښې فلستيانو په بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو. ۵ نو سمسون د خپل مور پلار سره تمنت ته لاړو. کله چې هلته هغوئ د انګورو په باغونو کښې تېرېدل، هغۀ آواز واورېدو چې يو ځوان زمرے هغۀ ته مخامخ غوريږى. ۶ د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ نازل شو او سمسون يې تکړه کړو او په تشو لاسونو يې زمرے ټوټې ټوټې کړو، لکه چې دا د چېلۍ بچے وى. خو هغۀ خپل مور پلار ته د دې په حقله ونۀ وئيل. ۷ بيا هغه لاړو او د هغه جينۍ سره يې خبرې وکړې او هغه يې خوښه شوه. ۸ يو څو ورځې پس سمسون د هغې سره وادۀ کولو دپاره واپس لاړو. په لاره کښې هغه راوګرځېدو چې د هغه ازمرى لاش وګورى چې کوم يې وژلے وو او هغۀ وليدل چې د دې په لاش کښې دننه ډېرې مچۍ او شات هم وُو. ۹ هغۀ شات د لاسونو سره راوويستل او په روانه کښې يې خوړل. بيا هغۀ خپل مور او پلار له هم يوړل او لږ يې ترې نه ورکړل او هغوئ هم وخوړل، خو سمسون ونۀ فرمائيل چې دا شات يې د مړ ازمرى نه راويستلى دى. ۱۰ د هغۀ پلار د هغه جينۍ کور ته لاړو او سمسون هلته لويه مېلمستيا وکړه. هلته د ځوانانو دا رِواج وو. ۱۱ کله چې فلستيانو هغه وليدو، نو هغوئ دېرش ځوانان ملګرى ورولېږل چې د هغۀ سره ايسار شى. ۱۲‏-۱۳ سمسون هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ به ستاسو نه د يو سخت سوال تپوس وکړم. کۀ تاسو يې ما له د روټۍ په دې اوو ورځو کښې جواب راکړو، نو زۀ به تاسو له د کتان دېرش چُوغې او دېرش جوړه جامې درکړم. خو کۀ جواب مو رانۀ کړو نو ما له به تاسو د کتان دېرش چُوغې او دېرش جوړه جامې راکوئ.“ هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ ته خپل سخت سوال ووايه، چې مونږ يې واورو.“ ۱۴ هغۀ ورته وفرمائيل، ”د خوړونکى نه د خوراک څۀ شے راووتلو، د تکړه شى نه څۀ خوږ شے راووتلو.“ درې ورځې وروستو هم هغوئ د دې سخت سوال جواب ورنۀ کړے شو. ۱۵ په څلورمه ورځ هغوئ د سمسون ښځې ته ووئيل، ”خپل خاوند وغولوه چې مونږ ته د دې سخت سوال مطلب وښائى. کۀ تا ونۀ ښودلو نو مونږ به ستا د پلار په کور اور ولګوو او تا به هم په کښې وسوزوو. تا مونږ د دې دپاره راغوښتى يُو څۀ چې غريبانان شُو؟ کۀ داسې نۀ ده؟“ ۱۶ نو د سمسون ښځه په ژړا هغۀ له ورغله او ورته يې ووئيل، ”تۀ زما سره مينه نۀ کوې. تۀ زما نه کرکه کوې. تا زما د خلقو نه د سخت سوال تپوس وکړو او ما ته دې ونۀ وئيل چې د دې مطلب څۀ دے.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”ګوره، ما خپل مور پلار ته هم نۀ دى وئيلى. نو زۀ تا ته ولې ووايم؟“ ۱۷ هغې د دې په حقله د خېرات په ټولو اوو ورځو کښې ژړل. خو په اوومه ورځ هغۀ ورته د دې سخت سوال مطلب وښودلو، ځکه چې هغې د دې په حقله هغه ډېر تنګ کړو. بيا هغې فلستيانو ته ووئيل. ۱۸ نو په اوومه ورځ د نمر پرېوتو نه مخکښې، د ښار سړو هغۀ ته ووئيل، ”د شاتو نه به خوږ څۀ شے وى؟ د ازمرى نه به تکړه څۀ شے وى؟“ سمسون ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”کۀ تاسو زما په غوا يوې نۀ وے کړے، نو تاسو به د دې سخت سوال جواب نۀ وے راکړے.“ ۱۹ د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ باندې راغلو او هغه يې تکړه کړو او هغه لاندې اسقلون ته لاړو، چرته چې يې دېرش سړى ووژل، جامې يې ترېنه وويستلې او د هغوئ جامې يې هغه سړو له ورکړې چا چې هغه سخت سوال حل کړے وو. د هغې نه پس هغه واپس د خپل پلار کور ته لاړو، چې څۀ شوى وُو په هغې باندې سخت غصه وو، ۲۰ او د سمسون ښځه هغه سړى له ورکړے شوه چې کوم د هغۀ په وادۀ کښې د هغۀ ښۀ ملګرے وو.