د قاضیانو کتاب

شلم فصل

د بنیامینیانو سره د اسراییلیانو جګړه

۱ بیا ټول اسراییلیان په شمال کې د دان څخه په جنوب کې تر بیرشبع پورې او همدارنګه د جلعاد د خاورې څخه په یوه لویه غونډه کې په مصفه کې د څښتن په حضور کې سره راټول شول. ۲ د هغوی شمېر د پیاده عسکرو او مشرانو سره څلور لکه تنه وو چې په هغه ځای کې د څښتن په حضور کې د هغه د قوم په غونډه کې حاضر وو. ۳ بنیامینیان خبر شول چې ټول اسراییلیان په مصفې کې سره راټول شوي دي. اسراییلیانو د وژل شوې ښځې د مېړه څخه پوښتنه وکړه: «مونږ ته ووایه چې دا ناوړه پېښه څنګه رامنځته شوه.»

۴ هغه لاوي چې ښځه یې وژل شوې وه، په ځواب کې وویل: «زه او زما وینځه جبعې ته چې د بنیامین په سیمه کې ده، د شپې تېرولو دپاره لاړو. ۵ د شپې د جبعې سړي زما پسې راغلل او کور یې کلابند کړ. هغوی زما د وژلو نیت درلود، خو د دې په ځای هغوی زما وینځه بې عزته کړه او هغه مړه شوه. ۶ ما د هغې مړی راواخیست او هغه مې ټوټې ټوټې کړ او بیا مې د هغې هره ټوټه د اسراییلو د دولسو قبیلو څخه هرې قبیلې ته ولېږله، ځکه چې د جبعې سړیو په اسراییلو کې داسې سپک او شرمناکه کار کړی دی. ۷ اوس تاسو د اسراییلو ټول قوم باید په خپله پرېکړه وکړئ چې په دې هکله څه وکړو!»

۸ ټول خلک یوځای پاڅېدل او ویې ویل: «زمونږ څخه به هېڅوک خپلې خېمې یا خپل کور ته نه ځي. ۹ مونږ به داسې کار وکړو چې پچه به واچوو او په جبعې باندې د حملې دپاره به یو څو کسان وټاکو. ۱۰ د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه به د هرو سلو کسانو څخه لس کسان لښکر ته ډوډۍ رسوي او نور دې لاړ شي او د جبعې خلکو ته دې د هغه ناوړه کار په خاطر سزا ورکړي چې هغوی په اسراییلو کې کړی دی.» ۱۱ نو د اسراییلو ټول سړي د یو مقصد دپاره سره راټول شول چې په ښارګوټي باندې حمله وکړي.

۱۲ اسراییلیانو د بنیامین د قبیلې ټولې سیمې ته استازي ولېږل چې ورته ووایي: «تاسو ولې داسې جرم کړی دی؟ ۱۳ اوس د جبعې هغه بدکاره سړي مونږ ته تسلیم کړئ، ترڅو هغوی ووژنو او د اسراییلو څخه دا بدي لېرې کړو.» خو بنیامینیانو د خپلو نورو اسراییلي ورونو خبرو ته غوږ ونه نیوه. ۱۴ هغوی د بنیامین د ټولو ښارګوټو څخه راغلل او په جبعې کې سره راټول شول چې د اسراییلیانو په وړاندې جګړه وکړي. ۱۵‏-۱۶ په هغه ورځ هغوی د خپلو ښارګوټو څخه شپږویشت زره عسکر راوغوښتل. برسېره پردې، د جبعې اوسېدونکو اووه سوه ځانګړي کسان چې چپ لاسي وو، وټاکل. د هغوی څخه هر یو د مچنوغزې په تیږه باندې د ویښته یو تار هم ویشتلی شو او هېڅ شی ورڅخه نه خطا کېده. ۱۷ اسراییلیانو څلور لکه روزل شوي عسکر سره راټول کړل چې په هغو کې بنیامینیان شامل نه وو.

۱۸ اسراییلیان په بیت ییل کې د عبادت ځای ته لاړل او هلته یې د خدای څخه پوښتنه وکړه: «کومه قبیله به لومړی په بنیامینیانو باندې حمله کوي؟» څښتن په ځواب کې وویل: «د یهودا قبیله.»

۱۹ سبا سهار وختي اسراییلیان روان شول او د جبعې ښارګوټي ته نژدې یې خېمې ودرولې. ۲۰ هغوی لاړل چې د بنیامین په لښکرو باندې حمله وکړي او جبعې ته مخامخ یې د جګړې دپاره سنګرونه ونیول. ۲۱ د بنیامین لښکر د ښارګوټي څخه راووت او په هغه ورځ یې د جګړې په ډګر کې دوه ویشت زره اسراییلیان ووژل. ۲۲‏-۲۳ نو اسراییلیان د عبادت ځای ته لاړل او تر ماښامه پورې یې د څښتن په حضور کې وژړل. د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: «ایا مونږ بیا لاړ شو او د خپلو بنیامیني ورونو په وړاندې وجنګېږو؟» څښتن په ځواب کې وویل: «هو.»

نو د اسراییلو لښکرو جرات پیدا کړ او بیا یې خپل عسکر په هماغه ځای کې چې یوه ورځ مخکې په کې وو، ځای په ځای کړل. ۲۴ نو اسراییلیان د دوهم ځل دپاره ووتل چې د بنیامینیانو د عسکرو په وړاندې وجنګیږي. ۲۵ په هماغه ورځ بنیامینیان د جبعې څخه راووتل او دا ځل یې اتلس زره روزل شوي اسراییلي عسکر ووژل. ۲۶ بیا د اسراییلو ټول خلک بیت ییل ته لاړل او هلته یې وژړل. هغوی د څښتن په حضور کې کښېناستل، تر ماښامه پورې یې روژه ونیوله او څښتن ته یې سوځېدونکې او د سلامتۍ نذرانې وړاندې کړې. ۲۷‏-۲۸ په هغو ورځو کې د لوظ صندوق په بیت ییل کې ؤ او فینحاس چې د العازار زوی او د هارون لمسی ؤ، په هغه ځای کې کاهن ؤ. اسراییلیانو د څښتن څخه پوښتنه وکړه: «ایا مونږ بیا لاړ شو او د خپلو بنیامیني ورونو سره وجنګېږو او که نه؟»

څښتن په ځواب کې وویل: «هو، لاړ شئ. زه به سبا تاسو ته په هغوی باندې بری درکړم.»

۲۹ نو اسراییلیانو د جبعې په شاوخوا کې کمین ونیوه. ۳۰ په درېمه ورځ هغوی د بنیامینیانو په وړاندې ووتل او د مخکې ځل په شان یې خپل عسکر جبعې ته مخامخ ځای په ځای کړل. ۳۱ بنیامینیان د هغوی سره د مقابلې دپاره راووتل. اسراییلیان په شا لاړل او بنیامینیان د هغوی پسې شول او د ښار څخه لېرې شول. هغوی د مخکې ځل په شان د اسراییلیانو په وژلو پیل وکړ. په بانډو او په هغو لارو باندې چې بیت ییل او جبعې ته تللې وې، دېرش تنه اسراییلیان ووژل شول. ۳۲ بنیامینیانو وویل: «مونږ هغوی ته د مخکې ځل په شان ماتې ورکړه.»

خو اسراییلیانو داسې پلان جوړ کړی ؤ چې په شا لاړ شي او هغوی د ښارګوټي څخه لارو ته وباسي. ۳۳ نو کله چې د اسراییلو اصلي لښکر په شا شو او په بعل تامار کې بیا سره راټول شول، نو هغه اسراییلیان چې د جبعې په لوېدیځ کې په کمین کې پټ وو د خپلو ځایونو څخه په منډه راووتل. ۳۴ لس زرو ځانګړو کسانو چې د ټولو اسراییلو څخه غوره شوي وو په جبعې باندې حمله وکړه او جګړه ډېره سخته وه. بنیامینیان نه پوهېدل چې د هغوی بربادي نژدې ده. ۳۵ نو څښتن د اسراییلو سره مرسته وکړه چې بنیامینیانو ته ماتې ورکړي. په هغه ورځ اسراییلیانو پنځه ویشت زره او سل تنه ووژل. ۳۶ نو بنیامینیان پوه شول چې هغوی ماتې خوړلې ده.

د اسراییلیانو د جګړې ګټل

د اسراییلیانو د لښکرو اصلي ډله د بنیامینیانو څخه بېرته په شا لاړله، ځکه چې هغوی په خپلو کسانو باندې چې د جبعې په شاوخوا کې یې کمین نیولی ؤ، تکیه درلودله. ۳۷ بیا هغو کسانو چې په کمین کې وو د هرې خوا څخه په جبعې باندې حمله وکړه او د هغه ښارګوټي ټول اوسېدونکي یې ووژل او ښار ته یې اور واچاوه. ۳۸ د اسراییلو اصلي لښکر او هغه پټ شویو کسانو په خپل منځ کې یوه نښه ټاکلې وه. کله چې هغوی زیات لوګي ولیدل چې د ښارګوټي څخه پورته کیږي، ۳۹ نو کوم اسراییلیان چې د ښارګوټي څخه دباندې وو هغه به راګرځي او په بنیامینیانو باندې به حمله کوي. تر دغه وخته پورې بنیامینیانو دېرش تنه اسراییلیان وژلي وو. هغوی د خپلو ځانونو سره ویل: «هو، مونږ هغوی ته د مخکې ځل په شان ماتې ورکړه.» ۴۰ خو کله چې بنیامینیانو شاته وکتل او ویې لیدل چې د ښارګوټي له هرې خوا څخه اسمان ته لوګی پورته کیږي، ۴۱ نو بیا اسراییلیان راوګرځېدل او په هغوی باندې یې حمله وکړه. بنیامینیان پوه شول چې یوه بلا ورباندې راتلونکې ده، نو هغوی وارخطا شول. ۴۲ هغوی د اسراییلیانو څخه په شا لاړل او د دښتې خواته په منډو شول، خو ویې نه شو کولای چې وتښتي. هغوی د اصلي لښکر او هغو کسانو ترمنځ راګېر شول چې د ښارګوټي څخه راوتل، نو هغوی له منځه لاړل. ۴۳ اسراییلیانو بنیامینیان کلابند کړل او په دوامداره توګه یې د جبعې تر ختیځه پورې تعقیب کړل او په لاره کې یې ووژل. ۴۴ د بنیامینیانو اتلس زره زړور عسکر ووژل شول. ۴۵ هغه کسان چې ژوندي پاتې وو هغوی په دښته کې د رمون د ګټ خواته وتښتېدل، خو اسراییلیانو په لاره باندې د هغوی پنځه زره تنه ووژل. هغوی تر جدعوم پورې د بنیامینیانو پسې شول او دوه زره تنه یې نور هم ووژل. ۴۶ په هغه ورځ د بنیامینیانو پنځه ویشت زره کسان ووژل شول. هغوی ټول زړور عسکر وو.

۴۷ خو یوازې شپږ سوه تنو وکولای شول چې په دښته کې د رمون ګټ ته وتښتي او څلور میاشتې هغوی هلته پاتې شول. ۴۸ اسراییلیان د پاتې بنیامینیانو پسې راوګرځېدل او هغوی ټول یې د سړیو، ښځو، ماشومانو او حیواناتو سره ووژل او په هغه سیمه کې یې ټول ښارګوټي وسوځول.