د قاضیانو کتاب

دوهم فصل

په بوکیم کې د څښتن فرښته

۱د څښتن فرښته د جلجال څخه بوکیم ته لاړه او اسراییلیانو ته یې وویل: <ما تاسو د مصر څخه راوویستلئ او هغې خاورې ته مې راوستلئ چې ستاسو د نیکونو سره مې د هغې وعده کړې وه. ما وویل چې زه به هیڅکله ستاسو سره خپل لوظ مات نه کړم، ۲نو تاسو د دغې خاورې د خلکو سره کوم لوظ ونه کړئ او د هغوی د قربانۍ ځایونه راوغورزوئ. خو څه چې ما درته ویلي وو تاسو هغه ونه کړل. ولې مو داسې وکړل؟ ۳نو اوس تاسو ته وایم چې زه به دا خلک ستاسو له مخې څخه لېرې نه کړم. هغوی به ستاسو دښمنان وي او د هغوی د خدایانو په عبادت کولو سره به د هغوی په دام کې راګېر اوسئ.> ۴کله چې د څښتن فرښتې دا خبرې وکړې، نو د اسراییلو ټول قوم په لوړ اواز سره وژړل، ۵نو په دې خاطر دوی په هغه ځای باندې د بوکیم نوم کېښود او هلته یې څښتن ته قربانۍ وړاندې کړې.

د یوشع مړینه

۶وروسته له هغې چې یوشع اسراییلیان رخصت کړل، دوی هر یو لاړ چې د خپلې برخې ځمکې ملکیت ترلاسه کړي. ۷ترڅو پورې چې یوشع ژوندی ؤ، د اسراییلو خلک څښتن ته وفادار وو او حتیٰ د هغه د مړینې څخه وروسته هم ترڅو پورې چې د قوم هغه سپین ږیري ژوندي وو کومو چې د څښتن هغه لوی لوی کارونه په خپلو سترګو لیدلي وو چې د اسراییلو دپاره یې کړي وو، هغوی څښتن ته وفادار پاتې شول. ۸د څښتن خدمتګار یوشع د نون زوی د یو سلو لسو کالو په عمر مړ شو. ۹هغه یې په خپله ځمکه کې په تمنه حارس کې چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې او د جاعش د غره په شمال کې وه، ښخ کړ.

د اسراییلیانو له خوا د څښتن د عبادت پرېښودل

۱۰کله چې هغه ټول نسل مړ شو، نو راتلونکي نسل څښتن او د هغه کارونه چې د اسراییلو دپاره یې کړي وو هېر کړل.

۱۱څه موده وروسته اسراییلیانو د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د بعل د بتانو په عبادت یې پیل وکړ. ۱۲هغوی د هغه څښتن عبادت کول پرېښودل چې د دوی د نیکونو خدای ؤ او دوی یې د مصر څخه راویستلي وو. دوی د خپل شاوخوا خلکو خدایانو ته عبادت کاوه. هغوی ته یې سجده کوله او څښتن یې په قهر کړ. ۱۳هغوی څښتن پرېښود او د بعل او عشتاروت د بتانو عبادت یې غوره کړ. ۱۴نو څښتن په اسراییلو باندې ډېر په قهر شو او هغوی یې یرغلګرو ته په لاس ورکړل او یرغلګرو هغوی لوټ کړل. څښتن دوی خپلو دښمنانو ته تسلیم کړل او اسراییلیانو نور نه شو کولی چې د هغوی په مقابل کې مقاومت وکړي. ۱۵هر ځل چې اسراییلیان د جګړې دپاره وتل، څښتن د هغوی په ضد عمل کاوه چې ماتې وخوري ځکه چې هغه دوی ته قسم خوړلی ؤ چې دا کار به کوي. هغوی په لوی مصیبت اخته شوي وو.

۱۶بیا څښتن اسراییلیانو ته خاص مشران چې د قاضیانو په نوم هم یادېدل ورکړل چې هغوی له یرغلګرو څخه وژغوري. ۱۷خو اسراییلیانو خپلو مشرانو ته غوږ نه نیوه. اسراییلو د څښتن سره بې وفایي کوله او د نورو خدایانو عبادت به یې کاوه. د هغوی پلرونو به د څښتن امرونو ته غاړه ایښودله خو نوي نسل ژر دا کار پرېښود. ۱۸هرکله چې څښتن اسراییلو ته یو مشر ورکاوه، څښتن به د هغه مشر سره مرسته کوله او ترڅو پورې به چې هغه مشر ژوندی ؤ خلک به یې د خپلو دښمنانو څخه ژغورل. څښتن په هغوی باندې رحم کاوه ځکه چې هغوی به د ظلم او کړېدلو له لاسه فریاد کاوه. ۱۹خو کله به چې هغه مشر مړ شو، خلک به بېرته خپلو بدو لارو ته راګرځېدل او د خپلو نیکونو څخه به یې نور هم زیات فساد کاوه. د نورو خدایانو پیروي او عبادت به یې کاوه. دوی به خپل بد عملونه او سرزوري نه پرېښودله. ۲۰نو بیا څښتن په اسراییلو باندې ډېر په قهر شو او ویې ویل: <په دې خاطر چې دې قوم هغه لوظ مات کړی دی چې د هغوی د نیکونو سره مې کړی ؤ او زما امر یې نه دی منلی، ۲۱نو زه به نور هغه قومونه چې د یوشع د مړینې څخه وروسته پاتې شوي وو ونه شړم. ۲۲زه به د هغوی څخه کار واخلم ترڅو دا معلومه شي چې دا اسراییلیان د خپلو پلرونو په شان زما په لاره باندې روان دي او که نه.> ۲۳نو څښتن هغه قومونه پرېښودل چې په هغې خاوره کې پاتې شي. هغه یوشع ته په هغوی باندې بری ورنه کړ او نه یې د یوشع د مړینې څخه وروسته هغوی ژر وشړل.