د ارمیا مرثیه

درېم فصل

سزا، توبه او هیله

۱ زه هغه څوک یم چې د څښتن د غضب له کبله

لیدلی مې دی رنځ او مصیبت

۲ هغه بوتلم په راښکلو باندې تورو تیارو ته

او کړم یې مجبور چې ونه وینم رڼا نوره

۳ په رښتیا سره ټوله ورځ

هغه ما وهي بیا بیا

۴ تک شین کړی په وهلو وهلو سره بدن او پوستکی زما

او دي مات کړي یې هډوکي زما

۵ یم اخته کړی یې زه

په کړاوونو او سختیو کې

۶ زه یې مجبور کړی یم چې واوسېږم په تیاره ځای کې

هغه چا په شان چې وي مړ شوی ډېر پخوا

۷ داسې په دېوالونو کې یې راګېر کړم چې نه لرم د تېښتې لاره

زه یې تړلی یم په درنو زنځیرونو باندې

۸ څومره دعا او زارۍ چې کوم په لوړ اواز د کومک دپاره

خو نه قبلوي څښتن دعا زما

۹ تړلې یې ده لاره زما د تیږو په دېوالونو باندې

کله چې ګرځم نو تیندکونه خورم زه

۱۰ هغه کوي انتظار لکه د خرس په شان چې حمله وکړي

راباندې ټوپ وهي لکه د پټ شوي زمري په شان

۱۱ کړم یې ګوښه هغه د لارې نه

کړم یې ټوټې ټوټې او بیا یې پرېښودمه

۱۲ راوویستله هغه خپله لینده

او کړم یې په نښه زه په خپلو غشو باندې

۱۳ ویې ویشتمه په زړه باندې

په خپلو غشو باندې

۱۴ راپورې خاندي زما خلک

وهي ملنډې په ما ټوله ورځ سندرو کې

۱۵ هغه اخته کړمه زه داسې کړاو باندې

لکه چې شي څوک مجبوره دې ته چې وڅښي تریخ شی

۱۶ هغه وسولاوه مخ زما په خاورو باندې

او مات یې کړل زما غاښونه په جغلو باندې

۱۷ اخیستل شوې ده سوله ما نه

هېره ده خوشحالې زما نه

۱۸ نور به ژوندی نه پاتې کېږمه زه

ما د لاسه دی ورکړی خپل توکل په څښتن باندې

۱۹ چې را په یاد کړمه خپل درد او سرګرداني

شي زما دپاره د ترخو زهرو په شان

۲۰ کوم هر وخت فکر د هغو په هکله

او دی زما روح پرېشان

۲۱ خو چې کله کړم یو شی زه را په یاد

نو پیدا کیږي زما هیله

۲۲ نه تباه کېږو مونږ د څښتن تلپاتې مینې له کبله

ځکه چې تل به وي د هغه رحم

۲۳ هر سهار د هغه رحم وي تازه

وفاداري ده ډېره زیاته د هغه

۲۴ وایم څښتن دی زما دپاره هر څه

نو زه لرم هغه ته هیله

۲۵ څښتن ښه کوي د هغو خلکو سره

چې کوي توکل په هغه باندې

چې کوي څوک رجوع هغه ته

۲۶ نو بیا ښه ده زمونږ دپاره

چې وکړو انتظار په خاموشۍ سره

څښتن ته چې راکړي نجات مونږ ته

۲۷ ښه خبره دا ده چې زده کړو مونږ

د ستونزو جغ وړل په ځوانۍ کې

۲۸ کله چې اخته کړای شو په کوم تکلیف باندې

باید غلي او یوازې کښېنو

۲۹ باید سر ټیټ کړو او تسلیم شو

کېدای شي بیاهم پاتې وي کومه هیله

۳۰ که راکړي مونږ ته څوک څپېړه نو پرې یې ږدئ

او که کوي زمونږ سپکاوی باید چې ویې زغمو

۳۱ څښتن د تل دپاره

نه پرېږدي مونږ

۳۲ کېدای شي راولي غمونه په مونږ خو مهربانه هم دی

ځکه چې زیاته او تلپاتې ده د هغه مینه

۳۳ په دې نه خوشحالیږي هغه

چې اخته کړي مونږ په درد او غم باندې

۳۴ کله چې کیږي تر‌پښو لاندې د وطن بندیان

نو وي خبر ترې څښتن

۳۵ کله چې د خدای تعالی په حضور کې

کیږي تر‌پښو لاندې حقونه د چا

نو وي خبر ترې هغه

۳۶ کله چې څوک مخه نیسي په محکمه کې د انصاف

نو وي خبر ترې څښتن

۳۷ پرته د خدای له رضا

هېڅ امر نه شي کېدلی

۳۸ خیر او شر کیږي دواړه

د خدای تعالی په حکم

۳۹ کله چې ورکول کیږي یو انسان ته سزا د خپلې ګناه

نو ودې نه کړي شکایت لااقل ژوندی دی هغه

۴۰ راځئ چې وازمایو خپلې لارې د ژوند

او بیا وروګرځو د څښتن خواته

۴۱ راځئ چې خلاص کړو خپل زړونه خدای ته

چې په اسمان کې دی او ورته پورته کړو خپل لاسونه

۴۲ کړې ده مونږه ګناه او سرکښي

او تا مونږ ونه بخښلو

۴۳ ته وې په قهر نو په مونږ پسې شوې

مونږ دې ووژلو او رحم دې ونه کړ په مونږ

۴۴ ځان دې پټ کړلو په ورېځو کې

ترڅو وانه ورې دعا زمونږه

۴۵ مونږ نه ده جوړه کړې د چټلیو ډېرۍ

د نړۍ د ټولو خلکو په منځ کې

۴۶ ټول دښمنان وهي ملنډې په مونږه

او کوي خبرې له کرکې نه مونږ سره

۴۷ مخ شوي یو مونږ د مصیبت او نابودۍ سره

وېرې او خطر کې مونږ خپل ژوند تېروو

۴۸ د خپل ګران قوم د تباهۍ په خاطر

د اوښکو سیندونه دي جاري زما د سترګو څخه

۴۹ اوښکې توییږي زما

او نه ودریږي هغه

۵۰ ترڅو وګوري څښتن د اسمان لاندې

او وویني هغه حال زمونږه

۵۱ کله چې ووینم څه کړي دي دښمنانو د اورشلیم په ښځو

نو خفه کیږي زما زړه

۵۲ بې‌سببه یم ښکار کړی دښمنانو

لکه مرغۍ چې نیسي په دام کې

۵۳ زه یې وغورځولم ژوندی د اوبو ذخيرې ته

او وغورځولې تیږې یې زما په سر باندې

۵۴ راواوښتلې اوبه زما په سر باندې

او فکر مې وکړ چې مړ به شم ډېر زر

۵۵ ای څښتنه، ما چیغې ووهلې ستا په نامه

کومک دپاره د اوبو د ذخيرې له تله

۵۶ کله چې سوال مې وکړ تا ته تا غوږ ونیوه زما فریاد ته

نو واورېده تا سوال زما

۵۷ نو راغلي ته نژدې او رادې کړ ځواب

ما ته دې وویل چې مه وېرېږه

۵۸ تا وکړه دفاع زما د حقه ای څښتنه

او ودې ژغورلم له مرګه څخه

۵۹ کوم بد چې شوي ما سره هغه معلوم دي تا ته

ودې کړه پرېکړه زما په حق کې

۶۰ ته یې خبر څنګه بدل اخلي دښمنان زما نه

څنګه جوړوي دسیسې زما په وړاندې

۶۱ تا اورېدلي چې څنګه کوي سپکاوی هغوی زما ای څښتنه

او یې خبر د دوی د ټولو دسیسو نه

۶۲ کوي ټوله ورځ خبرې دښمنان زما په هکله

او جوړوي زما په ضد پلانونه

۶۳ وګوره هغوی چې له سهاره تر ماښامه پورې

وهي ملنډې په سندرو کې په ما باندې

۶۴ په اندازې د خپلو عملونو

ورکړه سزا هغوی ته ای څښتنه

۶۵ په هغوی باندې ووایه لعنت

او اخته کړه هغوی په کړاوونو باندې

۶۶ هغوی پسې شه د خپل قهر په وخت کې

او د ځمکې د مخ نه کړه نابود هغوی