۰:۰۰ / ۰:۰۰

د ليويانو کِتاب - د تورات شريف درېم کِتاب

ديارلسم باب

د څرمنې د بيمارۍ په حقله قانون

۱ بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته دا اصُول وښودل. ۲ کۀ د چا په څرمن زخم وى يا پړسوب يا دانه وى چې د دې دا يره وى چې د دې نه به لکه د جذام بيمارى جوړه شى، نو هغه به د هارون د خاندان اِمام ته راوستلے شى. ۳ اِمام به زخم وګورى او کۀ په دې کښې وېښتۀ سپين شوى وى او زخم د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب ښکارېدو، نو دا د جذام بيمارى ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا کس ناپاکه دے. ۴ خو کۀ زخم سپين وى او د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى او وېښتۀ هم سپين شوى نۀ وى، نو اِمام به هغه د اووۀ ورځو دپاره د نورو نه جدا وساتى. ۵ اِمام به په اوومه ورځ هغه بيا وګورى او کۀ د هغۀ په خيال کښې زخم هم هغه شان ښکارى او خور شوے نۀ وى، نو هغه به يې د نورو اووۀ ورځو دپاره جدا وساتى. ۶ اِمام به په اوومه ورځ هغه بيا وګورى او کۀ زخم اوچ شوے وى او خور شوے نۀ وى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا کس پاک دے، دا بس صِرف زخم دے. نو هغه کس دې خپلې جامې ووينځى او هغه به پاک شى. ۷ خو کۀ د اِمام د کتلو نه پس زخم خوريږى او اِمام اِعلان کړے وى چې دا پاک دے نو هغه به خامخا د اِمام په مخکښې بيا حاضريږى. ۸ اِمام به هغه بيا وګورى او کۀ دا خور شوے وى، نو اِمام به اِعلان وکړى چې هغه ناپاک دے، دا د جذام بيمارى ده. ۹ کۀ د چا د جذام بيمارى وى، نو اِمام له به راوستلے شى، ۱۰ اِمام به دے وګورى. کۀ د هغۀ په څرمن زخم سپين وى کوم چې وېښتۀ سپينوى او د پيپ نه ډک وى، ۱۱ دا د جذام يوه بيمارى ده چې د ډېر وخت نه ده. اِمام به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے، د هغۀ د نورو نه د جدا کولو ضرورت نشته، ځکه چې هغه په ښکاره ناپاکه دے. ۱۲ کۀ د جذام بيمارى خوريږى او هغه کس يې د سر نه تر پښو پورې پټ کړے وى، کوم ځايونه چې اِمام ته ښکارى، ۱۳ نو اِمام به هغه بيا وګورى. کۀ هغۀ ته پته ولګى چې دا بيمارى د هغۀ د ټول وجود نه ختمه شوې ده، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا پاک دے. کۀ دې بيمارۍ سره د هغۀ ټول وجود سپين شوے وى، نو هغه پاک دے. ۱۴ خو چې د کوم وخت نه کولاو زخم ښکاره شى، نو هغه به ناپاک وى. ۱۵ کله چې اِمام دا کولاو زخم وګورى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے. د کولاو زخم مطلب دا دے چې دا د جذام بيمارى ده او هغه کس ناپاک دے. ۱۶ خو چې کله زخم روغ شى او بيا سپين شى، نو هغه کس به اِمام له لاړ شى، ۱۷ هغه به يې بيا وګورى. کۀ زخم سپين شوے وى، نو هغه پاک دے او اِمام به اِعلان وکړى چې دا پاک دے. ۱۸ کۀ په يو کس دانه وى چې روغه شوى وى ۱۹ او کۀ د دې نه پس پړسوب يا سور بخن يا سپين بخن داغ راښکاره شى چرته چې دانه وه، نو هغه به دا اِمام ته وښائى. ۲۰ اِمام به هغه وګورى او کۀ دانه د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوبه ښکارى او وېښتۀ په کښې سپين شوى وى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا ناپاکه دے. دا د جذام بيمارى ده چې په دانه کښې شروع شوې ده. ۲۱ خو کۀ اِمام دا وګورى او پته ورته ولګى چې په دې کښې وېښتۀ سپين شوى نۀ دى او دا د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوبه نۀ وى، خو چې دا اوچه شوې وى، نو اِمام به هغه اووۀ ورځې د نورو نه جدا کړى. ۲۲ کۀ داغ خور شى، نو اِمام به اِعلان وکړى چې هغه ناپاکه دے، دا د بيمارۍ يوه نښه ده. ۲۳ خو کۀ دا په خپل ځائ کښې ايسار شى او خور نۀ شى، نو دا د دانې نه پاتې شوې نښه ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا کس پاک دے. ۲۴ کۀ يو کس سوزېدلے وى، کۀ دا کچه غوښه سپينه يا سره بخنه سپينه شى، ۲۵ اِمام به هغه وګورى. کۀ په دانه کښې وېښتۀ سپين شوى وى او دا د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوبه ښکارى، دا د جذام بيمارى ده چې د سوزېدو په وجه شروع شوې ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے. ۲۶ خو کۀ په دې کښې وېښتۀ سپين شوى نۀ وى او د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوبه نۀ وى، خو چې اوچه شوې وى، نو اِمام به هغه تر اووۀ ورځو پورې د نورو نه جدا کړى. ۲۷ اِمام به هغه په اوومه ورځ بيا وګورى او کۀ دا خوريږى، نو دا د جذام بيمارى ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے. ۲۸ خو کۀ داغ په خپل ځائ ايسار شى او خور نۀ شى او اوچ شى، نو دا د جذام بيمارى نۀ ده. اِمام به اِعلان وکړى چې دا پاک دے، ځکه چې داسې تش د سوزېدلى ځائ نښه وى. ۲۹ کله چې د يو سړى يا ښځې په سر يا زنه باندې زخم وى، ۳۰ اِمام به دا وګورى. کۀ چرې د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب ښکارى او وېښتۀ په کښې زېړ بخن او نرى ښکارى، نو دا د جذام بيمارى ده او هغه به اِعلان وکړى چې دا کس ناپاک دے. ۳۱ کۀ چرې اِمام هغه وګورى، کۀ زخم د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى، خو تر اوسه پورې په کښې تور وېښتۀ نۀ وى نو هغه به دا د اووۀ ورځو دپاره د نورو نه جدا کړى. ۳۲ اِمام به په اوومه ورځ هغه زخم بيا وګورى او کۀ دا خور شوے نۀ وى او په دې کښې زېړ بخن وېښتۀ نۀ وى او د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى، ۳۳ نو هغه کس به د زخم د ځائ نه بغېر نور سر کل کړى. اِمام به يې بيا د نورو اووۀ ورځو دپاره جدا کړى. ۳۴ په اوومه ورځ به بيا اِمام هغه زخم وګورى او کۀ دا خور شوے نۀ وى او د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا پاک دے. هغه کس به خپلې جامې ووينځى او هغه به پاک شى. ۳۵ خو چې کله هغه اِعلان وکړى چې دا پاک دے او د هغې نه پس زخم خور شى، ۳۶ اِمام به هغه بيا وګورى. کۀ زخم خور شوے وى، نو هغۀ ته ضرورت نشته چې زېړ بخن وېښتۀ وګورى، هغه کس ښکاره ناپاک دے. ۳۷ خو کۀ د اِمام په خيال کښې زخم خور شوے نۀ وى او تور وېښتۀ په کښې شوى وى، نو زخم روغ شوے دے او اِمام به اِعلان وکړى چې هغه پاک دے. ۳۸ چې کله د يو سړى يا ښځې په څرمن سپينې دانې وى، ۳۹ اِمام به هغه کس وګورى. کۀ داغونه اوچ او سپين وى، نو دا بس صِرف يوه ګرمکه ده چې په څرمن باندې راختلې ده، هغه کس پاک دے. ۴۰‏-۴۱ کۀ د يو سړى مخکښېنى يا وروستنى د سر وېښتۀ غورزېدلى وى، نو د دې په وجه هغه نۀ ناپاکه کيږى. ۴۲ خو چې کوم ځائ ګنجے وى کۀ په هغې باندې سپين يا سور بخن سپين زخم ښکاره شى، نو دا د جذام بيمارى ده. ۴۳ اِمام به هغه وګورى او کۀ زخم سور بخن سپين وى، ۴۴ نو اِمام به اِعلان وکړى چې هغه ناپاک دے، ځکه چې د هغۀ په سر باندې د جذام بيمارى ده. ۴۵ د کوم کس چې د جذام بيمارى وى نو هغه به خامخا شلېدلې جامې اغوندى، خپل وېښتۀ به ببر پرېږدى، خولۀ او پوزه دې پټه کړى او چغې دې وهى، ”زۀ ناپاک يم، زۀ ناپاک يم.“ ۴۶ چې تر کومې پورې د هغۀ دا بيمارى وى نو هغه به ناپاک وى او هغه به د خېمو نه بهر، د نورو نه لرې اوسيږى.

په جامو او څرمن کښې د ناپاکۍ قانون

۴۷‏-۴۸ چې کله په کپړو د وروستوالى پشم ولګى، کۀ هغه د وړۍ يا د کتان وى يا کۀ په څرمن باندې وى يا په داسې څۀ څيز باندې هم وى چې د څرمنې نه جوړ وى، ۴۹ کۀ دا پشم شين بخن يا سور بخن وى، دا يو خورېدونکے پشم دے او دا به خامخا اِمام ته ښودلے شى. ۵۰ اِمام به يې وګورى او هغه څيز به تر اووۀ ورځو پورې جدا کېږدى. ۵۱ هغه به دا په اوومه ورځ بيا وګورى او کۀ پشم پرې خور شوے وى، نو هغه څيز ناپاک دے. ۵۲ اِمام به دا وسوزوى، ځکه چې دا يو خورېدونکے پشم دے کوم چې به خامخا په اور ختمولے شى. ۵۳ خو، کۀ هغه دا وګورى او اِمام ته پته ولګى چې پشم په هغه څيز باندې خور شوے نۀ دے، ۵۴ هغه به حُکم وکړى چې دا دې ووينځلے شى او د نورو اووۀ ورځو دپاره دې جدا وساتى. ۵۵ بيا به هغه دا وګورى او کۀ پشم خپل رنګ نۀ وى بدل کړے او خور شوے هم نۀ وى، دا بيا هم ناپاک دے، خرابتيا کۀ د دې مخې ته وى يا شا ته وى تاسو هغه څيز وسوزوئ. ۵۶ خو چې بيا يې وګورى، چې پشم اوچ شوے وى، نو هغه دې د هغه کپړې يا څرمنې نه خرابه شوې حِصه وشلوى. ۵۷ کۀ پشم بيا راڅرګند شى او خوريږى، نو د دې مالِک به دا څيز وسوزوى. ۵۸ کۀ هغه دا څيز ووينځى او داغونه ورک شى، هغه به دا بيا ووينځى او دا به پاک شى. ۵۹ نو دا قانون په کپړه د پشم په حقله دے، کۀ هغه پشم په وړۍ يا په لټه وى، يا د لټې يا د وړۍ په کپړه وى، يا د څرمنې جوړ شوى څيز باندې وى، نو د دې په بنياد به فېصله کولے شى چې دا پاک دى او کۀ ناپاک دى.