۰:۰۰ / ۰:۰۰

د لاویانو کتاب

دوه ویشتم فصل

د نذرانو سپېڅلتوب

۱ څښتن موسی ته وویل: ۲ «هارون او د هغه زامنو ته ووایه چې د هغو پاکو نذرانو درناوی وکړي چې اسراییلیان یې ماته وقف کوي، ترڅو هغوی زما سپېڅلی نوم سپک نه کړي. زه څښتن یم. ۳ که چېرې ستاسو د اولادې څخه کوم یو د ناپاکۍ په حال کې هغو سپېڅلو نذرانو ته ورنژدې شي چې د اسراییلو قوم ماته وقف کړې دي، هغه بیا هېڅکله د قربانۍ په ځای کې خدمت نه شي کولای. دا خبره به تل ترتله عملي کیږي. زه څښتن یم.

۴ که چېرې د هارون د اولادې څخه کوم یو د پوستکي په ساري ناروغۍ اخته وي یا د بدن څخه یې زوه راوځي، هغه تر هغه وخته پورې دا پاکې نذرانې نه شي خوړلی، ترڅو پورې چې پاک نه شي. هر کاهن چې داسې کوم شي ته لاس وروړي چې د مړي سره د لګېدلو په وسیله ناپاک شوی وي یا که چېرې د کاهن څخه مني ووځي، ۵ یا که چېرې هغه په ناپاک حیوان یا ناپاک کس باندې لاس وهلی وي، نو هغه ناپاک کیږي. ۶ هر کاهن چې دغو شیانو ته لاس وروړي هغه به ناپاک شي، نو هغه تر ماښامه پورې ناپاک پاتې کیږي. بیاهم هغه پاکې نذرانې نه شي خوړلی، ترڅو پورې چې غسل ونه کړي. ۷ کله چې لمر پرېوځي، هغه به پاک شي او له هغې څخه وروسته هغه کولای شي چې پاکې نذرانې وخوري، ځکه چې دا د هغه خواړه دي. ۸ هغه دې د داسې حیوان غوښه ونه خوري چې په خپل مرګ مړ شوی وي یا د وحشي حیواناتو په وسیله وژل شوی وي، په دې باندې به هغه ناپاک شي. زه څښتن یم.

۹ ټول کاهنان دې زما د مقرراتو څخه چې هغوی ته مې ورکړي دي، پیروي وکړي. که نه، نو هغوی به ګناهکاران او مړه شي، ځکه چې هغوی سپېڅلو مقرراتو ته په سپکه سترګه کتلي دي. زه څښتن یم چې هغوی سپېڅلي کوم.

۱۰ څوک چې د کاهن د کورنۍ غړی نه وي، هغه پاکې نذرانې نه شي خوړلی. د کاهن مېلمه یا مزدور هم هغه نه شي خوړلی. ۱۱ خو که چېرې یو کاهن په خپلو پیسو باندې یو غلام اخیستی وي یا که چېرې یو غلام د هغه په کورنۍ کې زېږېدلی وي، هغه غلام کولای شي چې هغه خواړه وخوري. ۱۲ که چېرې د یو کاهن لور د یو داسې سړي سره واده وکړي چې هغه کاهن نه وي، هغه نه شي کولای چې پاکې نذرانې وخوري. ۱۳ خو که چېرې د یو کاهن لور کونډه یا طلاقه شوې وي او اولادونه ونه لري او بېرته راشي او د خپل پلار په کور کې اوسیږي، هغه کولای شي چې هغه خواړه وخوري چې د هغې پلار یې د کاهن په توګه تر لاسه کوي. په هر حال د کاهن د کورنۍ د غړو څخه پرته هېڅوک نه شي کولای چې هغه وخوري.

۱۴ که چېرې داسې خلک چې د کاهن د کورنۍ غړي نه وي په سهوې سره پاکې نذرانې وخوري، هغوی باید کاهن ته د اضافه شلو فیصدو سره پوره تاوان ورکړي. ۱۵‏-۱۶ کاهنان باید نورو خلکو ته اجازه ورنه کړي چې د دې پاکو نذرانو په خوړلو سره چې د اسراییلو قوم یې زما دپاره وقف کوي د هغو سپکاوی وکړي، ځکه چې په دې کار سره به هغوی ګناهکار وګڼل شي او سزا به ومومي. زه څښتن یم او هغه نذرانې سپېڅلې کوم.»

۱۷ څښتن موسی ته وویل: ۱۸ «هارون او د هغه د زامنو او ټولو اسراییلیانو سره خبرې وکړه او ورته ووایه: که چېرې ستاسو څخه یو کس که هغه یو اسراییلی یا یو داسې پردی کس وي چې په اسراییلو کې اوسیږي، ماته د سوځېدونکې نذرانې دپاره یو سوغات وړاندې کوي، که هغه د نذر د ورکولو په توګه وي یا د خپلې خوښې نذرانه وي، ۱۹ تاسو باید د پادې یا رمې څخه یو نر حیوان وړاندې کړئ چې کوم عیب په کې نه وي، د دې دپاره چې هغه ستاسو په خاطر قبول شي. ۲۰ که چېرې تاسو یو داسې حیوان وړاندې کړئ چې کوم عیب په کې وي، زه څښتن به هغه قبول نه کړم. ۲۱ کله چې یو کس څښتن ته د رمې او یا پادې څخه د سلامتۍ نذرانه راوړي چې یو نذر ورکړي یا د خپلې خوښې نذرانې په توګه وي، د دې دپاره چې د منلو وړ وي، نو په هغې کې باید هېڅ عیب نه وي. ۲۲ څښتن ته داسې حیوان مه وړاندې کوئ چې ړوند، ګوډ یا معیوب وي، زخم ولري او یا د پوستکي په دوامداره ناروغۍ اخته وي. هغه د قربانۍ په ځای باندې د یوې داسې نذرانې په توګه مه ږدئ چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي. ۲۳ که څه هم تاسو کولای شئ چې د خپلې خوښې نذرانې په توګه یو حیوان چې بې ډوله یا کوچنی وي وړاندې کړئ، خو هغه به د نذر په توګه قبول نه شي. ۲۴ څښتن ته هېڅ داسې حیوان مه وړاندې کوئ چې خصیه یې ټکول شوې، پرېکړل شوې، زخمي شوې یا ویستل شوې وي. تاسو باید په خپله خاوره کې داسې کار ونه کړئ. ۲۵ تاسو باید د پردیو خلکو څخه داسې حیوانات وانخلئ چې د خوړو د نذرانو په توګه یې وړاندې کړئ. هغه به ستاسو دپاره قبول نه شي، ځکه چې هغه بې ډوله دي یا عیبونه په کې دي.»

۲۶ څښتن موسی ته وویل: ۲۷ «کله چې یو خوسی، یو وری یا یوه وزه پیدا شي، د خپلې مور سره دې اووه ورځې پاتې شي. له اتمې ورځې څخه به هغه د یوې داسې نذرانې په توګه د منلو وړ وي چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي. ۲۸ یوه غوا او د هغې خوسی یا یوه مېږه او د هغې وری یا یوه وزه او د هغې بچی په یوه ورځ مه حلالوئ. ۲۹ کله چې تاسو څښتن ته د شکرانې یوه نذرانه قرباني کوئ، نو د مقرراتو څخه پیروي وکړئ، ترڅو هغه ستاسو په خاطر قبوله شي. ۳۰ هغه باید په هماغه ورځ وخوړل شي، د هغې څخه تر سهاره پورې هېڅ شی مه پرېږدئ. زه څښتن یم.

۳۱ زما د حکمونو څخه پیروي وکړئ. زه څښتن یم. ۳۲ زما سپېڅلی نوم مه سپکوئ. د اسراییلو ټول قوم باید د دې خبرې اقرار وکړي چې زه سپېڅلی یم. زه څښتن یم چې تاسو سپېڅلي کوم ۳۳ او تاسو مې د دې دپاره له مصر څخه راوویستلئ چې ستاسو خدای اوسم. زه څښتن یم.»