چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ څښتن موسی ته وویل: ۲ «د اسراییلیانو سره خبرې وکړه او ورته ووایه چې که چېرې څوک یو بل کس د ځانګړي نذر په توګه څښتن ته وقف کړي، نو هغه کس به د لاندېنیو پیسو په ورکولو سره ازاد شي: ۳-۷ د سپېڅلي ځای د معیار له مخې:
۸ که چېرې یو کس چې نذر ورکوي ډېر غریب وي او نه شي کولای چې دا ټاکل شوې اندازه ورکړي، هغه دې دا کس کاهن ته وړاندې کړي او کاهن به نذر ورکوونکي ته د هغه د توان سره سمه بیه وټاکي.
۹ که چېرې د هغه نذر یو داسې حیوان وي چې څښتن ته د نذرانې په توګه د منلو وړ وي، نو داسې سوغات چې څښتن ته ورکول کیږي، هغه سپېڅلی دی. ۱۰ که هغه حیوان ښه وي یا خراب، هغه نه شي کولای چې د بل حیوان سره یې بدل کړي. که چېرې داسې وکړي، نو دواړه حیوانات د څښتن کیږي. ۱۱ که چېرې د هغه نذر یو ناپاک حیوان وي، دا چې هغه څښتن ته د نذرانې په توګه د منلو وړ نه دی، نو هغه حیوان باید کاهن ته راوستل شي. ۱۲ کاهن دې د هغه د ښه والي یا بدوالي له مخې بیه وټاکي او دا به اخرنۍ بیه وي. ۱۳ که چېرې خاوند یې وغواړي چې هغه حیوان بېرته واخلي، باید د هغې د بیې څخه شل فیصده زیات ورکړي.
۱۴ که چېرې یو کس خپل کور څښتن ته وقف کوي، کاهن به ورته د هغه د ښه والي یا بدوالي له مخې بیه وټاکي او هغه به اخرنۍ بیه وي. ۱۵ که چېرې هغه کس چې خپل کور یې وقف کړی دی، وغواړي چې هغه بېرته واخلي، باید شل فیصده اضافه بیه ادا کړي او کور به بیا د هغه شي.
۱۶ که چېرې یو کس څښتن ته د خپلې کورنۍ د ځمکې کومه برخه وقف کوي، د هغې بیه دې د هغه تخم د اندازې له مخې وټاکل شي چې په هغه ځمکه کې کرل کیږي، یعنې د دوه سوه کیلو ګرامو اوربشو تخم دپاره پنځوس د سپینو زرو سکې. ۱۷ که چېرې هغه دا ځمکه د بېرته ورکولو د کال څخه وروسته سمدلاسه وقف کړي، نو ټوله بیه دې ادا کړي. ۱۸ خو که چېرې هغه کس خپله ځمکه له دې څخه وروسته وقف کړي، کاهن به د هغې بیه د هغو کلونو د شمېر له مخې حساب کړي چې د بېرته ورکولو تر راتلونکي کال پورې پاتې وي او کمه بیه به وټاکي. ۱۹ که چېرې هغه کس چې ځمکه یې وقف کړې ده وغواړي چې هغه بېرته واخلي، باید د اضافه شلو فیصدو سره بیه ادا کړي او ځمکه به بېرته د هغه شي. ۲۰ که چېرې هغه ځمکه په بل چا باندې خرڅوي، نو هغه دې لومړی بېرته په بیه واخلي، پرته له دې د بېرته اخیستلو حق د تل دپاره له لاسه ورکوي. ۲۱ د بېرته ورکولو په راتلونکي کال کې به دا ځمکه سپېڅلې او د څښتن تلپاتې ملکیت شي. هغه به د کاهنانو شي.
۲۲ که چېرې یو کس څښتن ته داسې یو پټی وقف کړي چې اخیستی یې وي او د هغه د کورنۍ د ځمکې برخه نه وي، ۲۳ کاهن به د هغه بیه د هغو کلونو د شمېر له مخې حساب کړي چې د بېرته ورکولو تر راتلونکي کال پورې پاتې وي او هغه کس باید په هماغه ورځ بیه ادا کړي. پیسې د څښتن کیږي. ۲۴ دا پټی به د بېرته ورکولو په کال کې د هغه اصلي خاوند یا د هغه اولادې ته بېرته ورکړای شي. ۲۵ ټولې بیې باید د سپېڅلي ځای د اندازې له مخې وټاکل شي.
۲۶ لومړنی زېږېدلی حیوان له پخوا څخه د څښتن دی، نو هېڅوک نه شي کولای چې هغه څښتن ته وقف کړي. که هغه یو خوسی وي، یو وری یا سېرلی وي، که هغه نر وي یا ښځه، هغه د څښتن دی. ۲۷ که چېرې هغه یو ناپاک حیوان وي، کېدای شي چې په اصلي بیه د اضافه شلو فیصدو سره بېرته واخیستل شي. که چېرې هغه بېرته وانخیستل شي، کېدای شي چې په بل چا باندې په اصلي بیه خرڅ شي.
۲۸ هېڅوک نه شي کولای چې داسې څه خرڅ کړي یا یې بېرته واخلي چې پرته له کوم شرط څخه یې څښتن ته وقف کړی وي، که هغه یو انسان وي، یو حیوان، یا د کورنۍ ځمکه وي. هغه په تلپاتې توګه د څښتن دي. ۲۹ څوک چې په مرګ محکوم شوی وي، هغه نه شي کولای چې خپل ژوند بېرته په بیه واخلي، هغه باید ووژل شي.
۳۰ د ځمکې د ټولو حاصلاتو لسمه برخه که هغه غلې دانې وي یا مېوه، هغه د څښتن ده. ۳۱ که چېرې یو کس وغواړي چې د هغې څخه لږ بېرته واخلي، هغه باید د اضافه شلو فیصدو سره اصلي بیه ادا کړي. ۳۲ کله چې څوک خپلې پادې او رمې شمېري، د هغو څخه هر لسم حیوان د څښتن دی. ۳۳ هغه کس نه شي کولای چې خپل حیوانات داسې ترتیب کړي چې خراب حیوانات ورڅخه غوره کړي او نه شي کولای چې هغه بدل کړي. که چېرې هغه یو حیوان د بل سره بدل کړي، بیا دواړه حیوانات د څښتن کیږي او بېرته په بیه نه شي اخیستل کېدای.»
۳۴ دا هغه امرونه دي چې څښتن موسی ته د سینا په غره باندې د اسراییلیانو دپاره ورکړل.