۰:۰۰ / ۰:۰۰

د لاویانو کتاب

دریم فصل

د سلامتۍ نذرانه

۱ کله چې څوک د خپلې پادې یو حیوان د سلامتۍ د نذرانې په توګه د څښتن په حضور کې وړاندې کوي، هغه دې یو داسې غویی یا غوا وي چې کوم عیب په کې نه وي. ۲ هغه به خپل لاس د حیوان په سر باندې کېږدي او هغه به د مقدسې خېمې د دروازې په خولې کې حلال کړي. بیا به د هارون زامن چې کاهنان دي، هغه وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندي. ۳ هغه نفر دې د حیوان دغه برخې څښتن ته د داسې قربانۍ په توګه چې په اور باندې تیاریږي وړاندې کړي: ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وي، ۴ پښتورګي د وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه. ۵ بیا دې کاهنان هغه ټوله د سوزېدونکې نذرانې سره په قربانګاه باندې وسوزوي. د داسې نذرانې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.

۶ که چېرې هغه نفر د خپلې رمې څخه یو حیوان څښتن ته د سلامتۍ د نذرانې په توګه وړاندې کوي، هغه دې یو داسې ښځینه یا نر حیوان وي چې کوم عیب په کې نه وي. ۷ که چېرې هغه پسه وړاندې کوي، ۸ نو خپل لاس دې د حیوان په سر باندې کېږدي او هغه دې د خېمې په مخ کې حلال کړي. کاهنان به د هغه وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندي. ۹ هغه دې د سلامتۍ د نذرانې څخه یوه داسې قرباني راوړي چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي: لکه د هغې وازګه، ټول لم چې له شمزۍ څخه پرې کړل شوی وي او ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وي، ۱۰ پښتورګي د هغې وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه. ۱۱ کاهن دې هغه د خواړو د نذرانې په توګه څښتن ته په قربانګاه باندې وسوزوي.

۱۲ که چېرې د هغه نفر نذرانه یوه وزه یا وز وي، ۱۳ نو خپل لاس دې د حیوان په سر باندې کېږدي او د مقدسې خېمې په مخکې دې حلال کړي. بیا به کاهنان د هغه وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندي. ۱۴ هغه دې د خپلې نذرانې یوه برخه چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي وړاندې کړي: ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وي، ۱۵ پښتورګي د هغې وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه. ۱۶ کاهن به دا ټول د خواړو د نذرانې په توګه چې څښتن ورباندې خوشالیږي په قربانګاه باندې وسوزوي. ټوله وازګه د څښتن ده.

۱۷ هیڅ اسراییلی نه شي کولی چې کومه وازګه یا وینه وخوري. دا یو دایمي حکم دی چې ټول اسراییلیان چې هرچېرته اوسیږي باید د هغه څخه پیروي وکړي.>