۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

ديارلسم باب

توبه ګار کيدل يا هلاک کيدل

۱هم په دغه وخت کښے ځنے داسے کسان موجُود وُو چه هغه ئے دَ ګليليانو په باب کښے خبر کړو دَ چا وينه چه پيلاطوس په قُربانو کښے ګډه کړے وه. ۲عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”ولے ستاسو دا خيال دے چه په کُومو ګليليانو چه دا زياتے وشو، هغوئ دَ نورو ګليليانو نه زيات ګُناه ګار وُو څۀ؟ ۳زَۀ تاسو ته وايم چه هغوئ نۀ وُو خو که تاسو هم توبه ګار نۀ شئ نو ستاسو ټولو به دغه اَنجام وى! ۴يا هغه اتلس کسان چه په شيلوخ کښے پرے برج راونړيدو اَؤ دوئ ترے لاندے مړۀ شول، ستاسو دا خيال دے چه هغوئ په بيتُ المُقدس کښے دَ اوسيدُونکو ټولو خلقو نه زيات ګُناه ګار وُو؟ ۵زَۀ تاسو ته دا وايم چه دوئ نۀ وُو خو که تاسو توبه ګار نۀ شوئ نو ستاسو دَ ټولو به هم دغه اَنجام وى!“

دَ بے ميوے اينځر دَ ونے مِثال

۶عيسىٰ دا مِثال ووئيلو چه ”دَ يو سړى دَ انګُورو په باغ کښے دَ اينځر يوه ونه ولاړه وه. هغه په دے کښے ميوے لټولو له راغے خو هيڅ ئے په کښے ونۀ مُوندل. ۷نو هغۀ باغوان ته ووئيل، ګوره، دَ تيرو دريو کالو راسے زَۀ په دے اينځر کښے دَ ميوے په طمع راځم خو هيڅ په کښے نۀ وى. پرے ئے کړه! دے هسے مزکه ولے نيولے ده؟ ۸خو هغۀ جواب ورکړو، صاحبه! سږ کال ئے پريږده چه زَۀ ورته ځائے جوړ کړم او سره ورله ورکړم. ۹که په راتلُونکى موسم کښے ئے ميوه ونيوله نو ښۀ په ښۀ، ګنى بيا ئے وباسه.“

دَ سبت په ورځ دَ يوے ټيټے ښځے روغول

۱۰دَ سبت په يوه ورځ عيسىٰ په عبادت خانے کښے تعليم ورکولو. ۱۱نو يوه ښځه وه چه دَ اتلسو کالو راسے پيريانو نيولى وه اَؤ بے حاله کړے ئے وه اَؤ ملا ئے ورله داسے کږه کړے وه چه نيغيدے نۀ شوه. ۱۲هر کله چه عيسىٰ هغه وليده نو را وئے بلله اَؤ ورته ئے ووئيل، ”تۀ دَ خپل تکليف نه خلاصه شوے!“ ۱۳اَؤ بيا ئے خپل لاسُونه په هغے کيښول، نو سمدستى هغه نيغه شوه اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله.

۱۴خو دَ عبادت خانے مشر دَ سبت په ورځ دَ عيسىٰ دَ روغولو په عمل خفه شو اَؤ موجُودو خلقو ته ئے ووئيل چه ”دَ کار دَ پاره شپږ ورځے مُقررے وى. راځئ اَؤ په هغے کښے صحت مُومئ خو دَ سبت په ورځ نه!“

۱۵مالِک هغۀ ته په جواب کښے ووئيل، ”تاسو څۀ مُنافقان يئ! په تاسو کښے يو بندى کس هم داسے شته څوک چه دَ سبت په ورځ خپل غوائى يا خر دَ اخور نه نۀ پرانزى اَؤ اوبو له ئے نۀ بيائى. ۱۶اَؤ دلته دا ښځه دَ اِبراهيم لُور ده چه دَ اتلسو کالو راسے شيطان تړلے وه نو دَ هغے دَ پاره دا بده خبره وه چه دَ سبت په ورځ دَ هغه قيد نه خلاصه کړے شى؟“ ۱۷دَ هغۀ په دے خبرو دَ هغۀ ټول مُخالفين لُولپه شول اَؤ دَ خلقو هغه ګڼه دَ دَۀ په دے عجیبه کارُونو ډيره خوشحاله شوه.

دَ شړشمو دَ تُخم اَؤ دَ خمبيرے مِثالُونه

متى ۱۳ :  ۳۱ ـ ۳۲، مرقوس ۴ :  ۳۰ ـ ۳۲، متى ۱۳ :  ۳۳

۱۸عيسىٰ ووئيل چه ”دَ خُدائے بادشاهى په څۀ شان ده؟ زَۀ دَ دے تشبيه دَ څۀ سره ورکړم؟ ۱۹دا دَ شړشمو دَ تُخم په مِثال ده چه يو سړى واخستو اَؤ په خپل باغ کښے ئے وکرلو اَؤ چه بُوټے ئے راوټوکيدو نو لکه دَ ونے په رنګ لوئے شو اَؤ مرغئ به راتلے اَؤ په څانګو کښے به ئے کښيناستے.“

۲۰هغۀ بيا دا ووئيل، ”دَ خُدائے دَ بادشاهئ مِثال زَۀ دَ څۀ سره ورکړم؟ ۲۱دا په مِثال دَ خمبيرے ده چه يوے ښځے واخسته اَؤ په دريو اوږو اوړو کښے ئے واچوله اَؤ ټول ئے پرے خمبيره کړل.“

تنګه دروازه

متى ۷ :  ۱۳ ـ ۱۴، ۲۱ ـ ۲۳

۲۲عيسىٰ په کلو اَؤ ښاريو تيريدو اَؤ بيتُ المُقدس ته په لاره ئے خلقو ته ځائے په ځائے تعليم ورکوو. ۲۳يو کس ترے تپوس وکړو، ”مالِکه! ولے صرف يو څو تنه به بچ کولے شى؟“

نو هغۀ ورته په جواب کښے ووئيل، ۲۴”زور ولګوئ چه له تنګے دروازے نه ور دَ ننه شئ ځکه چه زَۀ درته دا وايم چه ډير به دَ ننوتو کوشِش کوى خو دَ دے جوګه به نۀ وى. ۲۵خو هر کله چه دَ کورمالِک يو ځل پورته شو اَؤ دروازه ئے بند کړه نو که تاسو بهر ولاړ يئ اَؤ دروازه ټکوئ اَؤ دا وايئ چه مالِکه! مُونږ دَ ننه پريږده! خو هغه به تش دغه جواب درکړى چه زَۀ خبر نۀ يم چه تاسو دَ کُوم ځائے يئ! ۲۶نو بيا به تاسو دا وايئ چه مُونږ تا سره خوړلى څښلى دى اَؤ زمُونږ په کُوڅو کښے دِ تعليم ورکړے دے! ۲۷خو هغه به دا سر دوباره وائى چه زَۀ تاسو ته دا وايم چه زَۀ خبر نۀ يم چه تاسو دَ کُوم ځائے يئ. تاسو ټول زما نه لرے شئ! تاسو ټول بد کاران يئ! ۲۸هلته به بيا ژاړئ اَؤ غاښُونه به چيچئ ځکه چه تاسو به وينئ چه اِبراهيم، اِسحاق اَؤ يعقُوب اَؤ نور ټول پيغمبران دَ خُدائے په بادشاهئ کښے دى خو تاسو بهر غورزولى شوى يئ! ۲۹خلق به دَ نمر خاتۀ، نمر پريواتۀ اَؤ قُطب اَؤ سهيل نه راځى چه دَ خُدائے دَ بادشاهئ په دعوت کښے شريک شى. ۳۰اَؤ ځنى هغه چه اوس خو وروستى دى، هغوئ به دَ ټولو نه وړُومبى وى اَؤ هغه چه اوس مخکښے دى هغوئ به دَ ټولو دَ وروستو وى.“

دَ بيتُ المُقدس په باب کښے وير

متى ۲۳ :  ۳۷ ـ ۳۹

۳۱په هم دغه وخت يو څو فريسيان راغلل اَؤ عيسىٰ ته ئے ووئيل چه ”تۀ دَ دے ځايه وُوزه اَؤ لاړ شه ځکه چه هيروديس ستا دَ وژلو نيت کړے دے.“

۳۲خو هغۀ جواب ورکړو، ”لاړ شئ اَؤ هغه لُومبړے ته ووايئ چه واؤره! نن اَؤ صبا به زَۀ پيريان وباسم اَؤ دَ روغولو کار به کوم اَؤ په دريمه ورځ به خپل کمال ته ورسم. ۳۳بيا هم پکار دى چه زَۀ نن اَؤ صبا په خپله لاره يُون وکړم اَؤ په بله ورځ هم، ځکه چه دَ نبى دَ پاره دا ناممکنه ده چه هغه دِ دَ بيتُ المُقدس نه بغير په بل ځائے کښے مړ شى.

۳۴اَئے بيتُ المُقدسه، بيتُ المُقدسه! هغه ښارئے چه نبيان وژنے اَؤ رسُولان سنګسارَوے چه تا ته راليږلے کيږى! څومره ځله ما دا وغوښتل چه ستا بچى داسے راغونډ کړم څنګه چه يوه چرګه خپل چرګُوړى دَ خپلو وزرو لاندے کوى، خو تا زَۀ دے ته پرے نۀ ښودلم! ۳۵وګوره! وګوره! ستا کور تا ته خوشے پاتے کيږى اَؤ زَۀ تا ته دا وايم چه تۀ به ما تر هغے ونۀ وينے تر څو چه تۀ دا ونۀ وايئے چه ”مُبارک دِ وى هغه چه دَ خُدائے په نُوم راځى.““